په افغانستان کې د لاريونونو د حق ساتنه
پوليس وايي د لاريونونو په وړاندې خپل غبرگون سموي.
په افغانستان کې د لاريونونو د حق ساتنه
پوليس وايي د لاريونونو په وړاندې خپل غبرگون سموي.
د آی ډبليو پي آر د مناظرو د لړۍ د يوې وروستنۍ مناظرې ويناوالو وويل، افغانان د خپل حق په کارولو په ډېرېدونکي توگه سوله ييز لاريونونه کوي.
د افغانستان د اساسي قانون ٣٦ ماده د هېوادوالو دا حق تضمينوي چې د «روا او سوله ييزوغوښتنو د تامين لپاره» لاريونونه سرته ورسوي. کله ناکله عمومي غونډې د پوليسو له تاوتريخوالي سره مخامخ کيږي او يا يې وسله وال افراد بېلارې کوي.
په يوې غونډې کې، چې په لويديځ ولايت، هرات کې جوړه شوې وه، ويناوالو وويل، عمومي غونډې [ميټينگونه] د دې لپاره جوړيږي چې د سيمه ييزو خلکو غوښتنو ته د چارواکو پام راواړول شي.
د هرات د مدني ټولنې د شبکې وياند، عليجان فصيحي وويل، اوس سيمه ييز حکومت «د لاريون کوونکو غوښتنو» ته غوږ ږدي او اصلاحات راولي.
د هرات د پوليسو په استازيتوب، عبدالروف احمدي وويل، همکارانو يې اوس دا وړتيا تر لاسه کړې چې د گڼې گوڼې د کنترول لارې چارې وپېژني، مخکې له مخکې احتمالي گواښونو ته پام واړوي او د قانوني لاريونونو او هغو لاريونونو تر منځ توپير وکړي چې گډوډي رامنځته کوي او ځايي هټۍ چور او تالا کوي، لکه چې د مخه دا کار شوی و.
احمدي وويل: «پوليسو اوس ډېره تجربه ترلاسه کړې او د پخوا په پرتله يې اوس د لاريونونو په وړاندې په خپل چلن کې توپير راوستی. موږ سيمې ته د پوليسو استخبارات استوو چې شکمن خوځښت وپېژني.»
د شمال ختيځ ولايت، کندوز د مدني ټولنې يو فعال، حبيب الله وويل، کېدای شي لاريونونه په لاسي ډول له لارې وايستل شي.
هغه وويل: «کله ناکله خلک له وسلو سره په لاريونونو کې ورننوزي، لاريونو له خپلې سوله ييزې موخې څخه اړوي او پايلې يې پوليسو او خلکو دواړو ته د نه منلو وړ گرځي.»
د افغانستان په شمالي ولايت، سمنگانو کې د والي وياند، محمد صديق عزيزي وويل، پروسږکال د ايبکو په ښار کې د يو لاريون پر مهال يو لاريون کوونکی ووژل شو او لس نور ټپيان شول.
هغه وويل: «لاريون کوونکو د حکومت په وړاندې شعارونه ورکول او د والي د بدلون غوښتنه يې کوله. د والي ساتونکو پر هغوی ډزې وکړې.»
د کابل ولايت د خاک جبار د ولسوالۍ د پوليسو استازي، نور رحمن وويل، که چيرته لاريون کوونکي له قانون څخه سرغړونه وکړي، نو پوليس پکې مداخله کوي. د چاکوگانو او بوکس پنجو راوړل منع دي. لاريون کوونکي نشي کولای د اسلام ضد، غيراخلاقي يا نور ناقانونه شعارونه ورکړي.
هغه وويل: «کله چې لاريون کوونکي په لاريون کې له قوانينو غاړه وغړوي او يا گډوډي رامنځته کړي، نو د پوليسو له توند غبرگون سره مخامخ کيږي.»
په کابل ولايت کې د همغې مناظرې يو بل گډون کوونکي وپوښتل: «که په يوه دموکراتيکه ټولنه کې لاريونونه د هېوادوالو مدني حق وي، نو ولې ځينې وختونه پوليس لاريون کوونکي وهي ډبوي؟»
د سمنگانو ولايت د ښځو د چارو رئيسې، خديجې حسني يوه بېلگه رواړه، چې څنگه د لاريون زور ښه پايله لرلای شي. هغې د يوه لاريون يادونه وکړه، چې پروسږکال ښځې سړکونو ته راووتلې او د هغه ځای د يوې ښځې او د هغې د دوو اولادونو د قتل د رسمي پلټنې غوښتنه يې وکړه.
د کابل ولايت د ولايتي شورا غړي، شېرعلي وويل، لاريونونه د مستقيم عمل لپاره يوه ډېره اغېزمنه لاره ده. د بېلگې په توگه، نوموړي په تېرکال کې د پارلمان له خوا د يوه قانون تصويب ته گوته ونيوه، چې د ولايتي شور د غړو له خوا يې د سيمه ييز حکومت پر اجرااتو څار له منځه وړی و. په غبرگون کې يې د شورا استازو پر لاريونونو لاس پورې کړ او په ټول افغانستان کې يې خپل دفترونه وتړل. د ٢٠١٥ کال د فبرورۍ په مياشت کې، ولسمشر محمد اشرف غني فرمان لاسليک کړ او د نوي قانون غوښتنه يې وکړه چې له مخې به يې د ولايتي شوراگانو څار زيات شي.
علي وويل: «که موږ چوپ پاتې شوی وای، نو نه مو شو کولای خپل حق له دولت څخه بېرته ترلاسه کړو.»