Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

افغانستان: د معلوليت د حقونو لپاره مبارزه

معلولان وايي له ټولنيز تعصب او حکومتي بې پروايۍ سره مخ دي.
By Farid Tanha
Afghan war amputees and children practice walking at the ICRC orthopaedic centre in Kabul. (Photo: John Moore/Getty Images)

وچ کلک او دنگ، ٢٥ کلن فضل الدين د پروان ولايت د مرکز په دولانه کې اوسيږي، د معلوليت له معاش پرته نور څه نه لري چې خپلې کورنۍ ته پرې اعاشه او اباته چمتو کړي.

هغه خپله ښی سترگه له لاسه ورکړې او د دوه کلنۍ په عمر پر کورنۍ يې د طالبانو د مهال د بمبارۍ له امله زيات ټپونه ور رسيدلي. مور يې، چې اوس له هغه سره اوسيږي، په همدغه بريدونو کې ښی لاس له لاسه ورکړی.

فضل الدين خپلې ترور، ٥٥ کلنې ثريا ته هم خواړه چمتو کوي. هغه په ١٩٨٠ کلونو کې د يوه لاسي بم د بريد پر مهال شله شوټه شوې ده.   

هغه آی ډبليوپي آر ته وويل: «موږ په يوه داسې کور کې اوسيږو چې ټول ژمی يخ و. د ورځې يوه وخت مو ډوډۍ خوړه.» نوموړې وويل، د خپلې مېرمنې په گډون ټوله کورنۍ يې په نهه سوه ډالرو گوزاره کوي چې په کال کې يو ځل د معيوبيت پر وړاندې ورته ورکول کيږي.

«موږ د مياشتې ٥٠ ډالره د کور کرايه ورکوو. لا تر اوسه راباندې د واده پور پاتې دی. ته ووايه، څه وکړم؟»

فضل الدين له بېوزلتوب سره سره ليسه پای ته ورسوله او په انگليسي او کمپوټر پوهيږي. هغه وويل، د معيوبيت له امله ځانته کار نشي پيدا کولای.   

هغه وويل: «هرچېرته لاړم. کله چې يې وکتلم په يوې سترگه ړوند يم، نه يوازې کار يې رانه کړ، بلکې ملنډې يې راباندې ووهلې. په پای کې مې د ښوونځي ټول بريليکونه وشکول. که غواړې په دې هېواد کې خپل حقونه لاسته راوړې، بايد پياوړې اړيکې يا پيسې ولرې.»

د هغې ترور، ثريا وويل، په کلونو، کلونو د يوې شلې او شوټې مېرمن په توگه زما ژوند ما ته ښودلې چې له حکومت څخه د مرستو تمه بې معنا ده.

هغې وويل: «ما له حکومت څخه له مياشتني معاش پرته بل څه نه دي تر لاسه کړی، چې هغه هم د  معيوبيت له مهاله په ډېرو ستونزو اخلم.» نوموړې زياته کړه، آن بانک يا نورو دولتي ادارو ته ورتگ معيوبانو ته د نه لاسرسۍ له امله ډېر ستونزمن او ناشونی دی. «هغوی له ما سره د اوسيدو لپاره د يوې نمرې ځمکې ژمنه وکړه، خو تر اوسه مې نه ده اخيستې. هغوی نورې ډېرې ژمنې راسره وکړې، خو يوه يې هم رښتينې نشوه.»

د پروان ولايت معلولان وايي، سره له دې چې قوانينو د هغوی حقونه تضمين کړي، خو حکومت د هغو په چمتو کولو کې پاتې راغلی دی. ځايي چارواکي په خپل وار وايي، هغوی په خپل لاس کې پر موجودو  سرچينو تر خپل وس پورې هلې ځلې کوي.

افغانستان د معلولانو د حقونو په اړه څو نړېوالې لوظنامې منلې دي. د معلوليت لرونکو اشخاصو د حقونو او امتيازاتو په اړه افغان حکومت ته د خپلو قوانينو له مخې په کار دي چې درې سلنه دولتي څوکۍ معلولو اشخاصو ته ځانگړې کړي.   

د پروان ولايت د کار، ټولنيزو چارو او معلولانو رئيس، وکيل احمد سهيل وويل چې دا قانون لا تر اوسه نافذ شوی نه دی.

سهيل وويل، د هغوی په اداره کې د ٣٠٠ تنوښځینه وو په گډون ٥١٤٠ تنو معلولانو خپل نومونه ثبت کړي دي. دوی ټولو ته حکومتي معاشونه ورکول کيږي.

هغه وويل، په سيمه ييزو ادارو کې يوازې يوه معيوبه کارکوونکې پېژني چې د هغوی په رياست کې کار کوي.

سهيل ومنله حکومت يو لړ نور مکلفيتونه هم پرغاړې اخيستې، لکه: معيوبانو ته د ښوونې او روزنې او ارزان بيه کورونو چمتو کول، خو په دې ډگر کې لږ کار سرته رسيدلی دی.    

يو شمېر نورو سيمه ييزو چارواکو وويل، د هغوی ادارې تر خپل وس زيار کاږي چې له معيوبانو او د هغوی له کورنيو سره مرسته وکړي.

د پروان ولايت د کډوالو رئيس، آقا شېرين خليل وويل، رياست يې د بگرام ولسوالۍ په بينې ارسک او باريکاب سيمو کې د استوگنې د پنځه بلاکونو لپاره کډوالو ته ځمکه ځانگړې کړې، چې هر بلاک يې د استوگنې  ١٢٠٠ نمرې لري.

هغه په دوام وويل، د دغه شمېر په ډله کې ٦٥٠ نمرې معلولو افرادو ته ځانگړې شوې او په وړيا توگه به ورباندې وويشل شي.

خليل وويل: «موږ پلان لرو چې په راتلونکې کې هم معلولو اشخاصو ته د استوگنې سيمې په پام کې ونيسو، خو شمېره يې لا تر اوسه معلومه نه ده.»

د پروان ولايت د پوهنې د رياست مرستيال، نظام الدين رحيمي وويل، ٦٦٤ نمرې ځمکه يې د پروان په مرکز، د هوفيان شريف په سيمه کې ښوونکو ته بېله کړې، چې ٢٠ نمرې پکې معيوبو ښوونکو ته ځانگړې شوې.

هغه وويل: «معيوبانو د ځمکو نمرې وړيا ترلاسه کړې.»

د حج او اوقافو رئيس، معراج الدين مجيد وويل، تېر کال د حج او اوقافووزارت ٥٢٣ تنه د حج  مراسمو ته استولي.

په سهميه کې پنځه تنه معيوب اشخاص هم شامل وو، خو يادونه يې وکړه چې حج کوونکي بايد د حج لگښت پخپله پرې کړي.

د بدلون غوښتنه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون استازي، احمد ضيا لنگري آی ډبليو پي آر ته وويل: «موږ تل د دغه موضوع په اړه مبارزه کړې. همدا راز موږ حکومت ته په خپلو کلني رپوټونو کې د معلولو اشخاصو پر ستونزو رڼا اچوو.»

«حکومت ته پکار دي چې زموږ رپوټونه ولولي. پارلمان هم بايد زموږ رپوټونه وگوري او په خپل وار پر حکومت زور راوړي. موږ په هره ناسته، غونډه او ستراتيژيک او د قانون جوړولو په ډگر کې د معلولو اشخاصو ستونزې بيانوو او خپلې مبارزې ته دوام ورکوو.»

د پروان ولايت د ولايتي شورا منشي، شمس الحق شيخاني ومنله چې د معلوليت د حقونو په اړه د چارواکو او فعالانو ترمنځ څو څو ځلې غونډې شوي دي. هغه وويل، حکومت د کافي بودجې د نشتوالي له امله دغه ستونزې نشي هوارولای.

شيخاني وويل: «معلوليت لرونکي اشخاص ډېرې تمې لري. حکومت تر خپل وس پورې د هغوی اړتياوې پوره کوي. موږ له حکومتي چارواکو سره څو څو ځلې غونډې کړي او د هغوی اندېښنې مو ورته رسولي دي. چارواکو ژمنه کړې چې موضوع به هواره کړي.»

هغه زياته کړه، کله چې خصوصي يا دولتي ادارې مرستې چمتو کوي، معلوليت لرونکو خلکو ته لومړيتوب ورکول کيږي.

فعالان دا خبره کافي نه بولي.

د پروان ولايت د معلوليت لرونکو اشخاصو د ټولنيزې شورا رئيس، عبدالحکيم همدرد په ١٩٩١ کال کې خپلې دواړه پښې د ماين د چاودنې له امله له لاسه ورکړې. هغه وويل، ستونزه په دې کې ده چې د معلوليت په اړه د کورنيو او نړيوالو قوانينو احکام نه پلي کيږي.  

د معلوليت په اړه افغاني قوانين وزارتونو، حکومتي ادارو، د لېږد رالېږد وسايطو او ټولو نوو عامه ودانيو ته دنده ورکوي چې په خپل ډيزاين کې د معلولينو اسانتياوې په پام کې ونيسي. دا کار ډېر لږ تر سره شوی.   

همدرد وويل، هغه د خپلې دفاع لپاره دې ته اړ دی چې هره ورځ وکړای شي سيمه ييزو ادارو ته ورشي. دا پخپله يوه لويه مبارزه ده، ځکه د معلولو اشخاصو لپاره کومې اسانتياوې موجودې نه دي.

هغه وويل: «کله ناکله را سره خلک مرسته کوي. هغوی مو لاسونه نيسي يا وړي مو. د معلولو اشخاصو ستره ستونزه دا ده چې څنگه په زينو وخيژي او کښته شي.»

د دغو بنسټيزو اسانتياو د نشتوالي له امله لږ شمېر معيوبان کولای شي خنډونه له خپلې مخې لرې او په بريالي توگه خپلې دندې پر مخ يوسي.

د پروان ولايت د سيد خېلو د ولسوالۍ د چنکي عليا د کلي اوسيدونکې ٣٤ کلنه مشتري دانش په وړکتوب کې گوزنډ وهلې او فلجه شوې ده.

سره له دې هغه د تېرو نهو کلونو راهيسې د ښوونکې دنده لري، خو وايي چې په ډېره سخته يې دا دنده موندلې ده.

هغې وويل، له فراغت وروسته: «يوې ادارې ته لاړم او د ښوونکې د دندې لپاره مې غوښتنليک وړاندې کړ. هغوی راته وويل، ځه بچو، په خپله راغلې لاره دې بېرته وگرځه. آن روغو کسانو ته دنده نه پيداکيږي، ته خو لا معيوبه يې. زه ډېره نهيلې شوم.»

هغه له خپله هوډه وانه اوښته او نه يوازې د خپلې خوښې دنده يې وموندله، بلکې يو کرولا موټر لري او پخپله يې چلوي. دغه موټر ورته د سرې مياشتې له خوا ورکړل شوی چې په لاسي اکسيليټر او بريکونو سمبال دی. پروسږکال يې د پروان ولايت د البيروني پوهنتون په شپې پوهنځي کې د اسلامياتو په څانگه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې.