د قابلو نوی نسل

ځايي خلک وايي، محافظه کار دودونه د بدلېدو په حال کې دي.

د قابلو نوی نسل

ځايي خلک وايي، محافظه کار دودونه د بدلېدو په حال کې دي.

An Afghan midwife examines a pregnant woman from a remote village. (Photo: Air Force Master Sgt. Sarah R. Webb, Ghazni Provincial Reconstruction Team Public Affairs)
An Afghan midwife examines a pregnant woman from a remote village. (Photo: Air Force Master Sgt. Sarah R. Webb, Ghazni Provincial Reconstruction Team Public Affairs)
Thursday, 22 February, 2018

محصله قابله نسیمه وايي، په دې اړه هیڅ وهم نه لري چې له فارغیدو وروسته به له کومې (ستونزې) سره مخ شي.

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکې وایي  د روغتیا سیمه ييز سکتور له ستونزو ډک دي. د ټول ولایت په سر یوه ښځینه ډاکټره کار کوي. د نوو ماشومانو او میندو د څارنې د نه موجدیت له امله د مور - ماشوم د مړینې کچه لوړه ده.

(د افغانستان: هغه ځای چې کېدای شي زيږون پکې د مړينې لامل شي راپور ته مراجعه وکړئ)

نسیمې وویل، هغې او همټولګیوالو يې پتېلې چې دغه حقیقت بدل کړي.

نسیمې وویل: «له ډېر پخوا زما ارمان دا و چې د روغتیايي کارکوونکې په توګه د ښځو خدمت وکړم. زما ارمان په پوره کېدو دی.» نسیمې لوړه وکړه چې له فراغت وروسته به خپلې ولسوالۍ ته ستنه شي ترڅو هلته روغتیايي ناتار له منځه یوسي.

پکتیکا د پلازمېنې کابل سویل ختیځ ته ۱۷۰ کېلومتره وړاندې پرته ده. د ښځو د حقونو یا روغتیا څارنې په اړه ښه ریکارډ نه لري. ځايي خلک وايي محافظه کاره چار چلند، چې د ځوانو مېرمنو د نرسنګ یا د قابله ګۍ  د زده کړو مخه نیولې ده، د بدلېدو په حال کې دی.

د نوموړي ولایت ښځینه ډاکترې، انیسې وویل، ښځې په پکتیکا کې د نورو ځایونو په څېر د بنسټیزو حقونو د لاسته راوړلو او ښه چلند حق لري.  

انیسې، چې د ښرنې په روغتون کې کار کوي، وویل، له دې امله چې په دغه ولایت کې د دندې لپاره د ښځینه ډاکټرانو هڅول سخت کار و، خو د ځايي مېرمنو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې د نرسانو یا د قابلو په توګه وروزل شي. نوموړې ادامه ورکړه، ويې ویل، هغه څه چې د دې لوی توپیېر لامل شو، د زده کوونکو د کورنیو د نارینه ګانو ملاتړ او هڅونه وه.   

هغې وویل: «کله چې دا نجونې د قابلو په توګه فارغې شي، نو د پکتیکا د روغتیا څارنې په سکتور کې به د ښځو د استازیتوب تشه ډکه شي. دا کار به په رښتیا هم د مور ماشوم د مړینې د کچې له راټیټېدو سره مرسته وکړي.»

د روزل شوو قابلو له ډلې څخه صنم پر دې حقیقت رڼا واچوله چې د مور او پلار د کورنۍ د نورو غړو پوره بشپړه مرسته ورسره ده.

هغې وویل: «له ماشومتوبه مې غوښتل چې زده کړه وکړم. له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته مې د قابله ګۍ مسلک غوره کړ، ترڅو په راتلونکې کې د روغتیا په برخه کې خپلو خلکو ته کار وکړم.»

د صنم تره، سیدالله وویل، خپله ورېره يې د خپلې ټولې کورنۍ او ټولنې په موافقه او همکارۍ د قابل ګۍ په کورس کې شامله کړه.

سیدالله وویل: «زما ورېره د خپلو ټولو کلیوالو په مرسته او همکارۍ د قابله ګۍ په کورس کې شامله شوه. په حقیقت کې اوس دیني عالمان او ځايي مشران له ما سره په دې اړه مرسته کوي، سره له دې چې پخوا به دغه راز فعالیتونو کې د نجونو د کار له امله د شرم او تحقیر احساس موجود و. اوس د خلکو د پوهې کچه لوړه شوې او د نجونو او ښځو د زده کړې په وړاندې تعصب له منځه تللی دی.»

