Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د سولې بهیر په کندهار ولایت کې په ټپه ولاړ دی

پخوانې ملیشې وایي، د ژمنو نه تر سره کول په هیواد کې د جگړو د دوام لامل دی.
By Ahmad Lodin
Taliban fighters peacefully surrender their arms during a meeting with Afghan government officials as part of the government's peace and reintegration process, April 11, 2011 in Kandahar. (Photo: U.S. Army Maj. James D. Crawford/ISAF via Getty Images)

د طالبانو پخواني جنگیالي گوته څنډي چې په سویلي ولایت، کندهار کې د سولې بهیر په ټپه ولاړ دی. په دغه ولایت کې د سولې عالي شورا د تېر کال په اوږدو کې نه ده توانېدلې یوازې یو ه مخالف ته قناعت ورکړي چې خپله وسله پر ځمکه کیږدي .

د سولې عالی شورا د پروگرام موخه، چې د ۲۰۱۰ کال په سپتمبر کې د پخواني ولسمشر، حامد کرزي له خوا جوړه شوه، خبرو اترو ته د منځلارو طالبانو رابلل و چې په پای کې په کابل کې له حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته کيني.  

د روغې جوړې د بهیر پر مخ وړل په تېروکلونو کې تر سختو نیوکو لاندې راغی. اوس د کندهار ولایت پخواني مخالفان وايي، دغه بهیر د حکومت د ناغېړۍ له امله په ټپه ولاړ دی، ځکه ويې نه کړای شول پر خپلو ژمنو ودریږي او هغوی ته کور او کار چمتو کړي.   

نجیب الله، چې د ۱۴کسیزه جنگیاليو قومندان وو ،  وویل: «ما ته د طالبانو فعالیتونه د منلو وړ نه وو، هغه غیر اسلامي او غیر انساني وو. هغوی ولسي خلک وژل، ښوونځي او نور عامه ځایونه يې ورانول. دا کارونه ماته د منلو وړ نه وو.»

نوموړي د کندهار ولایت  شاه والي کوټ او نېش  ولسوالیو کې نهه کاله ددولت سره په مخالفت کې پاتې وو ، دا دواړه ځایونه د کندهار شمال ته په غرنیو سیمو کې پراته دي.

هغه یو کال دمخه د کندهار د سولې د شورا د غړي، سیدجان خاکرېزوال په گډون له یو شمېر قومي مشرانو سره له خبرو اترو وروسته له طالبانو څخه جلا شو.

تر ډېرو خبرو اترو وروسته نجیب الله دې پرېکړې ته ورسېد چې د پاکستان استخباراتي سازمان (آی ایس آی) مخالفان په خپل لاس کې نیولي او د افغانستان د کاواکه ساتلو لپاره پرې د جگړې اور تود ساتی. اودا خبره ټول افغانان په یوه خوله کوي.

نجیب الله وویل، د هغه له تسلیمېدو وروسته چارواکو ونه کړای شول له هغه سره پر خپلو شوو ژمنو ودریږي ، کور او کار ورته چمتو کړي.

هغه وویل: «ما مې خپلو ملگرو ته ویلي وو، که د سولې له بهیر سره زما یوځای کېدلو ښه نتیجه ورکړه، نو هغوی به هم را وغواړم زه اوس هغوی ته قناعت نشم ورکولای.ځکه  حکومت پر خپلو ژمنو نه ودریږي.»

ځینې خلک وايي، که پخوانیو جنگالیو ته په ښه سترگه کتل کیدای، نو کندهار ولایت به اوس له ښه ټیکاو څخه برخمن و.

د طالبانو یو بل پخواني قوماندان، ملا عبدالکریم وویل، څلور کلونه يې د پنجوايي په ولسوالې کې، چې د طالبانو مرکز گڼل کېده، له حکومت سره جنگېدلی.

درې کاله دمخه هغه او د هغه یوې ډلې ملگري په کندهار کې د سولې د عالی شورا څانگې ته لاړل او په نتیجه کې له جگړې څخه د لاس اخیستلو پرېکړې ته ورسېدل.

هغه وویل: «په دې خپه نه یم چې له جگړې مې لاس اخیستی، خو په دې خپه یم چې حکومت ځان درواغجن ثابت کړ.»

د کندهار د سولې د عالي شورا د څانگې مشر، شېر احمد حقیار ومنله، داسې اندېښنې موجودې وې چې یو شمېر تسلیم شوي پخواني طالب جنگیالي به بېرته بغاوت ته لاس واچوي.

هغه ومنله چې د حکومت ژمنې، په ځانگړي ډول د کور او کار د چمتو کولو په اړه، نه دي عملي شوي.

هغه وویل: «د سولې د شورا مرکزي دفتر تل موږ ته ویلي، چې که څوک د سولې له بهیر سره یوځای کیږي، دنده، کور او معاش ورکول کیږي.» هغه زیاته کړه ((په پیل کې له ډېرو خلکو سره په دې اړه مرسته وشوه، خو وروسته د مرکزی دفتر د چارواکو مینه غړنده  شوه او ورکړې ژمنې يې عملي نه کړې.))

د کندهار مرستیال والي، عبدالمنان منیب د دغو اندېښنو په اړه یو ځل بیا د سولې د عالي شورا پر مرکزي دفتر او د خوځښټ د ځواک پر نه موجودیت پړه واچوله.    

هغه وویل: «د سولې د عالی شورا په اړه د مخالفانو باور ډېر ژر لږ شو او په یو کال کې یو طالب هم د سولې له عالي شورا سره یوځای کېدو ته حاضر نشو. موږ سختې هلې ځلې کوو چې د هغوی اعتماد یو وار بیا تر لاسه کړو.»

د کندهار ولایت یوه دیني عالم، نور محمد وویل، د سولې تامین ته د پخوا په څېر بېړنۍ اړتیا موجوده ده.

نوموړي جگړه «ورور وژنه» وبلله او ويې ویل، ټول مسلمانان مکلف دي چې د سولې ملاتړ وکړي.

هغه وویل: «شرعی قوانین د جگړې د بندولو حکم کوي. ټولې ډلې باید پر یوه ټغر کینی او د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې هوارې کړي.»

د سولې عالي شورا د بیاپخلاینې بهیر ته خلک په بېلابېل نظر گوري.

د کندهار د ولایتي شورا غړي، نعمت الله وفا وویل: «دغه سازمان نه دمخه کومه عمده بریا درلوده او نه ترې د راتلونکي لپاره کومه تمه کېدای شي.»

د احمدشاه سپر په نامه یوه محلي فعال وویل: «د کنترول نشتوالی او د سولې د بهیر په وړاندې شک او تردید هغه څه دي چې د سولې د عالي شورا له خوا د ژمنو د نه تر سره کېدو له امله رامنځته شوي دي. د جگړې دوام ته لار پرانیستې ده، او پر حکومت د مخالفانو اعتماد ته زیان رسولی دی.»

As coronavirus sweeps the globe, IWPR’s network of local reporters, activists and analysts are examining the economic, social and political impact of this era-defining pandemic.

VIEW FOCUS PAGE >