په ولایتونو کې د تیلفوني مکالمو بندیز

یاغیانو د مخابراتي شبکو د تړلو امر کړی چې په دې توگه د امنیتي ځواکونو له تعقیب څخه گوښه پاتې شي.

په ولایتونو کې د تیلفوني مکالمو بندیز

یاغیانو د مخابراتي شبکو د تړلو امر کړی چې په دې توگه د امنیتي ځواکونو له تعقیب څخه گوښه پاتې شي.

A cellphone and communications tower rises from a modest urban landscape in Shinwar, Afghanistan. (Photo: John Moore/Getty Images)
A cellphone and communications tower rises from a modest urban landscape in Shinwar, Afghanistan. (Photo: John Moore/Getty Images)

د افغانستان په شمال کې د دوو ولایتونو اوسیدونکو شکایتونه کړي چې د هغوی مخابراتي خدمتونه هر شپه پرې کیږي او په دې توگه یې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې شلیږي.

د بغلان او کندوز په ولایتونو کې د ماښام له شپږو بجو څحه د سهار تر شپږو بجو پورې د طالبانو د گواښونو له امله تلیفونونه بند وي. یاغیان پر گرځندو تلیفونونو د شپې بندیز د دې لپاره کاروی چې امنیتي ځواکونه د هغوی خوخښت تعقیب نه کړای شي او همدارنگه ولسي خلک ونه کړای شي افغان اردو ته د هغوی د ځای ځایگي په اړه معلومات ورکړي.

که کله ناکله مخابراتي شرکتونه د هغوی خبره ونه مني، نو انتونونه له منځه وړي.

ځايي خلکو آی ډبلیو پی آر ته وویل، د روشن، افغان بې سیم (AWCC)، ام ټي این (MTN) ، اتصالاتو او ڼورو مخابراتي شرکتونو په گډون هره شپه ټول خپل مخابراتي خدمتونه بندوي.  

د بغلان ولایت د قند د فابریکې د سیمې اوسیدونکي ۳۰ کلن محمدعلي وویل، له ماښام وروسته د اتصالاتو له تلیفون څخه کار نشي اخیستلای.

هغه وویل: «په بغلان ولایت کې امنیتي وضع کمزورې ده. کله چې وغواړو د خپلو ملگرو او خپلوانو احوال واخلو، نو گورو چې زموږ د مخابراتو یوازنۍ وسیله، گرځنده تلیفون کار نه کوي. همدارنگه کله چې مو خپلوان وغواړي، زموږ احوال واخلي، له همدې ستونزې سره مخ کیږي.»

یوازنی مخابراتي شرکت چې دلته یو څه محدود خدمت وړاندې کولای شي، د سلام دولتي مخابراتي شرکت دی. د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې اوسیدونکي خلک وايي، د مخابراتي خدمتونو کارول ورته ډېر خطرناک تمامیږي.  

د شهاب الدین ډنډ، بورقې او مرکزي بغلان په ولسوالیو کې لږوډېرطالبان اوسیږي. د دانه غوري ولسوالي د تېرو دوو کلونو راهیسې ټوله د طالبانو په لاس کې ده.

شل کلن عبدالمتین هره ورځ د زده کړو لپاره د مرکزي بغلان له ولسوالۍ څخه، چې د طالبانو په لاس کې ده، د ولایت مرکز ته ځي او راځي.

هغه وویل، یاغیانو ورته گوته څنډلې چې که څوک يې وموند، چې د سلام سیم کارت کاروي، نو وبه وژل شي.

متین وویل: «کله چې له هغه ځایه تېر شم چې طالبان پکې اوسیږي او ښار ته راورسیږم، بیا مې د سلام سیم کارت کاروم. کله چې بېرته کورته ستنیږم، نو د سلام سیم کارت مې کوم ملگري ته ورکوم او یا يې پټوم چې طالبان يې د تالاشۍ پر مهال ونه مومي.»

د بغلان د والي ویاند، محمود اکمل د بندیز خبره مني.

هغه وویل: «طالبانو گواښ کړی که چېرته د شپې له خوا مخابرات بند نه کړای شي، نو مخابراتي انتنونو ته به يې اور واچول شي.» هغه زیاته کړه، هلې ځلې کوي چې دغه ستونزې ته د هوارۍ یوه لار ومومي.

