Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د ښځو د مياشتني عادت د ناروغي په اړه د شرم له منځه وړل

ښځې پر ناپوه چلن او تعصب د برلاسه کېدو لپاره مبارزه کوي.
By Pazhman Pazhohish
)عکس: ( Paula Bronstein/Getty Images

 

کله چې  زينب د نهه کلنې په عمر د لومړي ځل لپاره پر مياشتني عادت ناروغه شوه، مور يې  پر مخ د څپېړې پر وهلو ځواب ورکړ.

زينب چې اوس دوه ويشت کلنه او په يوه شخصي پوهنتون کې لوست لولي، وايي، مور يې سمد لاسه وډاروله چې لور يې بکارت له لاسه ورکړی دی.

د کورنۍ نورو غړو هم هغه ووهله او ويې شرموله.

د زينب په ياد دي چې څنگه د يوې بهر وتونکې او شوخ طبعې نجلې په ځای پر يوې گوښه گيرې شړل شوې او ډارنې ځوانې نجلۍ بدله شوه. 

نوموړې وويل: «کله چې راباندې ناروغي راغله، غوښتل مې پټه يې کړم، ترڅو پلار او ورونه مې راباندې خبر نشي.» هغې زياته کړه، دا کار ډېر سخت و، په تېره بيا د روژې په مياشت کې؛ ځکه په مياشتنۍ ناروغۍ کې ښځوباندې  روژه  نه کيږي. خو د دې لپاره چې د چا ورته پام نشي، هغې به روژه نيوله.

نوموړې وپوښتل: «دا ماته يوه پوښتنه ده چې کېدای شي هيڅکله يې ځواب نه کړای شم: ايا بايد د ژوند د ناسم چاپريال له امله ټول عمر وشرميږم او پرېږدم ملنډې راباندې ووهل شي؟.»

په افغانستان کې د ښځو مياشتنۍ ناروغۍ ته د شرم په سترگه کتل کيږي او آن د کورنۍ د ښځينه غړو په منځ کې ورباندې ډېرې لږې خبرې کيږي. دې کار ته د يوې منع شوي خبرې په توگه کتل کيږي او وايي د مياشتنۍ ناروغۍ لرونکې ښځه ناپاکه ده. 

پر نجونو چې کله د لومړي ځل لپاره مياشتنۍ ناروغي راشي، زياتره يې په اړه معلومات نه لري، څه پرې شوي دي.

دا د فريدې يوه تجربه ده. اوس چې نوموړې شل کلنه ده او په يوې حکومتې ادارې کې کار کوي، وايي، هغه ډارونکې وه، نوموړې وايي کله چې ورباندې وينه راغله نو له ترور کره يې ځان پت کړ.

ترور يې فريدې ته وويل، هغه لويه شوې او هره مياشت به ناروغه کيږي. هغې ورته وويل، له ډېرو شيانو بايد پرهېز وکړي.

هغې وويل: «ترور مې وويل، د ناروغۍ پر مهال به دسترخوان يا ډودۍ ته لاس نه وړې. که ډوډۍ ته لاس وروړې، نو حراميږي. خپلې کوچنۍ خورو او ورور ته به نه نژدې کيږي او نه به يې مچوي، ځکه هغوی بې گناه (معصوم) دي او له دې کار څخه به اغېزمن شي. کله چې دې ناروغي ښه شوه او ودې لمبل، بېرته به پاکه شي.»

فريدې خپل ناوړه حالت په ياد کړ چې څنگه به نهيلې وه او ژړل به يې.

يوازې ترور ته يې دا حالت ويلای شو.

ترور ورته ویلي وو «الله ښځې مظلومې پيدا کړې، له رنځ او کړاو پرته يې بل شی په برخه نشته.»

 

پخپله د دوام ورکولو حالت

دټولنيزو چارو شنونکې، محبوبې سراج وويل، ښځې پخپله د دغه راز بې منطقه عقيدو د غځولو او دوام  مسؤوليت لري.

هغې وويل: «دا د ښځو مسؤوليت دی چې له خپل فزيولوژيکي جوړښت څخه ونه شرميږي. هغوی بايد دا کار د خپل عادي ژوند يوه برخه وبولي. د دغو موضوعگانو په اړه ميندې ځانگړی مسؤوليت لري.»

د بېلگې په توگه ځينې ميندې پر دې ټينگار کوي، هغه ښځې چې مياشتنی عادت ولري، نشي کولای مذهبي ځايونو يا هديرو ته د بې احترامۍ د ډار له امله لاړې شي.

د کابل د يوه خصوصي پوهنتون استادې، هنگامې فيض دوه کاله دمخه د ولسمشريزو ټاکنو په بهير کې د رايو ورکولو په کميسون کې خپله تجربه ياده کړه.

