په سړکونو او لارو کوڅو کې کارکوونکي ماشومان د [جنسي]تيري له زيان سره مخامخ دي
د [هېواد] په شمالي ښار کې په سلګونه ماشومان له ښوونځي څخه بهر پاتې دي.
په سړکونو او لارو کوڅو کې کارکوونکي ماشومان د [جنسي]تيري له زيان سره مخامخ دي
د [هېواد] په شمالي ښار کې په سلګونه ماشومان له ښوونځي څخه بهر پاتې دي.
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، باقر عادلي ليکنه
د افغانستان په شمالي ښا ر، مزارشريف کې د اوړي په سوځوونکي ګرمۍ کې زياتره خلک د سيوري د پيداکولو په لټه کې وي، خو د يوولس کلن محمد رفيق پر غاړه د بوټانو د رنګولو ټوکرۍ ځوړنده او پر سړک روان دی.
په داسې حال کې چې له مخ يې خولې بهيږي، [محمدرفيق] پر لارويانو غږ کوي: «کاکا، بوټان دې رنګ کړم؟»
سره له دې چې زياتره د «نه» ځواب اوري، خو هغه نهيلی کيږي نه او ګرځي، نارې وهي: «بوټان او څپلۍ مو رنګ کړئ!»
محمدرفيق پخواپه ښوونځي کې و، خو پنځه مياشتې دمخه يې کورنۍ په فارياب ولايت کې د وچکالۍ او بې روزګارۍ له امله مزارشريف ته وکوچېده. هغه له ښوونځي سره ډېره مينه لري، خو ډاډه نه دی چې سرته به يې ورسولای شي.
هغه وويل: «پلار مې زوړ او ناروغه دی. زه او ورور مې هره ورځ د خلکو بوټان رنګوو. دومره پيسې ګټو چې وچه ډوډۍ پرې واخلو.»
په لارو کوڅو کې د کار پر مهال د هغه د ژوند تر ټولو ناوړه خبره جنسي اړيکو ته د يو شمېر خلکو له خوا د هغوی هڅول دي.
هغه وويل: «بل هيڅ شی مو دوره نه ځوروي، لکه دا وحشي خلک چې، د بدو کارونو د سرته رسولو غوښتنه راڅخه کوي.»
محمدرفيق د خپل يو انډيوال کيسه وکړه چې يو سړي ورته د خوراک څه ورکړل او وروسته يې وتښتاوه.
محمد رفيق وويل: «هغوی نوموړی هلک کوم ځای ته يوړ او وروسته يې ورسره له شرم څخه ډک کار وکړ. له څو ورځو وروسته يې د ښار په يوه کونج کې بېخوده پرېښود. د هغه حالت ښه نه دی او بايد روغتون ته يوړل شي.»
د مزارشريف د ښار په لارو کوڅو کې په سلګونه ماشومان کار کوي؛ څوک [د خوړو] پاتې شونې ټولوي، څوک پنډيتوب کوي [د خلکو مالونه چلوي]، څوک شيان خرڅوي او څوک درويزه ګري کوي.
ماهرين وايي هغوی زياتره د جنسي ګټې اخيستنې له خطر سره مخامخ دي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون د جنسي تيريو د پېښو د زياتوالي له امله په پرله پسې ډول خپله اندېښنه په ډاګه کړې ده.
د افغانستان په شمال کې د نوموړي کميسون د ماشومانو د حقونو د څانګې مشر، سلامت عظيمي وويل: «ماشومان د ټولنې تر ټولو زيان منونکي پوړکی جوړوي. داسې کوم تضمين نشته چې پر ماشومانو دې [جنسي] تيری ونشي.»
جنسي تيری په افغانستان کې يوه ناروا موضوع ګڼل کيږي. د قرباني شوي شخص کورنۍ زياتره د شرم يا غچ اخيستلو له ډاره ځانونه غلي نيسي.
په دې وروستيو وختونو کې ځايي رسنيو رپوټ ورکړی چې په شمال کې د تجاوز لس پېښې رامنځته شوي دي. هغوی اړوندو کورنيو ته تللي، ترڅو د قربانيانو په استازيتوب له هغوی سره خبرې وکړي.
