هلمند کې د امنيت د لېږد په اړه غبرګ احساسات

افغانان د امنيت د کنترول په تر لاسه کولو کې د خپل راتلونکي ټيکاو په اړه له ډاره سره سره خوښي څرګندوي.

هلمند کې د امنيت د لېږد په اړه غبرګ احساسات

افغانان د امنيت د کنترول په تر لاسه کولو کې د خپل راتلونکي ټيکاو په اړه له ډاره سره سره خوښي څرګندوي.

Brigadier Ed Davis, the commander of Task Helmand Force, shakes hands with provincial police chief General Hakim Angar as the NATO-led force formally hands over control to Afghan security forces, July 20. (Photo: Isafmedia/Hamish Burke)
Brigadier Ed Davis, the commander of Task Helmand Force, shakes hands with provincial police chief General Hakim Angar as the NATO-led force formally hands over control to Afghan security forces, July 20. (Photo: Isafmedia/Hamish Burke)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ګل احمد احسان ليکنه

هغه مهال چې برتانوي ځواکونو د هلمند په ولايت کې امنيتي کنترول افغان اردو ته وسپاره، د سويلي ناکرار ولايت اوسيدونکو له خوښۍ او انديښنو څخه په ډکو احساساتو ددې تاريخي خوځښت هرکلی وکړ. 

افغان درې رنګه ملي بيرغ  د جولای په ۲۰ د امنيت د لېږد د مراسمو د پرځای کولو پر مهال د ولايتي مرکز، لښکرګاه  د هټيو او ودانيو دپاسه رپيده.

افغان ځواکونه په خپل ټول زور او قوت راوتلي و، چې د ليږد د مراسمو امنيت ونيسي. د امنيت د ټينګولو موضوع  ځکه ځانګړی اهميت درلود، چې هلمند، د نړۍ د هيروينو د توليد تر ټولو ستر مرکز، له اوږدې مودې راهيسې د طالب ياغيانو او د ناتو تر مشرۍ لاندې امريکايي او برتانوي پوځونو تر منځ د درندو جګړو ډګر دی.

د هلمند والي، محمد ګلاب منګل يادونه وکړه، افغان  ملي اردو په داسې وخت کې امنيت په خپلو لاسونو کې اخلي چې لا د ولايت دوه ولسوالۍ، په سويل لويديځ کې ديشو او په شمال کې باغران تر اوسه د طالبانو په لاس کې دي.

منګل پر افغان او بهرنيو سرتيرو غږ وکړ چې د ياغيانو د راتګ د شنډولو په موخه له پاکستان سره ګډه پوله ټينګه کړي. نوموړي زياته کړه: «که د هغوی د راتګ مخه ونه نيول شي، نو په هلمند کې به د سولې د تامين کار ستونزمن شي.»  

د  مراسمو په لړ کې د امنيت د لېږد مسؤول، اشرف غني احمدزي وويل، ملي اردوو او ملي پوليس ښه سنبال او روزل شوي، ترڅو وضعه ترخپل ګورت لاندې وساتي.

هغه وويل: «زموږ حکومت پخپلو پښو ودريږي. زموږ پوليس تر پخوا زيات مسلکي شوی دي. په راتلونکو درېو کلونو کې به په هلمند کې په امنيتي چارو ۷۶۵  مليونه ډالر ولګول شي.»

د ولايت د امنيې قوماندان محمد حکيم انګار خلکو ته ډاډ ورکړ چې په لښکرګاه او د ولايت په نورو برخو کې به د امنيت د ټينګولو په اړه له هيڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونشي.

هغه وويل: «افغانانو ثابته کړه، چې آن په خالي لاسونو، د خپل هېواد ساتنه کولای شي. زموږ پوليس سنبال شوي. څه شي ته چې اړتيا لرو هغه درنې وسلې او مهمات دي.» 

کله چې افغان ملي سرود وغږول شو بيرغ په رسمي ډول له ناتو څخه افغان ځواکونو ته ورکړ شو او نړيوال پوځونه له ښاره ووتل. د زيات شمېر نندارچيانو په سترګو کې له ډېرې خوښۍ اوښکې راغلې.     

شپېته کلن کمال خان د پګړۍ د شملې په پيڅکي خپلې اوښکې پاکې کړې او ويې ويل: «دا زما د ژوند ارمان و چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. موږ ازادی ترلاسه کړه. که خدای جل جلاله کول دا د هغې پيل دی. هيله ده تر هغه ژوندی اوسم چې د افغانستان خپلواکی په خپلو سترګو وګورم.»   

بسم الله چې د لښکرګاه له ښار څخه بهر راغلی او په ښار کې کار کوي، هم په ورته ډول خوښ و.

هغه وويل: «نن زما د ژوند ډېره ښه ورځ وه .... هرچا ته څرګنده شوه چې موږ د بل چا تر لاس لاندې نه يو. موږ خپلواک يو. که بهرني ځواکونه خپلې مرستې بيخي ودروي، نو وتل به يې زيانمن وي. خو که خپلومرستو ته دوام ورکړي موږ تر دې کچې ځواکمن شوی يو، چې مخکې تلای شو.» 

بسم الله وويل،  اوس د افغان چارواکو دنده چې د خلکو باور پر ځان پيدا کړي.  «د بري يوازنۍ لار  له خلکو سره د ښه چلن لار ده. دا کار يو څه ښه شوی، خو نور ډېر کار ته اړتيا لري.» 

 محمد اقبال، چې په ښار کې درملتون لري، د احتياط يوه خبره زياته کړه، ويې پوښتل چې آيا افغان پوځونه ددې جوګه دي د اوږدې مودې لپاره امنيت تضمين کړي او که نه. 

هغه وويل: «اوس چې په لښکرګاه کې [د امنيت] د لېږد بهير سرته رسيدلی، زما اروا د ازادۍ احساس کوي، ځکه زه د بهرنيو پوځونو په پرتله پر خپلو خلکو ډېر باور لرم. لږ ترلږه هغوی کورونو ته نه ننوزي او په خوب کې بېګناه خلک نه وژني. لږ ترلږه هغوی ستا خبرو ته غوږ ږدي.»

هغه زياته کړه: «څنګه چې زموږ اردو او پوليس درنې وسلې او هوايي ملاتړ نه لري، اوسنۍ وضعې ته په پام ښايي ځينې ستونزې رامنځته شي.»

اقبال يادونه وکړه، [د مسؤوليت] لېږد طالبانو ته نيغ په نېغه يوه  ننګونه وه.

هغه وويل: «که چېرته په رښتيا هم طالبان له بهرنيو پوځونو سره جنګېدل، بايد پر هغو سيموبريدونه، ونه کړي، چې تر دې وروسته پکې بهرنيان نشته. که چېرته بيا هم خپلو بريدونو ته دوام ورکړي، نو ددې معنا به ولري چې هغوی د افغانانو دښمنان دي. اسلام او جهاد هسې يوه بهانه ده، چې دوی يې په خوله راوړي.»  

Pakistan, Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists