د افغانستان د سولې په شورا کې راتلونکې بدلونونه
په نويو بدلونونو کې د ښځو د استازو ورزياتول او مدني ټولنې ته د رسېدو لارې چارې شاملې دي.
د افغانستان د سولې په شورا کې راتلونکې بدلونونه
په نويو بدلونونو کې د ښځو د استازو ورزياتول او مدني ټولنې ته د رسېدو لارې چارې شاملې دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا، چې له طالبانو سره د روغې جوړې د بهير دنده پرغاړه لري، وايي، د کال په لومړيو کې د آی ډبليو آر په کنفرانس کې شوو سپارښتنو او وړانديزونه ته عملي جامه اغوندي.
د وروستنيو مناظرو په لړيو کې، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جوړې شوې وې، د افغانستان د سولې د شورا (HPC) استازو وويل، هغو وړانديزونو ته عملي جامه وراغوندي چې د سولې په خبرو اترو کې يې د ښځو د استازو د زياتوالي غوښتنه کوله.
په پکتيا کې د (HPC) د سکرتريت مشر، حميدالله حسنيار د دې خبرې پخلی وکړ چې د کنفرانس د وړانديزو پر بنسټ شورا نورو اړوندو اشخاصو ته هم ځان رسوي.
هغه وويل: «موږ د سولې شورا ته نوې تگلاره جوړوو او د مدني ټولنو له موسسو او اړوندو اشخاصو سره د هغوی د وړانديزونو په اړه په تماس کې يو.»
په هرات کې د (HPC) د سيمه ييز سکرتريت مشر، يما اميني زياته کړه: «د ملي روغې جوړې او سولې په اړه په کابل کې د آی ډبليو پي آر له کنفرانس وروسته، د سولې د عالي شورا چارواکو پر يوه نوي پلان کار پيل کړی چې ښځې وکړای شي په عالي شورا او د هغې په ولايتي دفترونو کې د خپل استازيتوب د زياتوالي لپاره ډېر فرصتونه تر لاسه کړي.»
نوموړي زياته کړه: «اوس د سولې په عالي شورا کې د ښځو رول د پام وړ زياتوالي موندلی او خپلې دندې په ښه شان پر مخ وړي.»
د افغانستان له ټولو برخو څخه د حکومتي چارواکو، ديني عالمانو، د مدني ټولنې فعالانو او ژورنالستانو په گډون اويا تنو د [روان کال] د می په مياشت کې په کابل کې په يوه درې ورځنۍ غونډه کې گډون کړی وو.
کاري کمېټو د آی ډبليو پي آر د يوه دوه کلن پروگرام: افغاني روغه جوړه: د مدني ټولنې په ښکېلتيا د سولې او باور رامنځته کولو د پروگرام د شمېرو او پايلو په کارولو د وړانديزونو په چوکاټ بندي کولو کې مرسته وکړه.
يوه نوښتي سپارښتنه دا وه چې د ښوونځيو او پوهنتونونو په ښوونيزو نصابونو کې دې د سولې په اړه يو مضمون ورزيات شي.
په هرات کې اميني د دې خبرې پخلی وکړ چې د پوهنې وزارت او د سولې عالي شورا په ښوونيز نصاب کې د دغه مضمون په ورزياتولو کار کوي.
د هرات د ولايت وياند، فرهاد جيلاني، له دې سره موافق و، ويې ويل: «له هغه وروسته ، چې آی ډبليو پي آر زموږ په هېواد کې د روغې جوړې په اړه ډېر پروگرامونه جوړ کړل، ولايتي چارواکو تر خپل وس پورې هڅه وکړه، ترڅو خلک د سولې پر اهميت، چې د هرچا اړتيا ده، وپوهوي »
د هرات د مناظرې نورو گډون کوونکو وويل، لا زيات کار ته، په تېره بيا د جنسيت د برابرۍ په ډگر کې، اړتيا موجوده ده.
د ولايتي شورا غړې، سکېنې حسيني وويل: «د ملي يووالي حکومت مشرانو ښځو ته زياتې وعدې ورکړې وې، خو د يوې په سرته رسولو کې هم بريالي شوي نه دي. له دې څخه دا څرگنديږي چې ښځې يوې خوا ته پرېښودل شوي دي.»
«په لرې پرتو ولسواليو کې زيات شمېر ښځو هلې ځلې کړې وې چې مخالفان د سولې له بهير سره يوځای کېدو ته وهڅوي، خو د سولې عالي شورا د دغه ستر کار د سرته رسوونکو ښځو نومونه هم ياد نه کړل. په حقيقت کې د سولې عالي شورا تل د ښځو پر رول سترگې پټې ګړي او هغوی ته اهميت نه دی ورکړی.»
د بدخشان د مناظرې برخوالې، موزن بدخشي د ښځو د رول په اړه د خپلو شخصي تجربو يادونه وکړه چې د بنسټ پالنې په وړاندې يې خپله ونډه سرته رسولې ده.