د بلخ د سوکالۍ [رفاه] د ولايتي رياست د ماشومانو د حمايت د څانګې مشرې، ماريا ساعي وويل، بې قانوني، بېوزلي او بې روزګاري ماشومان کار کولو ته اړباسي.
هغې وويل: «ماشومان زياتره له لمر ختو څخه تر لمر لوېدو پورې کار کوي. د کار نړيوالې مؤسسې د ماشومانو پر دې حالت بنديز لګولی دی.» نوموړې زياته کړه، د افغانستان د کار قانون په دې اړه څرګند نه دی، چې ماشومان د څو ساعتونو او کومو کارونو د کولو اجازه لري.
د هغه سروې له مخې چې د نوموړې موسسې له خوا د شاوخوا ۷۸۰ تنو ماشومانو په ګډون په ۲۰۰۸ کال کې ترسره شوې، موندل شوې چې ډېری ماشومان کار کولو ته د اړتيا او يا د اقتصادي لاملونو له مخې له ښوونځي څخه پاتې شوي دي.
ساعي وويل، هغه مهال چې پر يو ماشوم د جنسي تيري موضوع برسېره شوې، د هغې مؤسسې د پوليسو په مرسته مجرم تعقيب کړی. کله ناکله په پېښې کې داسې اشخاص ښکېل وي، چې محاسبه ورسره نشي کېدای.
هغې وويل: «زياتره [په موضوع کې] زورور اشخاص ښکېل وي. موږ نشو کولای هغوی ونيسو. کله چې موږ ته څرګنده شي د پېښې تل ته نشو رسېدای، نو اړ کيږو له پلټنې او تحقيق څخه لاس واخلو.»
ساعي وويل، کله چې مو دداسې پېښو په پلتنه او تحقيق لاس پورې کړی، نو رياست ته مو د يو شمېر زورور افرادو له خوا ګواښونه رسيدلي دي.
د ماشومانو د حمايت مبارز، محمد نظير عالمي، چې د بلخ ولايت د ځوانانو د معلوماتو د مرکز مشري کوي، په سرغړونه او تيري کې د يو شمېر زورورو اشخاصو او چارواکو د کله ناکله ښکېلتيا پخلی کړی دی.
هغه وويل، داسې يو فلم ورسره موجود دی چې له خپرېدو سره يې رسنۍ موافقې نه دي، ځکه په هغې کې زورور افراد ښودل شوي دي.
هغه د «بچه بازۍ» يا د هلکانو د نڅولو د دود يادونه وکړه، چې د زورورو خلکو له خوا ساتل او په خصوصي غونډو کې نڅول کيږي.
هغه وويل: «هغوی نه يوازې نڅا ته هڅول کيږي، بلکې جنسي تيری هم پرې کيږي.»
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند، شېرجان دراني وويل، جنسي تيری او د ماشومانو تښتول د بلخ په ولايت کې بيخی نشته.
هغه وويل: «کېدای شي داسې پيښې په نورو شمالي ولايتونو کې موجودې وي، خو [د] بلخ [په ولايت] کې نشته.» نوموړي ټينګار وکړ چې پوليسو د ماشومانو د حمايت په اړه خپله دنده په سم ډول سرته رسولې.
په داسې حال کې چې د ماشومانو د حمايت قانون د کاغذ پر مخ شته، خو څارونکي وايي دا قانون په مناسب ډول نه پلی کيږي. عالمي وويل، په څو پېښو کې يې پوليس لېدلي چې د ماشومانو د حمايت پر ځای يې هغوی وهلي ډبولي او ځورولي دي.
محمدرفيق به خپل ژوند ته د خپلو تجربو او د مور له لارښوونې سره سم دوام ورکوي.
هغه وويل: «هره ورځ مې راته مور وايي چې د ماښام له تيارې څخه دمخه کور ته راشې؛ په ګوښه ځايونو کې د چا بوټونه رنګ نه کړې؛ نه د چا [له خپل حق څخه] زياتې پيسې ومنې او نه د چا له خوا خوراکي توکي واخلې.»