افغان پوليس: ډېرو ښځينه پوليسو ته اړتيا

روانې جگړې او ټولنيز تبعيض ښځينه پوليسو ته ډېره اړتيا رامنځته کړې ده.

افغان پوليس: ډېرو ښځينه پوليسو ته اړتيا

روانې جگړې او ټولنيز تبعيض ښځينه پوليسو ته ډېره اړتيا رامنځته کړې ده.

Afghan women undergo training at the Afghan Police Academy. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Afghan women undergo training at the Afghan Police Academy. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)

په پروان ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړې شوې مناظرې د يوې لړۍ د گډون کوونکو د وينا له مخې زاړه دودونه او کورني مخالفت د افغان پوليسو له ځواکونو سره د ښځو د يوځای کېدو د لارې خنډ کيږي.

د پوليسو په ليکو کې د ښځو د يوځای کېدو په موخه له زيات شمېر پروگرامونو سره سره د دغه شمال ختيځ ولايت د دوو زرو پوليسو په ليکو کې يوازې ٢٧ تنه ښځينه پوليسې شاملې دي. 

د سيمه ييزو پوليسو قومدانې، سهيلا امرخېل د پروان ولايت په مرکز، چاريکارو کې د مناظرې گډون کوونکو ته وويل، هڅه کوي چې نورې ٥٠ ښځې د پوليسو په ليکو کې شاملې کړي. 

هغې وويل: «اوس د پوليسو په ځواک کې ښځو ته د پخوا په پرتله چاپېريال او شرايط ډېر ښه شوي دي. په پروان کې زموږ اداره زيار کاږي چې د ښځينه پوليسو افسرانو شمېر زيات کړي.»

لومړنۍ ښځينه افسره په ١٩٦٨ کال کې په کابل کې د پوليسو په ليکو کې شامله شوه. درې کاله وروسته په افغانستان کې ښځو ته د رايې ورکړې حق ورکړل شو.

افغان حکومت په ٢٠٠١ کال د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د نړيوالې ټولنې په مرسته هلې ځلې وکړې د پوليسو په ليکو کې ډېرې ښځينه جذب کړي.

د پروان ولايت د ښځو د چارو له رياست څخه مسعودې رسولي وويل: «پروسږکال زموږ رياست يو کنفرانس جوړ کړ، ترڅو ښځې وهڅول شي د پوليسو په ليکو کې شاملې شي. په دغه کنفرانس کې پر ښځينه پوليسانو سربېره د ولسواليو زياترو مشرانو او کليوالو گډون کړی وو.»

رسولي وويل، د دغه کنفرانس موخه دا وه، چې کورنۍ وهڅول شي، خپلو ښځينه خپلوانو ته په امنيتي ادارو کې د کار اجازه ورکړي. 

نوموړې په دوام وويل: «موږ کورنيو ته څرگنده کړه، په يو شمېر ډگرونو کې د ښځينه پوليسو له موجوديت پرته نشي کېدای د جرايمو په وړاندې مبارزه سرته ورسيږي.»

د سيمې د ښځو د جلب او جذب مسؤولې قوماندانې، ليلما وحيدزاده وويل، له ټولو هڅو سره سره په ملي کچه يوه سلنه ښځې په امنيتي ادارو کې کار کوي.

هغې وويل: «همدارنگه له کمزوري امنيتي شرايطو څخه د ډار له امله کورنۍ نه غواړي لوڼې يې د پوليسو په ادارو کې کار وکړي.»

نوموړې زياته کړه: «هره ورځ گورم چې ځوانې ښځې د جلب او جذب مرکزونو ته په ډېرې خوشالۍ او لېوالتيا راځي، خو کله چې د شموليت فورمې کور ته يوسي، ميندې او پلرونه يې نه پرېږدي چې د پوليسو په مرکزونو کې کار وکړي. هغوی بيا بېرته د جلب او جذب دفترونو ته نه راځي.»

د مناظرې گډون کوونکې او د پوهنتون محصلې، شيلا حميدي له وليزاده څخه د پوليسو په ليکو کې د شموليت د معيارونو په اړه پوښتنه وکړه.

وليزاده په ځواب کې وويل: «هغه ښځې چې عمرونه يې د اتلسو او دېرشو کلونو تر منځ وي او د کورنۍ اجازه ولري، کېدای شي د پروان ولايت د پوليسو په قوماندانۍ کې پر دندې وگومارل شي.»

د محافظه کاره دودونو له امله په افغانستان کې د جنسيت پراخ تبعيض موجود دیۤ؛ يوازې ښځينه پوليسه کولای شي بله ښځه وگوري او تلاشي يې کړي.

د سلما په نامه يوې بلې گډون کوونکې وپوښتل، آيا ښځينه پوليسې له دغو ورځنيو دندو پرته نورې دندې هم سرته رسولای شي. 

امرخېل په ځواب کې وويل: «ښځينه پوليسي يوازې دا دنده نه لري چې د تلاشۍ په پوستو کې ښځې تلاشي کړي او پوښتنې گروېگنې ترې وکړي، بلکې د شکمنو ښځو نيول، په جنايي پېښو کې له ښځو څخه پلټنې کول او د کورني تاوتريخوالي په پېښو کې تحقيق په پروان ولايت کې د ښځينه پوليسو اصلي دندې دي.»

Frontline Updates
Support local journalists