دماشومانو وهل ټګول

کوچنيان هم په کور او هم په ښوونځي کې وهل ډبول کيږي.

دماشومانو وهل ټګول

کوچنيان هم په کور او هم په ښوونځي کې وهل ډبول کيږي.

Afghan boys study Koran in a religious school. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Afghan boys study Koran in a religious school. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)

اووه کلن ابرارد جومات د دېوال ترڅنگ ولاړ دی، ډاريږي او زړه يې نه کيږي چې جومات ته ورننوزي.

ابرار وويل: «د جومات خطيب ظالم سړی دی، ماشومان ډېر سخت وهي او ډبوي. يوه ورځ يې زه پر ملا باندې ووهلم، بيا مې پلار روغتون ته د درملنې لپاره يوړم. لا تر اوسه مې ملا خوږيږي. اوس ډاريږم چې بيا مې ونه وهي.»

ابرار وويل، له پلار نه مې وغوښتل چې نور مې دغه جومات ته ونه ليږي، خو هغه مې خبره ونه منله.  

نوموړي په دوام وويل: «شپې په خوب کې ډاريږم چې ملا راځي او پر لښتې مې وهي. جټکه خورم او له خوبه پاڅېږم.»

د ابرار پلار، اسدالله وويل، هغه د بدني سزا پلوي دی.

نوموړي ٤٠ کلن پلار وويل: «کله ناکله ښه ده چې ماشومان ووهل شي، ترڅو ادب زده او کړه وړه يې سم شي. که ماشومان ونه ډارول شي او سزا ونه گوري د خپلو مشرانو خبره نه مني.»

«موږ له خپلو مشرانو زده کړي چې که ماشومان ونه وهل شي، نو د ادب او ښو اخلاقو خاوندان به نشي.»

دغه راز نظر په افغاني ټولنه کې ډېر عام دی چې بدني سزا پکې د ادب ورکولو بنسټيز ميتود بلل کيږي.

کوچنيان بايد د لويانو په وړاندې چوپ او ارام واوسي. سره له دې چې بدني سزا يو ناقانونه عمل دی، خو هغوی هم په کور او هم په ښوونځي کې وهل کيږي.

څوارلس کلن فرهاد آی ډبليو پي آر ته وويل، د هرې ورځې وهلو او ډبولو له امله يې ځان په ننگرهار ولايت کې له دولتي ښوونځي څخه يوه خصوصي ښوونځي ته بدل کړی دی.

هغه وويل، د بدني سزا له ډاره هره ورځ له ښوونځي څخه تښتيدم.

هغه وويل: «کله چې په حکومتي ښوونځي کې وم، له کوره به وتلم، خو ښوونځي ته به نه تلم او چېرته به مې لوبې کولې. يوه ورځ مې له دې کار څخه پلار خبر شو. ما ورته په ښوونحي کې د وهلو ډبولو په اړه ټوله کيسه وکړه. وروسته يې يوه خصوصي ښوونځي ته تبديل کړم.»

فرهاد وويل، اوس مې لوستونه ډېره ښه روان دي.

هغه وويل: «وهل ډبول او ناسم چلن له لوستونو سره د ماشومانو مينه کموي. دلته په خصوصي ښوونځي کې ډېر خوشال يم او له لوستونو مې ډېر خوند اخلم.»

د ننگرهار ولايت د پوهنې د رياست وياند، محمد آصف شينواري وويل، هغه شمېر ښوونکي به عدلي تعقيب ته راکاږي چې زده کوونکي وهي.

شينواري وويل: «که کوم ښوونکی زده کوونکی وډبوي يا ناسم چلن ورسره وکړي، په وړاندې به يې قانوني اقدام وشي.»

کارپوهان گوته څنډي چې بدني سزا ښه اغېز نه لري او زړه توروي. د بدني سزا له امله نه يوازې زده کوونکي لوست نشي زده کولای، بلکې د ادب او روزنې پر ځای پکې ټولنيز ضد چلن وده کوي او په راوروسته ژوند يې ناوړه اغېز کوي.

د ماشومانو ارواپوه، کريم الله وويل: «د ماشومانو ماغزه ډېر حساس دي، له دې امله بايد په سم او رغنده ډول چلن ورسره وشي... له هغوی سره بايد مينه وشي او پام پرې وشي، که ووهل شي او ناوړه چلن ورسره وشي، نو په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کيږي.»

نوموړي دوام ورکړ، له هغوی سره د عمر په دغه حساس پړاو کې چار چلن د هغوی پر راوروسته ژوندانه باندې تلپاتې اغېز کوي.

«ماشومان بايد د ژوند له هماغه لومړيو شېبو څخه په مينه او زړه سوي لوی شي. هغوی ته د خبرو موقع ورکړل شي. موږ بايد هغوی ته غوږ کېدو اود نظر او فکر درناوی يې وکړو پام ورباندې وکړو او ارزښت ورکړو.»

«که يو کوچنی په ماشومتوب کې ووهل شي او له پامه وغورځول شي، نو په راتلونکې کې به سرغړوونکی  او د ټولنې د اوږو پېتی به شي.»

ځينې ديني عالمان وايي، د ماشومانو وهل ډبول، که دننه په کور کې وي يا په ښوونځي کې، د اسلامي لارښوونو مخالف عمل دی.

ځايي ديني عالم، مولوي نويد احمد آی ډبليو پي آر ته وويل، د حضرت محد صلی الله عليه وسلم اصحابو له خپلو شاگردانو سره تل په مينه او شفقت چلن کاوه.

نوموړي وويل، د نن ورځې امامان، ديني عالمان او ښوونکي بايد د هغوی لاره تعقيب کړي.

د رحمتيه مدرسې مدرس، سميع الله وويل، بدني سزا د هرې ورځې خبره ده.

له دې امله زياتره زده کوونکي د وهلو له ډاره له ښوونځي څخه تښتي.

هغه وويل: «ما به زده کوونکي وهل، ځکه باور مې درلود چې زده کوونکي د وهلو له لارې لوست زده کوي، خو څه موده وړاندې ما وهل بس کړل او د روزنې لاره مې بدله کړه. اوس له هغوی سره ښه چلن کوم.زده کوونکي له لوستونو سره رښتيانۍ مينه ښيي او سمه زده کړه کوي.»

نور ښوونکي هم وايي، له زده کوونکو سره مهرباني او شفقت کوي او له دې لارې څخه ښه پايله لاسته راوړي.

دا د يوه خصوصي ښوونځي ښوونکي، هجرت تجربه ده.

هغه وويل: «يوه ورځ په ښوونځي کې په غوسه شوم او د فهيم په نامه خپل يو زده کوونکی مې پر لښتې وواهه. بله ورځ مې هغه په کلي کې مخې ته راغی، هغه وډار شو او وتښتيد. ما د گناه احساس وکړ. له هغه ورځې وروسته مې هيڅوک ونه واهه.»

Frontline Updates
Support local journalists