ځايي فعال، محمد یاسن یاسین وویل، د مدني ټولنې ډلو د روغتیا څارنې د سکتور په اړه ډېر زیار ایستلی، د ښځینه استازو پر اهمیت يې ټینګار کړی او دغه کار مثبته پایله ورکړې ده. دغه بدلونونه به هم ټولنیز او هم اقتصادي ګټې تر لاسه کړي.

نوموړي په دوام وویل: «که چېرته قومي او دیني عالمان د قابله ګۍ له پروګرام سره، چې تحصیل يې دوام لري، مرسته وکړي، نه یوازې به د روغتیا په سکتور کې لویه تشه له منځه لاړه شي، بلکې زیات خلک به زده کړې ته راکاږي چې هغوی به په خپل کار له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.»

د قابله ګۍ کورس د نړیوال بانک په مالی مرسته د افغانستان د مرستې او پرمختګ ټولنې (AADA) له خوا پر مخ وړل کیږي. د افغانستان د مرستې او پرمختګ ټولنې له خوا د پکتیکا د قابله ګۍ لومړی پروګرام، چې په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوی وو شل تنه فارغانې ورکړي او د ولایت په روغتیایي مرکزونو کې په کار بوختې دي.

د AADA ولایتی مشرې روګل وویل، شاوخوا د پکتیکا له ټولو ۱۸ ولسوالیو څخه ۸۰ نجونې د تېر کال په کورس کې شاملې شوې دي.  

پخپله د ښرنې زده کوونکو ته پوهنځي ته د تګ راتګ وسایل چمتو شوي، په داسې حال کې چې د لرې سیمو نجونو ته وړیا لیلیه جوړه او خواړه او نورې ټولې اسانتیاوې ورته چمتو شوي دي.  

د ښرنې اوسیدونکې، د قابله ګۍ یوه محصله شریفه، په لیلیه کې اوسېږي .

شریفې وویل: «کورس ته د سهار له خوا راځم او تر مازیګره دوام ورکوم. له هغې وروسته کور ته ځم. کورنۍ مې له دې امله درناوی کوي، په دې معنا چې کولای شم خپلې زده کړې ته دوام ورکړم.»

روګل وویل، وروستی کورس به د جنورۍ به شپږمه پیل شي. دوه تنه  تجربه لرونکي استادانې به نظري زده کړې ورکړې او عملي کارونه به ورباندې سر ته ورسوي.

هغه وویل: «د پکتیکا ولایت ځوانې نجونې نرسنګ او قابله ګۍ سره خپله مینه څرګندوي، له دې امله AADA تر خپل توان هڅه کوي چې دا کورس بریالیتوب  ته ورسېږي  او په راتلونکې کې دغه راز نور کورسونه په پکتیکا کې جوړ کړي.»

د پکتیکا د والي مرستیال، عطاءالله فضلي وویل، ځايي چارواکو تر خپل وس پورې هر کار سرته رسولي ،چې د قابله ګۍ له دغه دوه کلن کورس سره مرسته وکړي.

ځايي کورنۍ اوس تر بل هر وخت اوس  مینه والې دي چې د کورنۍ ښځینه غړې یې دغه کورسونه ولولي. له دې امله دغه پروژه ډېره بریالۍ وه.

د پکتیکا د عامې روغتیا د ریاست سرپرست، محمد اسلم صابري وویل، هغوی او ځايي ټولنې دا ډاډ تر لاسه کړی چې ټولې استادانې به ښځینه وي. له دې امله کورنۍ غواړي خپلې ښځینه غړې زده کړو ته ورولیږي. په دې توګه د پکتیکا له هرې برخې څخه زده کوونکي را روان دي.  

هغه وویل: «که چېرته د خلکو مینه همداسې پاتې شي، بسپنه ورکوونکي او نورې موسسې به قانع شي چې په پکتیکا کې د روغتیا په نورو څانګو کې ورته پروګرامونه جوړ کړي.» هغه زیاته کړه، په پکتیکا ولایت کې ښځو ته د روغتیا ګټې څرګندې دي.

Frontline Updates
Support local journalists