افغان طالبان له ناسمو معلوماتو څخه د جګړې د وسلې په توګه کار اخلي
چارواکي او رسنۍ دا وړتيا نه لري چې د خلکو د اندېښمنولو په موخه د پروپاګند او ناسمو تبليغاتو د خپرولو مخه ونيسي.
افغان طالبان له ناسمو معلوماتو څخه د جګړې د وسلې په توګه کار اخلي
چارواکي او رسنۍ دا وړتيا نه لري چې د خلکو د اندېښمنولو په موخه د پروپاګند او ناسمو تبليغاتو د خپرولو مخه ونيسي.
د آی ډبليو پي آر د خبريال، ذبيح الله زيار ليکنه
څرنګه چې طالبان له يوې ورځې نه بلې ته د خپلو دښمنانو او حکومتي ادارو په کمزورۍ او بې سيکه کولو کې پر مختګ کوي، حکومت نشي کولای خپلې برياوې وښيي او له درواغو څخه پرده پورته کړي، نه هم دومره کارپوه ژورنالستان موجود دي چې رښتيا او حقايق له درواغو او کيسو څخه بېل کړي.
په روانه مياشت کې د ځايي پوليسو د قوماندانۍ وياند، سيد سرور حسيني په هغه ځای کې د يوې جوړې شوې مناظرې ګډون کوونکو ته وويل: «شاوخوا دوې مياشتې دمخه د [کندز ولايت] د چهاردرې په ولسوالۍ کې له طالبانو سره درنه جګړه وشوه. يو شمېر خلکو اوازې خپرې کړې چې چارواکو له کندز ښار څخه پښې سپکې کړي او هوايي ډګر ته تللي. خبره داسې نه وه، بلکې پوځي چارواکي د جګړې لومړۍ ليکي ته تللي وو. دښمن ناسم تبليغات وکارول چې د امنيتي ځواکونو روحيه کمزورې کړي او وښيي، چې د کندز ښار د سقوط په درشل کې دی.»
حسيني دا څرګندونې له درېو جوړو شوو مناظرو څخه د يوې هغې ګډون کوونکو ته وکړې، چې آی ډبليو پي آر د مخالفانو له خوا افغان حکومت سره په جګړه کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو په اړه په همدې میاشت کې جوړې شوې وې.
د افغانستان په شمال ختيځ ولايت، کندز کې د يوې جوړې شوې مناظرې زياتره ويناوال په دې اړه سره يوه خوله و، چې حکومتې ادارې نشي کولای سم او کره معلومات وړاندې کړي او ناسمې اوازې رد کړي.
د کندز ولايت د ځوانانو د چارو رئيس، عبدالغفور هوتک وويل: «زموږ دښمنان په هغو سيمو کې، چې تر خپل اغېز لاندې يې راوستي، د اوازو په خپرولو کې بر لاسي دي. هغوی جوماتونو ته ځي او د منبرونو له لارې تبليغ کوي. [سيمه ييز] حکومت، چې محدودې سرچينې او يوازې يو ويندوی لري، د هغوی مخه نشي نيولای.»
د تخار د والي وياند، سنت الله تيمور زياته کړه، طالبان زياتره د خپلو پيغامونو د خپرولو لپاره له ديني عالمانو څخه کار اخلي.
هغه وويل: «په يوې دوديزې ټولنه کې خلک ديني عالمانو ته غوږ ږدي. هغه څوک چې له حکومت سره مخالف دي، زيار کاږي هغوی په خپله ګټه وکاروي.»
په کندز کې د محمد نجيم رحيم په نامه يوه خبريال وويل، طالبان له هغې تشې څخه ګټه اخلي چې حکومتي ادارو رامنځته کړې، په دې معنا چې خلکو ته معلومات نه ورکوي او د خپلو معلوماتو په اړه له يو بل سره همغږي نه کوي.
په همدې ولايت کې د مدني ټولنې يوې فعالې، کبرا رستمي دا خبره ومنله او زياته يې کړه، خلک د معلوماتو تږي دي او له دې امله اوازو ته غوږ نيسي.
هغې وويل: «خلک د حکومت له خولې څخه يوه کلمه هم نه اوري. په حقيقت کې همدا حکومت دی چې اوازو ته يې لار پرانيستې ده.»
هوتک وويل، موضوع له خلکو سره د ښو اړيکو د ټينګېدو له لارې هوارېدای شي.
هغه وويل: «پکار ده چې حکومتي رسنيو ته پوره معلومات ورکړل شي او حکومتي دفترونه دا وړتيا تر لاسه کړي چې اوازې بابېزه کړي.»
هوتک دا هم وويل، ښايي يو څه پړه پر رسنيو هم واچول شي، ځکه د کره واقعيتونو پر ځای د اوازو رپوټ ورکوي. رسنۍ ګډوډ حالت لري، نشي کولای بنسټيز او هر اړخيز رپوټ چمتو کړي. هر خبر يې چې لاس ته ورشي، خپروي يي.
ورته ټکی په بل شمالي ولايت، سمنګانو کې هم د مناظرې موضوع وه. په دې مناظره کې د ګلثوم په نامه يوې ګډون کوونکې وويل: «که چېرته اوازه [واقعې] خبر نه وي، نو بايد خبريالان او رسنۍ هغه خپره نه کړي. د داسې کار کول بايد يو جنايي جرم وبلل شي.»
د سمنګانو ولايت د مرکز ايبک د يوه لومړني ښوونځي سرښوونکې، کبرا غفوري وویل چې د امنیت د خرابوالي له امله ژورنالستان د دې وړتيا نه لري چې د امنيتې وضعې پر بنسټ د رپوټ د چمتو کولو لپاره سفر وکړي.
هغې وويل: «سيمې ته د نه تګ له امله حقايق او اوازې سره ګډيږي.»
د مولوي عبدالحی حکيم په نامه يوه ديني عالم وويل، سيمه ييز ولسي خلک کولای شي د ژورنالستانو د نشتوالي تشه ډکه کړي.
نوموړي وويل: «کله چې زموږ مخالفان په سمنګانو کې د ځينو سيمو د نيولو دعوه کوي، د هغه سيمي اوسيدونکي پوهيږي چې ايا په رښتيا يې هم واک ترلاسه کړی او که نه.»
د تخار په مناظره کې ځينو ويناوالو وويل، له اوازو سره د مقابلې هڅې بريالۍ دي.
د تخار د ژورنالستانو د اتحاديې مشر، محمد ياسين دهزاد وويل: «په دې وروستيو کې دښمنانو اوازې خپرې کړې چې د خواجه غار ولسوالۍ سقوط کړی. خلک اندېښمن شول چې څه وکړي، خو د تخار خبریالانو د سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو له لارې د وضعې د رښتينی څېرې په اړه خبرونه خپاره کړل او په دې توګه د خلکو اندېښنو ته یي د پای ټکی کیښود."
د ولايتي ادارې په استازيتوب مصطفی رسولي وويل، خلک د معلوماتو ترلاسه کولو ته ډېره اړتيا لري.
رسولي وويل: «په تخار کې د خلکو د معلوماتو کچه په دې وروستيو کلونو کې ډېره لوړه شوې او د مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو په وړاندې يې مثبت غبرګون ښودلی دی. د هغوی د پوهاوي کچه د دښمن د تبليغاتو او د پروپاګند د تګلارو په پرتله خورا ډېره لوړه ده.»