Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان مېرمنې د کرنې او مالدارۍ فارمونو ته مخه کوي

د کرنې په برخه کې کوچني کسبونه د چلن د بدلون لامل کيږي او تر څنگ يې پيسې لاسته راځي.
By Arzo Mohammadai
افغاني مېرمنې د لبنياتو په فارمونو کې بوختې دي. عکس: جان مور/ Getty Images)

شفتالانو، زردالانو او مڼو د بغلان ولايت د تاجيکانو د کلي د اوسيدونکې، ٣٢ کلنې ناديې ژوند وربدل کړ.

هغې شپږ کاله دمخه د مېوو يو باغ په دې هيله جوړ کړ چې د مېوو د توليد يوه کوچنۍ سوداگره شي.  

نوموړې آی ډبليو پي آر ته وويل: «درې کاله وروسته باغ حاصل ورکړ. اوس مې باغ هر کال د مېوو او همدارنگه د سابو او لرگيو د پلورلو له لارې څه دباندې يو زر ډالره حاصل کوي.»

دا يو اسان کار نه دی. ناديه ډېرې اندېښنې لري؛ د توليد د پلورلو لپاره د بازار نشتوالی، د امنيت نه موجوديت او له تعصب سره لاس او گرېوان کېدل، ځکه هغه يوه مېرمن ده. 

نوموړې وویل «داکار په رښتيا ما پاروي، ځکه کله چې له هټيوالو سره د مېوې د پلورلو په اړه خبرې کوم، هغوی راته وايي: ځه، د کورنۍ يو نارينه دې راولېږه.ځکه ته يوه ښځه يې.»

کرنه، چې د افغانستان د اقتصاد مرکزي پايه ده، په دوديز ډول د نارينه گانو په لاس کې ده. ځينې وختونه ښځې د کار لپاره گومارل کيږي، چې په کرکيله کې کار وکړي يا مالونه وڅروي، خو د گټې په ډگر کې د ويلو لپاره څه نه لري.

يو شمېر هغو پروژو، چې غواړي د کرنې په برخه کې کوچنۍ پروژې پيل کړي، له ښځو سره د مرستې لپاره د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي.

ناديه د هغو خلکو په ډله کې ده چې د ملي پيوستون له پروگرام څخه گټه ترلاسه کړې. دا پروگرام په افغانستان کې له ځايي ټولنو سره د مرستې په موخه جوړ شوی، ترڅو خپلې پراختيايي پروژې پخپله پرمخ يوسي.

دا پروگرام د کلو د پراختيا او بيارغاونې د وزارت په مرسته په ٢٠٠٣ کال کې جوړ شو. د افغانستان په ټولو برخو کې د کلو د پراختيا شوراگانې جوړې شوې او مالي مرسته تر لاسه کوي چې بنسټيزې يا کرنيزې پروژې پلې کړي.

د ملي پيوستون له شوراگانو سره د حکومت د مرستو تر څنگ نړيوال بانک، د آغاخان بنسټ، د متحده ايالتونو پراختيايي پروگرام (يو ايس آی ډي) او د افغانستان د بيارغاونې بنسټ مرسته کوي.

د پلخمري د ښار اوسيدونکې، ٢٨ کلنه ضياجان د ملي پيوستون د پروگرام د مرستې بله لاسته راوړونکې ده.

هغې وويل: «کله چې واده شوم، له يوې سختې راتلونکې سره مخ شوم، ځکه مېړه مې دنده نه درلوده او موږ ډېر بېوزلې وو. وروسته راته چا وويل چې د ملي پيوستون پروگرام ته لاړه شم او له هغوی څخه مرسته وغواړم. ميړه مې د دې کار مخالف و، خو زه د هغه له مخالفت سره سره د هغوی دفتر ته لاړم. هغوی راته د هگۍ اچولو ٣٠ چرگې راکړې.»

د پيل لپاره ورته همدومره بس وو. نوري په دوام وويل: «اوس سل دانې چرگې لرم او د هگيو د پلورلو له لارې د مياشتې دوه سوه ډالره ترلاسه کوم. مېړه مې هم راسره په کار کې مرسته کوي، ژوند مو يو ناڅاپه بدل شو.»

په بغلان کې د ملي پيوستون د پروگرام مشر، نصرت الله شهير وويل: «موږ د تېرو لسو کلونو راهيسې کار کوو چې ښځو ته مالي مرسته چمتو کړو. زموږ بنسټ تر اوسه پورې له څه ناڅه يو زر ښحو سره مرسته کړې ده.»

نوموړي په دوام وويل: «موږ په بېلابېلو سکتورونو کې کار کوو، د بېلگې په توگه، کرنه، مالدارۍ، لاسي صنايع، لاسي کڅوړې او بټوې، خامک دوزې او گنډل. په پيل کې زموږ مرسته محدوده وي، خو هغه ښځې چې د خپلو پروژو پراخولو ته دوام ورکوي، په پرله پسې توگه زموږ مرستې تر لاسه کوي.»