طالبانو دا هم ویلی، مخابراتي شرکتونو ته يې امر کړی چې د شپې له خوا خپل شرکتونه وتړي تر څو د هغوی د گروپونو ځای ځایگی څرگند نشي.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: «ټولو مخابراتي شرکتونو ته گوته څنډل شوې چې د شپې له خوا خپل مخابرات شنډ کړي، ځکه افغان او نړیوال امنیتی پوځونو پخوا د طالب جنگیالیو د گرځنده تلیفونونو له لارې د هغوی پل [منډ] اخیسته او بریدونه يې پرې کول.»

د بغلان امنیتي چارواکي په خپل وار وايي، د طالبانو گواښونه د دې نښه ده چې د حکومت د بغاوت ضد ستراتیژۍ هغوی دفاعي حالت ته راوستي دي.  

د بغلان د پولیسو د مطبوعاتي دفتر مشر، ذبیح الله شجاع آی ډبلیو پي آر ته وویل: «په تېرو څو کلونو کې طالبانو د پام وړ کوم پرمختگ نه دی کړی او د ولایت پر مرکز او د ولسوالیو پر مرکزونو د هغې ډله ییز بریدونه پر شا تمبول شوي. له دې امله اوس طالبان هڅه کوي چې د دغه تکتیکونو په کارولو د امنیتي پوځونو په وړاندې خنډونه واچوي.»

هغه وویل، کابل ته يې په دې اړه خبر ورکړی او د عمل لپاره د هغوی لارښوونو ته سترگې په لار یو.

د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ، رئیس، نظر محمد همورد وویل، طالبانو په یو شمېر سیمو کې مخابراتي انتنونه وران کړي دي. د تلیفون او انټرنیټ کاروونکی يې ډارولي دي که د هغوی لارښوونو ته غوږ ونه نیسي، نو ټول تاسیسات به ورته ویجاړ کړي.

نوموړي زیاته کړه: «د روشن، ام ټي این، اتصالات او بې سیم مخابراتي شرکتونو له دوو میاشتو راهیسې خپل خمتونه بند کړي دي، خو امنیتي چارواکي تر خپل وس زیار کاږي چې ژر تر ژره د امکان تر پولې دغه ستونزه هواره کړي.»

د کندوز په گاونډي ولایت کې خلک وايي، د شپږو میاشتو راهیسې له ورته ستونزې سره لاس او گرېوان دي.

د کندوز او سیونکي، ۳۵ کلن نصرالله وویل: «زما نهه میاشتنی زوی تېره شپه ډېر ناروغ و. غوښتل مې یو ټکسي چلوونکي ته تلیفون وکړم چې ماشوم مې روغتون ته ورسوي، خو له هغه سره مې اړیکې ټینگې نشوې. له کوره ووتم چې کوم ټکسي پیداکړم. په ډېرو ستونزو مې یو ټکسي وموند او خپل ماشوم مې روغتون ته یوړ. که مې روغتون ته نه وای رسولی، نو په کور کې به يې سا ورکړې وه.»

د کندوز د والی ویاند، نعمت الله تېمور د دې پخلی وکړ چې خصوصي مخابراتي شرکتونه په ټول ولایت کې د ماښام له شپږو بجو څحه وروسته خپل خدمتونه بندوي.

هغه وویل: «په کندوز ولایت کې د دغو شرکتونو نمایند گۍ د خپلو شبکو د فعالولو او د شپې له خوا د مخابراتي شرکتونو د خمتونو د وړاندې کولو واک نه لري، ځکه دغه خدمتونه په بشپړ ډول له کابل څخه قطع کیږي. موږ به هڅه وکړو په مرکز کې له خپلو ادارو سره اړیکي ونیسو، تر څو د هوراۍ یوه لار ورته پیدا او مخابراتي خدمتونه وړاندې کړای شو.»

په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وويل، هغوی له ستونزو څخه خبر دي.

د نوموړی وزارت د مطبوعاتي دفتر مشر، خان زمان امر خېل وویل: «سره له دې چې موږ ته د دغو ستونزو په اړه د بغلان او کندوز له ولایتونو څخه په رسمي ډول کوم خبر نه دی رارسېدلی، خو د خلکو له خولو څخه مو اورېدلي دي. شخصي مخابراتی شرکتونه په کمزورو امنتیي سیمو یا د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې تر گواښ لاندې دي، ترڅوخپل خدمتونه ودروي.»

د روشن د مخابراتي شرکت مطبوعاتي مسؤول، محمد شفیع شریفي له تبصرې کولو ډډه وکړه. ويې ویل، هغه ته د دې موضوع په اړه د څه ویلو واک نه دی ورکړل شوی. د اتصالاتو او ام ټی این شرکتونو استازي هم پر موضوع باندې خبرو کولو ته حاضر نشول.

Frontline Updates
Support local journalists