د ښوونځیو [د ودانیو] له نوښت څخه د جمهوري ریاست ملاتړ

له خامو خښتو څخه د ښوونځیو په جوړو شوو ودانیو کې گڼ شمېر زده کوونکي ځاییدای شي.

د ښوونځیو [د ودانیو] له نوښت څخه د جمهوري ریاست ملاتړ

له خامو خښتو څخه د ښوونځیو په جوړو شوو ودانیو کې گڼ شمېر زده کوونکي ځاییدای شي.

A student reads aloud at a school in Paktika province. (Photo: Chris Hondros/Getty Images)
A student reads aloud at a school in Paktika province. (Photo: Chris Hondros/Getty Images)

په سویل ختیځ ولایت پکتیکا کې د نوو ښوونځیو د ودانیو جوړول د افغانستان د ولسمشر په گډون پراخه شخصي مرستې جذبې کړي دي.

په دغه ولایت کې زده کړې ته د ښو رسېدو په خاطر ولسمشر، اشرف غني درې سوه زره امریکايي ډالر بسپنه ورکړې ده.

ځايي چارواکو په پیل کې پلان درلود چې د پکتیکا په لرې څو پرتو ولسوالیو کې شپږ کانکریټي مجهز بلاکونه جوړ کړي. خو پر پلان له بیا کتنې وروسته ستراتیژي بدله شوه او په همغه پیسو له خامو خښتو څخه  ۲۴ نوي ښوونځي جوړ شول چې خورا ارزانه تمام شول.

د پکتیکا والي، محمد الیاس وویل: «موږ پوهېدو چې د کانکریټو د کارولو پر ځای پرخامو خښتو په همغه پیسو د ډېرو ښوونځيو ودانۍ جوړولای او زده کړې ته د زده کوونکو لاسرسی لا پسې ښه کولای شو.»

هغه وویل: «ولسمشر زموږ د وړاندیز هرکلی وکړ او تر دې کچې ورته دا نظر اغېزمن ښکاره شو چې په ټول هېواد کې يې د دغه ستراتیژۍ د پلي کولو په اړه د پوهنې وزارت ته لارښوونه وکړه.»  

وحدت زیاته کړه: «د لومړني اصلي پلان په پلي کولو به موږ یو زر تنو اضافي زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره کړی وای. خو د ارزانبیه ودانیو په ودانولو هیله لرو تر لس زره پورې زده کوونکو ته د زده کړې خونې چمتو کړای شو، چې دغه زده کوونکې به ټولې نجونې وي.»

د پکتیکا سویل ختیځ پراخ ولایت څه دپاسه ۴۳۰ زره تنه نفوس لري. رسمي شمېرنې څرگندوي چې هلته  دمگړۍ ۳۸۹ ښوونځي موجود دي، چې ۲۵۰ يې ودانۍ نه لري او تر شنه اسمان لاندې پکې تدریس کیږي. د ۱۵۰۰۰ زده کوونکو د تدریس لپاره په ۳۵۰۰ گومارل شوو ښوونکو کې یوازې ۵۶ تنه يې ښځینه ښوونکې دي.  

وحدت آی ډبليو پي آر ته وویل، د ولسمشر نوښت سږکال د جنورۍ په میاشت کې د ولایتی شورا په غونده کې، چې په دغه ولایت کې د زده کړې د تاسیساتو او د سیمې د اقتصاد د غوړلو په اړه د خبرو اترو لپاره جوړه شوې وه، گټور تمام شو.

له کنفرانس څخه وروسته غني غیر معمول گام پورته کړ او اعلان يې وکړ چې هغه به د ښوونځیو د زیات شمېر ودانیو د جوړولو لپاره په خپله درې سوه زده ډالره بسپنه ورکړي. څوک نه پوهیږي چې آیا ولسمشر به دمخه کله هم په دغه راز پروژو کې خپله شخصی بسپنه ورکړي وي.

د پکتیکا د پوهنې سرپرست رئیس، محمد کریم اتلوال آی ډبليو پي آر ته وویل، د نوو ښوونځیو د ودانولو کار په بېړه پر مخ روان دی.

هغه وویل، په ولایت کې د نجونو د پنځو ښونځیو وداني لا له وړاندې بشپړې شوي او د یوسف خېلو، جاني خېلو، سروبي، وړمامي، وازې خوا او خیرکوټ په گډون په ځینو ښوونځیو کې نوي ټولگي جوړ شوي دي. د سرحوزې، یحی خېلو او چارباران په ولسوالیو کې د هلکانو لپاره د اوو ښوونځيو ودانۍ اوس بشپړې شوې دي.

اتلوال وویل، د هغوی پروژه به په ټول افغانستان کې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره یوه بېلگه وي.

هغه وویل: «ولسمشر زموږ له غونډې وروسته، د پوهنې وزیر په پنځو راتلونکو کلونو په اوږدو کې په هېواد کې د خامو خښتو د ۸۰۰۰ ښوونځیو د ودانیو جوړول اعلان کړل. همدارنگه د پوهنې وزير یو لیک استولی چې دغه پروژه رسما تایید کړي.»  

د پکتیکا په مرکز، ښرنې د کوټوالو په کلی کې د نوی ودان شوی ښوونځي سرښوونکي، حبیب الله وویل، تر دې وروستیو پورې زده کوونکو ته په خیمو او په اوړي کې د ونو تر سیورې لاندې تدریس کېده.

هغه وویل: «زموږ نوی لومړنی ښوونځی ۱۲ درسي خونې لری. هغه ټول درسي لوازم لري. د زده کړې لپاره يې ډېر ښه چاپېریال رامنځته کړی دی.»

د یوسف خېلو د ولسوالۍ د فاطمة الزهرا د ښوونځي سرښوونکي، عبدالخالق زیاته کړه، سره له چې د ښوونځي نوې ودانۍ يې ابتدايي ده، خو له وخت سره سمه ودانۍ په راتلونکې کې هر مهال جوړېدای شي.   

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «د دغه ودانۍ په جوړېدو ۳۰۰ نجونې زده کړه کوي. د پکتیکا خلک به د ژوند تر پایه د ولسمشر له مرستې خوشال وي.»

د میټاخان په ولسوالۍ کې د تودې چینې د نوي ودان شوي ښوونځي ښوونکي، عبدالروف هم دغني مننه وکړه.  

هغه وویل: «ولسمشر د پکتیکا ولایت له خلکو سره ډېره زیاته مرسته وکړه. موږ ورته وایو چې تل خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دلته نور زیات شمېر ښوونځي موجود دي چې ودانۍ نه لري.»

د نوي ښوونځي زده کوونکو هم وویل، هغوی له خپلې اصلاح شوې وضعې څخه خوشال دي.

د فاطمة الزهرا د ثانوی ښوونځي زده کوونکې، نسیمې وویل، چې د افغانستان په بدلیدونکي موسم کې د اوړی سختې گرمۍ او د ژمي سختې یخنۍ په کیږدیو کې د زده کړې بهیر ستونزمن کړی و.  

هغې وویل: «په تېرو څو کلونو کې موږ په کیږدیو کې زده کړه کوله، چې رښتیا هم ډېره سخته وه. په ژمي یا اوړي کې زیاتره ښوونځي د تودوخې د درجې د لوړوالي يا ټیټوالي له امله ښوونځي تړلي وي.»

هغې وویل: «د سمو ټولگیو درلودل زموږ پخوانۍ هيله وه. اوس له دې امله له ولسمشر څخه مننه کوو.»

د تودې چینې د ښوونځي زده کوونکي، نصرالله وویل: «اوس توپير نه کوي باران وي که لمر. زموږ لوستونه، نه اغېزمنوي.»

قومي مشر، ملا عبدالمنان حرار هم د ولسمشر مننه وکړه، ويې ویل: «پخوا دغه سرحدي ولایت مخکنیو حکومتونو له پامه غورځولی و.»

«د نورو ولایتونو په پرله دلته د زده کړې کچه ډېره ټیټه ده. هیله ده حکومت پر خپلو ژمنو ودریږي او له موږ سره مرستو ته دوام ورکړي.»

Frontline Updates
Support local journalists