د بغلان په ولايت کې د آغاخان د دفتر د بشري منابعو رئيس، شاه بيگ طالبي زياته کړه: «موږ په بېلابېلو ډگرونو کې کار کوو، ترڅو د ښځو د کار کولو وړتيا لوړه کړو. د بېلگې په توگه، په کلو کې د پراختيا تر څنگ موږ له ښځو سره د زده کړې، کرنې او لاسي صنايعو په برخه کې مرسته کوو.»  

«موږ له ښځو سره مرسته کوو چې پر خپلو پښو ودريږي. همدرانگه موږ په بغلان کې د ښځو لپاره د روغتيا څارنې يو کلينيک جوړ کړی چې هر کال ترې زيات شمېر قابلې او نرسانې فارغيږي.»

يوه پلا چې د ښځو پروگرامونه جوړ او په کار پيل وکړي، د بازار موندنې او ټکس ورکولو په برخه کې ورسره نورې مرستې هم سرته رسيږي.

د بغلان د صنايعو د خونې رئيس، شاه حسين حسيني وويل: «موږ ښځو ته د فرصتونو په پيداکولو کې مرسته کوو چې خپل توليدات په افغانستان او نړيوالو بازارونو کې وپلوري.»

«د آغاخان د دفتر په مرسته موږ په بي بي صبري باغ کې د ښځو توليدات نندارې ته ايښي، ترڅو د کرنې په برخه کې د ښځو کار او زيار خلکو ته وښيو او ستاينه يې وکړو.»

«همدارنگه موږ د نور موسسو په مرسته سمينارونه جوړ کړي چې د ښځو کسب او کار او تشبث ته وده  ورکړو او ښځو ته په بېلابېلو سکتورنو کې سلا مشورې ورکړو.» نوموړي په دوام ووويل، هغه ښځې چې کوچني کسب او کارونه پر مخ وړي، تر هغه پورې محصول نه ورکوي، ترڅو تشبث يې ټاکلي بريد ته نه وي رسېدلی.

د بغلان د ښځو د چارو رئيسه، خديجه يقين له دې سره موافقه ده چې کرنه او مالداري د ځايي مېرمنو د عايداتو د لوړولو مهمې لارې دي.

هغه وویل «موږ زيات شمېر ښځې پېژنو چې د کرنی او مالدارۍ د پروژې له پيل څخه مخکې يې سخت ژوند يې تېر کړی دی. اوس د کرنې په کار کې بوختې دي او ژوند يې بيخي بدل شوی دی. په حقيقت کې هغوی له خپل کار څخه ډېرې خوشاله دي.»

نوموړې په دوام وويل: ((بېلابېلو موسسو دې ښځو ته گټور ورکشاپونه او سيمنارونه جوړ کړي دي.))

هغه سوداگر چې محصولات يې اخلي، وايي، دا محصولات لوړ کيفيت لري او د هغه رښتينولۍ ستاينه کوي چې هغوی يې په خپل کار کې لري.»

د پلخمري اوسيدونکي، گل احمد يکتا، چې د آيس کريم هټۍ لري، وويل: «زه له يوې سوداگرې مېرمنې سره تړون لرم چې د لبنياتو فارم لري. درې کاله کيږي له بي بي صديقي څخه شېدې اخلم. هره ورځ راته ٢٠ – ٣٠ لېتره شيدې راکوي. شيدې يې خالصې دي او هغه د باور وړ ده.»

هغه وويل: «دمخه مې دیو چا سره قرارداد درلود  د هغې دشیدې کيفيت ښه نه و.»

آن هغه خلک چې په پيل کې د ښځو له خوا د فارمونو د پروژو له پيلولو سره مخالف وو، اوس ډېر خوښ دي.

د نسيم گل په نامه يوه کروندگر وويل: «دمخه تر دې چې زما مېرمن د ملي پيوستون په مرسته پروژه پيل کړي، ژوند مو ښه نه وو. سره له دې چې د بغلان ولايت په دوشي کې پنځه هکټاره ځمکه لرم، خو زما ورځنۍ اړتيا يې نشوه پوره کولی.»

«په پيل کې کله چې میرمنې مې راته وويل، د کرنې کار پيلوي، زه يې مخالف وم، ځکه، په دې فکر کې وم چې دا کار به هغې ته ستونزمن وي او خلک به پېغور راکوي. د بېلگې په توگه، هغوی به وايي، زه ډوډۍ نشم چمتو کولای، پر ښځې مې فشار راوستی چې په کرنه کې کار وکړي.»

هغه په دوام وويل، گډ کار زموږ اقتصادي حالت بدل کړ.

گل وويل: «نه يوازې ژوند مو ښه شوی دی، بلکې زېرمه هم لرو. اوس راته پته ولګېده چې زه په ناسمه لار روان وم، ځکه ښځې هم  هغه کارونه کولای شي چې نارينه يې کولای شي.»