د لرګو ناقانونه سوداګرې ځنګلونه له منځه وړي

حکومت هڅه کوي چې د لرګو پراخ ځنګلونه وساتي.

د لرګو ناقانونه سوداګرې ځنګلونه له منځه وړي

حکومت هڅه کوي چې د لرګو پراخ ځنګلونه وساتي.

The Kunar river winds through a valley in the northeastern province. (Photo: John Moore/Getty Images)
The Kunar river winds through a valley in the northeastern province. (Photo: John Moore/Getty Images)
Tuesday, 23 January, 2018

دځایي چارواکو ناتوانۍ له امله د شمال ختیځ ولایت، کونړ د ځنګلونو پراخه برخه د ونو د ناقانونه پرې کولو له امله له منځه تللې ده.

د نښترو او جلغوزو پراخه سیمه له ونو پاکه شوې او لرګي يې له پولې هاخوا په پاکستان کې پلورل شوي دي. داسې باور موجود دی چې د دغو پیسو یوه اندازه د مخالفانو لاسونو ته هم ورځي.

سیمه ییز چارواکي له دغه ستونزې څخه خبر دي، خو وايي، تر پوښتنې لاندې ولسوالیو کې د حکومت د کنترول د نشتوالي له امله نشي کولای په دې اړه کوم ګام پورته کړي. هغوی وايي، له مرکزي حکومت څخه یې غوښتنې کومه نتیجه نده ورکړې او له امله يې زیاته اندازه ارزښتمن لرګي له هېواده بهر قاچاق کیږي.   

ځايي خلک وايي، له دې پرته بل چاره نه لري چې د ځنګلونو په ناقانونه وهلو کې برخه واخلي. پنځه څلوېښت کلن عبدالخالق آی ډبلیو پي آر ته وویل، د پېچ د درې په ولسوالۍ کې يې په ناقانونه ډول د جلغوزو ونې وهلي دي.

هغه زیاته کړه، هغه زړه نازړه و چې خپلې دندې ته دوام ورکړي او که نه، ځکه شک يې درلود چې د ونو له وهلو څخه څوک ګټه اخلي، خو د کورنې د اعاشې او اباتې لپاره يې بله لار نه لرله.

هغه وویل: «موږ یوازې د بې روزګارۍ له امله د جلغوزو ونې وهو ، زه خبر یم چې نور خلک د خرڅون لپاره لرګي له هېواده بهر قاچاقوي، خو زه څه کولای شم؟»

نوموړي زیاته کړه «زه په مزدورۍ کې د ورځې یوازې اووه ډالره لاسته راوړم. دا څرګنده ده چې مافیا، د مخالفانو ډلې او آن یو شمېر حکومتي چارواکي له هغې څخه ډېره ګټه لاس ته راوړي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزارت د شمېرو له مخې د کونړ ولایت یو مهال شاوخوا ۳۲۴۰۰۰ هکتاره ځنګلونه درلودل، چې څه ناڅه د افغانستان د ټولو ځنګلولو پنځه ویشت سلنه کیدل.

څه دباندې دېرش کلنې جګړې دغه طبیعی شتمني له منځه وړې ده. د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې د  پروګرام د څېړنې له مخې د افغانستان نیمایي برخه ځنګلونه له منځه تللي دي.

د کونړ اوسیدونکي، ضیا الرحمن وویل، ډېر کلونه د چپې درې د جلغوزو د ونو ځنګلونه د یو قومي تړون له مخې له وهلو څخه ساتل شوي وو.

نوموړي زیاته کړه، تېر کال د کونړ په ولایت کې د طالبانو د پرمختګ له امله تر ډېره بریده ځنګلونه ووهل شول.

هغه وویل: «په پیل کې ځايي خلکو هڅه وکړه چې د طالبانو له خوا د ونو وهلو مخه ونیسي. خو ولیدل شول چې موږ يې مخه نشو نیولای او اوس په ښکاره ډول ونې وهل کیږي. داسې نه ښکاري چې حکومت دې هم په دې اړ کوم کار وکړای شي.»

آی ډبلیو پی آر د کونړ ولایت د والي له ویاند، غني مصمم سره اړیکې ونیولې، ترڅو ووایي چې د ځنګل د ونو د وهلو په اړه تر اوسه کوم کار ترسره شوی دی.

په داسې حال کې چې هغه ومنل د کونړ یوه څه سیمه د حکومت له کنترول څخه بهر ده، خو پر دغې ستونزې یې د حکومت د بې پروايۍ خبره ونه منله.

مصمم ومنله چې قاچاق وړونکي ګاونديو ولایتونو، ننګرهار او لغمان او همدارنګه پاکستان ته له غرنیزو لارو څخه د لرګو د لېږدولو لپاره له کچرو کار اخلي. هغه وویل، د سړکونو لارې په کلکه څارل کیږي.  

هغه وویل: «د پخوا په خلاف، چې لارۍ به پر لرګو بارېدې او په ښکاره ډول به د خرڅون لپاره پاکستان ته وړل کېدې، اوس پر لویو لارو نشي وړل کېدای. اوس پولیس د دغه کار مخه نیسي، لارۍ  ودروي او مخکې تګ ته يې نه پریږدی.»

«موږ نشو کولای د هغو ځنګلونو د وهلو مخه ونیسو چې د مخالفانو په لاس کې دي. سخته ده چې په هغه سیمو کې د قاچاق مخه ونیول شي.»

مصمم وویل، د کورونو د دروازو، میزونو او الماریو او نورو ورته څېزونو په اړوند د حکومت د اجازې له پریکړې چې ځایي کارخانې کولای شول دکنړله لرګو څخه استفاده وکړي  فرصت طلبو ناوړه استفاده وکړه او له دې امله هغه پرېکړه نور د پلي کېدو وړ نه ده.

په پایله کې په هغو سیمو کې ډېری فابریکو خپل کسب او کار او په سلګونو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې چې خلکو یې د لرګو په پروسس ډډه لګولې وه.

د کونړ د ترکاڼانو د اتحادیې رئیس، فریاد دراني وویل، د فرنیچر د جوړولو شاوخوا ۱۵۰ فابریکې د ولایت په مرکز اسعدآباد کې فعالې دي.

هغه وویل، کارګران د شنو ونو له وهلو څخه منع شوي دي او اوس د مخکینو کلونو له ساتل شوو لرګیو څخه کار اخلي، چې په خورا لوړه بیه پلورل کیږي.

هغه زیاته کړه: «دمخه زموږ مالونه د ننګرهار، لغمان او آن کابل په ګډون ټولو ولایتونو ته انتقالېدل. اوس زموږ تولیدات په نورو ولایتونو کې نه پلورل کیږي او له امله يې کاروبار محدود شوی دی.»

آی ډبلیو پي آر وموندله چې د ځنګلونو وهل د هغه ولایت د ځنګلي حیواناتو پر ژوند هم اغېز کړی دی.

د کونړ د چاپېریال  ساتنې موسسې رئیس، نجیب الله کونړي وویل، د زیاتو ونو وهلو د رنګارنګ الوتونکو او حیواناتو طبیعي استوګنځایونو ته زیان رسولی دی.

هغه وویل، د کونړ د امنیې قوماندان او ولسوال دواړه له ستونزې خبر دي او د له منځه وړلو لپاره يې له هرې لارې چارې کار اخلي.

هغه زیاته کړه: «نه یوازې د ځنګلونو ناقانونه وهل د ځمکې د ښویېدو لامل کیږي، بلکې ډېر ځنګلي حیوانات ورکیږي او یا ګاونډیو ولایتونو ته کډه کوي.»

قاچاق مخالفان پیاوړي کوي

د کونړ د ولایتي شورا غړي، محمد صافي وویل، د هغه په اند طالبان او په اسلامي دولت پورې تړلې وسله والې ډلې دواړه په چپه دره او پېچ دره کې د ځنګلونو سیمې تر خپل ګورت لاندې راوستي او هره ورځ په سلګونه ونې وهي.    

نوموړي د هغوی چلند وغانده، یادونه يې وکړه، ځنګلونه ارزښمتنه سرچینه ده او تاوان يې د سیمې خلکو ته رسیږي.

هغه وویل: «زه د داعش یو قوماندان پېژنم چې د پېچ د درې د ننګلام په سیمه کې یې د ونو په وهلو پیل کړی دی او په دې ډول خپلو افرادو ته مالي مرسته چمتو کوي.د دې ستونزې په اړه د امنيې له قوماندان، ولسوال، ولایتي شورا او ځايي اوسیدونکو سره خبرې وشوې، خو تر اوسه يې کومه نتیجه نه ده ورکړې.»

د کونړ د امنیې قوماندان، جمعه ګل همت آی ډبلیو پي آر ته وویل، یو شمېر سرتیري او د پولیسو افسران، د کنړ دامنیت امر په ګډون د چارتراشو په قاچاق کې ښکيل دي.

هغه وویل، د امنیې د قوماندانۍ دامنیت امر بندي شوی دی او تر پلټنو لاندې دی. هغه وویل هیڅوک تر قانون پورته نه دی.

هغه وویل: «په تېرو څو میاشتو کې ۷۵ تنه د چارتراشو د قاچاق په تور نیول شوي دي. که هر چا له قانون څخه سرغړونه کړي وي، بندي کیږي او له قانوني سزا سره مخ کیږي.»

د کونړ څارنوال، عبدالهادي حیدري وویل، د چارتراشو په قاچاق کې معمولا دادارو مفسد چارواکي او یا ملکی قاچاق وړونکي شامل وي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه موږ ته ۷۰ ولسی قضيې رارسېدلي دی. په دې قضیو کې  د اردو ښکېل چارواکي او د امنيې د قوماندانۍ  دامنیت امر څارنوالۍ ته استول شوي دي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاست لوړپوړو چارواکو وویل، له مرکزي حکومت څخه يې اجازه تر لاسه کړې چې د ولسی خلکو په ترکیب یوه وسله واله ملېشه جوړه کړی او د ګزمو له لارې د تر ګواښ لاندې سیمو ساتنه وکړي،  خو تر اوسه يې کوم غبرګون نه دی تر لاسه کړی.  

یو ویاند وویل: «د حیرانتیا خبره نه ده چې که مخالفان د حکومت له کنترول څخه بهر سیمې په خپله ګټه وکاروي او له شک پرته کولای شي هم له ځنګلونو او هم له کانونو څخه د خپلې جګړې لپاره مالي ملاتړ چمتو کړي.»

«موږ دا ستونزه د حکومت غوږونو ته رسولې ده، خو موږ د ګام پورته کولو لپاره کوم اجرايې واک نه لرو.»

د کونړ ولایت اوسیدونکي په خپل وار وايي، د حکومت په مرسته هغوی چمتو دي پخپله د ځنګولو څارنه او ساتنه وکړي.

د عثمان په نامه یوه قومي مشر وویل: «که چېرته حکومت د ځانګړي امنیتی واحد د جوړولو وړتیا و نه لري، نو دا ستونزه دې زموږ په ګډې همکارۍ هواره کړي.»

هغه وویل: «که موږ ته وسلې او لازم واک راکړل شي ‎، نو موږ له دې ملی سرچینې څخه دفاع کولای شو.»

Frontline Updates
Support local journalists