هغې وويل: «زه پر هغه رول ټينگ باور لرم چې ښځې يې د سولې په خبرو کې لوبولای شي. زه د هغې ډېرې ښې بېلگې لرم.» نوموړې د يوې پېښې يادونه وکړه، چې يوې ځايي مېرمنې د خپلې کورنۍ څو تنه نارينه غړو ته قناعت ورکړی و، تر څو د طالبانو له ليکو ووځي.
بدخشي زياته کړه: «نن، د هغې د زيار له امله د هغې پلار، زوی او تره له جگړې لاس اخيستی او د سولې له بهير سره يوځای شوي دي.»
د تعصب دا موضوع هغه مهال د بغلان ولايت په مناظره کې ښه روښانه شوه چې د سولې دعالي شورا يوه لوړ پوړې څېره په مناظرې کې د نارينه او ښځو د يو ځای گډون په پلمه د اعتراض په توگه له مناظرې ووت.
د بغلان ولايت د ښځو د چارو رئيسې، خدېجې يقين ويل، دا له ښځو څخه د کرکې يوه ښه بېلگه ده.
هغې زياته کړه: «فکر کوم په دې عمل به د سولې عالي شورا هيڅکله و نه توانيږي مخالفانو ته قناعت ورکړي، چې ښځې هم د دې ټولنې يوه برخه ده او له نارينه گانو سره مساوي حقونه لري.»
نوموړې په دوام وويل: «سولې ته رسېدل به تر هغه پورې ناشوني وې، چې د جنسيت په اړه تعصب موجود وي.»
د نورو سيمو په مناظرو کې هم له گډونوالو واورېدل شول چې د سولې شورا ته پکار دي د خپل کار او فعاليت له اغېزمنتوب څخه ولس ته قناعت ورکړي.
د بلخ د مناظرې يوه برخوال، غلام سخي وويل: «له بده مرغه، د سولې د عالي شورا فعاليتونه په هېواد کې د خلکو قناعت نه دی تر لاسه کړی. افغانان نه د هغوی پر فعاليتونو قانع دي او نه ورڅه خوښ دي.»
هغه وويل، متقابل پوهاوی او يو د بل منل سولې ته د رسېدو يوازنۍ لار ده.
سخي په دوام وويل: «د تعصب کچه زموږ په هېواد کې ډېره لوړه ده. د دې حقيقت له مخې چې د سولې عالي شورا په خپل کار او پرېکړو کې ناکاره ده، خلک د هغوی په فعاليتونو ډېر باور نه لري. د سولې عالي شورا کوم ځانگړی پلان او تگلاره نه لري، له دې امله خلک د هغوی په کارونو باور نه لري.»
د غزني ولايت يوه سياسي کارپوه، محمود همت گوته وڅڼدله چې تر اوسه د خبرو اترو لپاره کومه څرگنده تگلاره وجود نه لري.
نوموړي په دوام وويل: «افغان حکومت د سولې او روغې جوړې په اړه کومه څرگنده تگلاره نه لري، حکومت بايد يو ټاکلی پلان ولري او د هغې حدود وټاکي. سوله يوازې د عملي گامونو د پورته کولو له لارې لاس ته راځي، نه په تشو ويناگانو.»
د کندهار په مناظرې کې واورېدل شول، پکار ده چې د سولې د عالي شورا اوسنی جوړښت بدلون ومومي.
د ولايتي شورا غړي، سيد احمد سيلاب وويل، شورا ته پکار دي چې له شعارونو څخه راووځي، ځکه ډېری هغه خلک چې د سولې ملاتړ يې کاوه، پخپله پخواني جنگړه ماران وو.
هغه وويل: «د سولې د عالي شورا غړي د اغېز [نفوذ] له مخې ټاکل شوي او په تېرو يا روانو جگړو کې ښکېل دي. روغه جوړه دې په دغو ډلو ټپلو پورې نه نښلول کيږي.»
د خوست ولايت په مناظرې کې، د خوست د ولايتي شورا د ښځو د کمېټې غړې، زهرې جلال موافقه وه چۍ په شوار کې زياتره زورمندان د سولې په تامين کې د ښځو د موجوديت مخالف دي.
هغې وويل: «د سولې عالي شورا له داسې خلکو څخه جوړه شوې ده چې لاسونه يې پر وينو سره دي او په شورا کې د ښځو له موجوديت څخه کرکه لري. د ښځو رول يوازې سمبوليکه بڼه لري او يوه رسنيزه ننداره ده.»
د خوستد پوهنتون استاد، امير بهير وويل، ولسمشر ته ښايي چې په شورا کې د پخوانيو جنگسالارانو واک راتيټ کړي او ښځينه غړو واک دې لوړ کړي.
هغه وويل: «د قانون له مخې ښځې او نارينه مساوي حقونه لري. د اساسي قانون دويمه ماده حکم کوي چې د افغانستان دين اسلام دی او ښځې بايد د پام وړ رول ولري.»