د رايو ورکولو مرکز په يوه جومات کې واقع و. لومړی له افغاني دود سره سم د نارينه او ښځو ليکې  جلا شوې، يوه دروازه د نارينه او بله د ښځو لپاره وه.

وروسته ځينو ښځو وويل، هغه  ښځې چې د مياشتني عادت په حال کې وي، جومات ته په ننوتلو به هغه ځای ناپاک شي.

ښځو ته د رايو ورکولو صندوقونه له جومات بهر په يوه خيمه کې کېښودل شول.

فيض وويل: «ما ټکان وخوړ او خپه شوم؛ ځکه نارينه گانو د دغه موضوع په اړه هيڅ ونه ويل،. دا پخپله ښځې وې چې ځان او نورې ښځې ورته ناپاکه ښکاري.»

اسلامي عالمان وايي، د دی کار لامل پر شرعي علومو نه پوهيدنه ده، چې دغه راز تعصب رامنځته کوي.

د سيد محد حجت په نامه يوه ديني عالم وويل: «د اسلام له مخې په دغه حالت کې يو ځای اوسېدل، خبرې کول، ناسته ولاړه، خوراک، آن له جنسي نژديوالي پرته بل هر کار روا دی.»

هغه وويل: «د مياشتني عادت پر مهال له ښځو سره جنسي نژدېوالی له دې امله منع  دی، تر څو نارينه د صبر کولو وس ولري او له جنسي نژدېوالي ځان وساتي. همدا راز دجنسي نژدېوالي له امله ښايي ښځې د ناراحتۍ احساس وکړي. جنسي نژديوالی د وينې بهيدل زياتوي. نورې خبرې بې بنسټه دي.»

د اوستا د روغتون د رواني ناروغيو ماهر، شريف شريف وويل، بلوغ ځينې فزيولوژيکي او فزيکي بدلونونه رامنځته کوي. که چېرته دا ناروغي ډار رامنځته کړي، نو ښايي ځوانو نجونو ته د اوږدې مودې زيان وروسوي. 

هغه وويل: «ډار او شرم ښايي پر هغوی باندې تلپاتې اغېز وکړي او د هغوی راتلونکی ټولنيز ژوند له خطر سره مخ کړي. ځواني د هر چا د ژوندانه يو بحراني حالت دی. د والدينو مثبت چلن له هغوی سره مرسته کوي چې دا بحراني موده په مناسب ډول تېره کړي. د يوه چا ښه والی او بدوالی په دې پورې اړه لري چې کورنۍ يې څنگه لوی کړی دی.»

دا موضوع د افغاني ښځو پر ژوند تر دې کچې اغېز لري چې د بدلون لپاره يې د پام وړ کار نه کيږي.

د ښځو د چارو د وزارت د ښځو د حقونو رئيسې، عزيزې عدالتخواه آی ډبليو پي آر ته وويل، دا موضوع د هغوی دنده نه گڼل کيږي.  

هغې وويل: «دا کار په موږ پورې اړه نه لري. موږ يوازې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي څېړنه کوو.»

د روغتيا د وزارت چارواکي، شفيق الله سليم وويل، د هغه رياست يو څه کارونه تر لاس لاندې نيولي چې د کورني پلان د عامه پوهاوي د پروگرام د يوې برخې په توگه د مياشتني عادت په اړه خلکو ته معلومات چمتو کړای شي.

هغه وويل: «خلک بايد وپوهيږي، مياشتنی عادت کومه ستونزه نه ده چې له چا څخه پټه کړای شي يا د ښځو د شرم لامل شي. مياشتنی عادت د نجونو د ژوند يوه برخه ده او د خوراک، څښاک او اميندواره کېدو په څېر يوه عادي خبره ده.»

داسې ښکاري چې آن د ليک لوست لرونکو خلکو په گډون د چار چلن بدلون اوږدې مودې ته اړتيا لري. سيدې (مستعار نوم) د کابل د يوه خصوصي پوهنتون محصلې د يوې پيښې يادونه وکړه چې د هغې په وينا يې په افغاني ټولنه کې پراخه ناپوهي انځوروله.  

د يو لکچر پر مهال ښوونکي له محصلانو څخه وپوښتل چې ولې په افغانستان کې ښځو ته د ناپوهې يا دويم پوړ موجود په سترگه کتل کيږي.

يوه محصل ځواب ورکړ، له دې امله چې په مياشتني عادت کې د ويني بهېدل د هغوی ماغزه او افکار کمزوري کوي.

هغه وويل: «له هغه وروسته د ټولگي ټولو هلکانو وخندل، خو ټولو نجونو د شرم او سپکاوۍ احساس وکړ. کله چې موږ د لوړو زده کړو په مرکز کې د داسې يو چاپېريال شاهدان واوسو، د عادي خلکو پر چار چلن بايد حيران نشو.»