Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغان زده کوونکي لا تر اوسه په ښوونځیو کې وهل کیږي

پر بدني سزا لگول شوی بندیز هیڅ نه عملي کیږي.
By Nasratullah Nasrat
An Afghan boy writes on a chalkboard at a rural school in Afghanistan. (Photo: Spencer Platt/Getty Images)

یوه ورځ د ښوونځي زده کوونکی ، ۱۳ کلن فرهاد وپتیله چې د خپل ښوونکي له وهلو ډبولو څخه ځان بېغمه کړي.

مور و پلار یې ورسره ومنله چې د وهلو ډبولو له ډاره ښوونځی پریږدي او ځانته چېرته کار او روزگار پیدا کړي.

دغه تنکي هلک د لغمان په مرکز، مهترلام ښار کې له خپل کور سره نژدې له یوه پښ (آهنگر) سره کار پیل کړ او لومړۍ ورځ يې دوه ډالره تر لاسه کړل.  

فرهاد آی ډبلیو پي آر ته وویل: «ښوونکو به هره ورځ ډېر سخت وهلم، له هغوی دومره ډارېدم چې په اوونۍ کې به دوې یا درې ورځې ښوونځي ته نه تلم.مور او پلار او کورنۍ مې راته وویل، د کومې دندې په لټه کې شه، ترڅو له وهلو ټکولو څخه ځان وژغورې او تر څنگ يې یو څه پیسې هم تر لاسه کړې. اوس مې ښوونځی پرېښی او له پښ سره کار کوم. دا ډېر سخت او دروند کار دی.»

د فرهاد پلار، محمد اصغر نیازي وویل، د ښوونځي دغه ډول زما د زوی راتلونکې نه رڼا کوله.

«د ډېر تاسف خبره ده چې نن او سبا ښوونکي زده کوونکي وهي ډبوي. ما غوښتل زوی مې ښه زده کړه وکړي، خو دا خوب مې پر اوبو لاهو شو.»

د فرهاد پېښه په داسې یوه هېواد کې یوازنۍ پېښه نه ده چې په ښوونځیو کې بدني سزا، چې په نظري لحاظ غیر قانوني ده، یو عادی کار گرځېدلی. په لغمان ولایت کې د ښوونځي زده کوونکو آی ډبلیو پي آر ته وویل، دا کومه غیر عادي خبره نه ده، زده کوونکي به یا ښوونځی پریږدي يا به وهل ډبول تېروي.

(وگورئ: د ماشومانو وهل ټکول)

زیاتره میندې او پلرونه د زده کوونکو وهل ډبول د ښوونځيو د دسپلین یوه برخه بولي، خو دغه حقیقت هم د چا قناعت نشي تر لاسه کولای.

د علیشینگ په ولسوالۍ کې د سید مراد د ښوونځي زده کوونکي، ۱۲ کلن شهیدالله خان وویل، د وهلو له ډاره زیاتره له ښوونځي څخه تښتم.

هغه به هر سهار له کوره د ښوونځي په پلمه وتلو، خو زیاتره به يې په لارو کوڅو کې له انډیوالانو سره لوبې کولې.   

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «یوه ورځ ښوونکي پر سر باندې په لرگي سخت ووهلم، سر مې ټپي شو.»

له دې پېښې وروسته مې له پلار څخه وغوښتل چې خصوصي ښوونځي ته مې تبدیل کړي، ځکه هلته ښوونکي هلکان نه وهي. له دې امله چې مې د کورنۍ وس نه رسېده، نو بېرته مې په زاړه ښوونځي کې زده کړې ته دوام ورکړ.»

د شهیدالله پلار، اطلس وویل، هغه د خپل زوی له نظر سره موافق نه دی.

نوموړي ۴۶ کلن پلار وویل، ښوونکي مجبوریږي چې هلکانو ته بدني سزا ورکړي. هغه ادعا وکړه چې: «ادب له وهلو پرته نه تر لاسه کيږي.» [چېرته ډب، هلته ادب]

هغه وویل: «کوچنیان تر هغه د خپلو مشرانو درناوی نه کوي، تر هغه چې ونه ډارول شي او سزا ونه گوري.»

ځینې زده کوونکي نېکمرغه دي چې کورنۍ يې کولای شي، هغوی خصوصي ښوونځيو ته واستوي. هلته دغه ستونزه د حل لاره لري.

د مهترلام بابا په مرکز کې د صاحب خصوصي ښوونځي زده کوونکي، ۱۷ کلن معاذالله وویل: «یوه ورځ یو ښوونکی زموږ ټولگي ته راغی او پر لښته يې ووهلم، ځکه وېښتان مې لوی شوي و، اوس په یوه خصوصی ښوونځي کې لوست لولم. دلته خوښ او ارام  یم. دلته له زده کړو خوند اخلم او د ډېرو تکړه زده کوونکو په ډله کې یم.»

د سید اسلم میثاق په نامه یوه ارواپوه آی ډبلیو پی آر ته وویل، اوس ټول د مسلک والا خلک پر دې پوهېدلي چې بدني سزا د کمزوری دسپلین د سمون یو زوړ او نا اغيزمن میتود و.

هغه په ټینگار وویل، له کوچنیانو سره ناوړه چلن د هغوی اعتماد ته زیان رسوي او کله چې لوی شي له ډول ډول ستونزو سر مخ کیږي.  

هغه وویل: «د کوچنیانو په مخ کې سم چار چلند او هغوی ته درناوی کول د هغوی ودې ته ډېر ارزښت لري. د هغوی شخصیت ته درناوی هغوی پر ځان ویسا کوي.»

د جمال احمد په نامه یوه دیني عالم  آی ډبليو پي آر ته وویل، د اسلامي لارښوونو له مخې د کوچنیانو وهل ناسم کار دی.

نوموړي پر پر ښوونکو تاکید وکړ چې له خپلو زده کوونکو سره مینه او شفقت وکړي او پر دې وپوهیږي چې ټول کوچنیان محتاطانه روزنې ته اړتیا لري.

هغه وویل، خپل اولادونه په هغه لاره وروزو، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپل دوه لمسیان، حسن او حسین، روزل،هغه وویل «کله ناکله به حسن او حسین له هغه  د لمانځه په وخت کې دمبارک پر اوږو په سپریدل ناست کله چې به حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لمانځه فارغ شو، نو خپل لمسیان به یې غیږ کې نیول او ښکلول.»

چارواکی ټینگار کوي چې د دسپلین د ودې لارې او میتودونه بدل شوي دي.

د لغمان د پوهنې د ریاست ویاند، محمد کریم رحیمي وویل، ټول دا مني چې بدني سزا د کوچني ودې ته زیانمنه او د زغم وړ نه ده.

هغه وویل: «د ښوونکو له خوا د وهلو ډبولو موضع تر ډېره بریده نوره موجوده نه ده ،موږ د دې ستونزې د هوارۍ لپاره کوټلي گامونه پورته کړي¸د ښوونځیو له مدیرانو سره مو غونډې کړي او په ټینگار مو ورته ویلي چې بدني سزا منع ده همدا راز مو یو شمېر لیکونه هم استولی او څرگنده کړې مو ده، چې دغه راز وهل نور د زغم وړ نه دي.»

په مهتر لام کې د ډاکټرعبد الله د لیسې سرښوونکي، شاه محمد سرحدي وویل، د هغه د ښوونځي ښوونکي زیار کاږي چې په عصري زده کړه کې بدنې سزا ته ځای ور نه کړي. هغه وویل، په یو شمېر ښوونځیو کې ځینې بدني سزاگانې موجودې دي، خو ټینگار يې وکړ چې هغه اندک او د گوتو په شمېر دي.  

هغه وویل: «که داسې پېښ شي چې کوم ښوونکی خپل زده کوونکي ته بدنی سزا ورکړي، موږ هغه ښوونکي ته لارښوونه کوو چې له زده کوونکو څخه بښنه وغواړي اولیکلی سند ورکړي چې په راتلونکې کې به بیا زده کوونکو ته بدني سزا نه ورکوي.»

په مهتر لام کې د گل پاچا الفت د ښوونځي ښوونکي، عبدالحلیم ومنله چې دمخه يې خپل زده کوونکي کله ناکله وهل. خو ويې ویل، چې د ترحم او زړه سوي میتود تر ټولو ښه نتیجه ورکوي.

هغه وویل: «په تېرو دريو کلونو کې ما خپل سلوک بدل کړ او له خپلو زده کوونکو سره ډېر ښه سلوک کوم. د دغه میتود له لارې مې ولیدل چې هغوی له زده کړو سره ډېره مینه ښيي، که له وهلو ډبولو ځان وساتم، ډېر درناوی مې کوي. اوس په خپل تېر سلوک ډېر پښېمانه یم.»