Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

د افغانستان کاني زېرمې د عمل غوښتنه کوي

کارپوهان وايي د ناسم مديريت له امله هېواد ارزښتمن عايدات له لاسه ورکوي.
By IWPR Afghanistan
A snow-covered mountain range in Bamyan, central Afghanistan. Rich in natural resources, the province has several iron and coal mines. (Photo: Sgt. Ken Scar/U.S. Armed Forces)

د افغانستان په مرکزي سيمه باميانو کې پر واورو د پوښلوشوو غرونو لړۍ. په طبيعي سرچينو بډای ولايت د اوسپنې او سکرو کانونه لري.

د آی ډبليو پي آر د تېرې مياشتې د مناظرو د برخوالو د وينا له مخې د کابل حکومت د افغانستان د بډايه کاني سرچينو په سم استخراج کې پاتې راغلی.

د غور، دايکندي، تخار او بلخ ولايتونو گډون کوونکو وويل، مهمې عايداتي منابع د ناسمې حکومتوالۍ او د امنيت د نشتوالي له امله له لاسه وځي.

د اقتصادي چارو کارپوه رحمت شاه د بلخ مناظرې ته وويل، د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې ١٥٠٠ کانونه کشف شوي دي.

نوموړي زياته کړه: «که چېرته په دې کانونو کې د استخراج کارونه پيل شي، نو هر کال به د افغانانو لپاره پنځه سوه زره کاري فرصتونه پيدا شي او حکومت ته به په مليارډونو ډالر عايدات ترلاسه شي.»

نوموړي يادونه وکړه، جگړه د سيمه ييزې پراختيا مخه نيسي. نوموړي په جوزجان او سريل ولايتونو کې د گازو د زېرمو پيدا کېدل د يوې بېلگې په توگه ياد کړل. سره له دې څوکاله دمخه افغان حکومت د گاز د چينايي او کاناډايي شرکتونو سره پر يو تړون موافقه کړې، خو د جگړو له امله يې استخراج ځنډېدلی دی.

نوموړي وړانديز وکړ: «موږ بايد وسله والو ته په کانونو کې دندې ورکړو چې په افغانستان کې سوله تامين شي.»

د غور مناظرې ته په وينا کې د هغه ولايت د سوداگرۍ، صنايعو او کانونو له رياست څخه محمد رضا محمدي وويل، «په افغانستان کې د کانونو د سکتور عمومي ارزښت له ٩٠٠ مليارډو ډالرو څخه لوړ اټکل کېدای شي.»

د لعل اوسرجنگل ولسوال، مولوي محمد موسی کليم وويل، کاني شتمني ملي منابع دي. په دې معنا، يوې ملي ستراتتيژۍ ته اړتيا ده چې ټول افغانان ترې گټه واخلي.

هغه زياته کړه: «تر هغه به موږ افغانان پرخپلو پښو ونه دريږو، تر څو مو خپل کانونه استخراج کړي نه وي.»

د مناظرې گډون کوونکي عباس وويل، سره له دې چې په دې ولسوالۍ کې يو څه کانونه شته، خو حکومت نه دی توانيدلی د کانونه کومه يوه څانگه دلته جوړه کړي.

نوموړي له کليم څخه وپوښتل: «د يو ولسوال په توگه تاسو په دې اړه کوم کار سره ته رسولی دي؟»

کليم وويل، موضوع يې د والي غوږونو ته رسولې او په دې اړه په گډه کار کوي چې په ولسوالۍ کې د کانونو يوه حکومتي څانگه پرانيزي.

د تخار ولايت په مرکز تالقانو کې ويناوالو وويل، په سيمه ييزو کانونو کې سياسي بې ثباتي د استخراج کارونه په ټپه درولي دي.  

د پروسږکال د سپتمبر په مياشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په ملي حکومت کې خپل سيال عبدالله عبدالله صدارت ته ورته پر نوې څوکۍ، «اجرايه رياست» وگوماره. 

زياتره لوړې څوکۍ لنډ مهالې دي. په کار کې د ځنډ لامل تر يوه بريده د واک د وېش په اړه د موافقې يو تړون و.

د ولايتي شورا مرستيالې، ماريې تيموري وويل: «د حکومت کمزوري اجرااتو په تخار کې د کانونو د کار مخه ډب کړې.» نوموړې د دې کار لامل روان تاوتريخوالی او پر کليدي څوکيو باندې د اوږدې مودې لپاره د اشخاصو په گومارنه کې د حکومت پاتې والی وباله.

د نوموړي ولايت د کانونو رئيس، فدامحمد تاشي وويل، حکومت په تخار کې څه دپاسه ٥٠ معدنی  سيمې په نښه کړي.

هغه وويل، په تاقچه خانه، قراغسايي او لته بند کې د مالگې او همدارنگه په چال ولسوالۍ کې د سرو زرو او په گازستان ولسوالۍ کې د سکرو د کانونو تړونونه سرته رسېدلي دي. 

تاشي وويل، په نورابه او سامتي کې د سرو زرو په دوو نورو کانونو کې د ٣١ ټنو فلز اټکل هم شوی دی. د نوموړي کانونو استخراج ځنډول شوی او پر نورو پنځو کانونو کار ودرول شوۍ، چې له امله يې ٥٠٠٠ تنو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د دايکندي ولايت د شهرستان ولسوال، محمد ابراهيم اکبري وويل، حکومت د کانونو پر سکتور خپل کنترول له لاسه ورکړی دی.

نوموړي په باميانو کې دحاجيگک د اوسپنې د کان يادونه وکړه، چې هندي  شرکتونو يې د اوسپنې د استخراج قرارداد گټلی وو. نوموړي وويل، پروژه په ټپه درېدلې، چې له امله يې په دې کانونو کې افغانانو مليونونه کاري فرصتونه له لاسه ورکړل.