د افغانستان په سويل ختيځو سيمو کې د امنيت د لېږد په اړه خوشبيني

.د زابل ولايت ځايي اوسيدونکي وايي د بهرنيانو پر ځای د افغان امنيتي پوځونو په راتگ اوس وضعه تر پخوا ښه شوې ده

د افغانستان په سويل ختيځو سيمو کې د امنيت د لېږد په اړه خوشبيني

.د زابل ولايت ځايي اوسيدونکي وايي د بهرنيانو پر ځای د افغان امنيتي پوځونو په راتگ اوس وضعه تر پخوا ښه شوې ده

داى ډبليو پى ار ترروزنې لاندې خبريال نيازمحمد زيارمل ليکنه

په ٢٠١٤ کال کې د افغانستان په وړاندې يوه لويه بې باوري دا ده، چې آيا د ملي امنيت پوځونه به د ناتو تر مشرۍ لاندې پوځونو د ماموريت له بشپړولو او وتلو وروسته په خپل گورت کې د وضع د ساتلو  جوگه وي.

په سويل ختيځ کې، د پاکستان پولې ته په نژدې پروت ولايت، زابل کې چارواکي وايي، له نړيوالو پوځونو څخه افغان پوځونو ته د لېږد بهير ډېر ښه و. هغوی وايي افغان ملي اردو پر ملي او فرهنگي حساسيتونو باندې ښه پوهيږي او د کورونو پلټل په ډېر ښه ډول سرته رسوي، چې د بهرنيو سرتيرو له خوا د دود او فرهنگ خلاف سرته رسيدل او د قهر او غوسې لامل شوي و.

د دې کار د اغېز له امله په مرکزي حکومت د خلکو باور په داسې حال کې زيات شوی چې د اپرېل د مياشتې ولسمشريزې او د ولايتي شوراگانو ټولټاکنې په مخکې پرتې دي. 

د متحده ايالتونو سرتيري په زابل ولايت کې له ٢٠٠٣ کال راهيسې پراته دي. دوه کاله وروسته ورسره، د هغه مهال د ناتو د ټلوالې غړي هېواد، رومانيې دوه واحدونه يوځای شول. پروسږکال دواړو ځواکونو خپل شتون لږ کړ. د متحده ايالتونو يو شمېر پرسونل په سيمه کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د همغږۍ او مرستې په موخه پاتې دي. خو د امنيت بشپړ کنترول د اردو، مليپوليسواو سيمه ييزو پوليسو په لاس کې دی. 

د زابل د ولايتي شورا د غړي، غلام فاروق په وينا د دې کار په پايله کې هر څه مخ په سمېدو دي.

هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "هغه مهال چې بهرني پوځونه دلته مېشت وو، خلکو تل له گواښونو او امنيتي ستونزو څخه شکايتونه کول، خو اوس مو د چا شکايت نه دی اورېدلی. که کوم شکايت راپورته هم شي، ډېر کوچنی وي. خلک له امنيت څخه خوښ دي."

حاجي اسدالله د عمده توکو سوداگر، چې په زابل کې هټيوالو ته توکي راوړي او پلوري، وايي  د سړکونو امنيت بيخي ښه شوی دی.

هغه وويل: "امنيت تر پخوا ډېر ښه شوی دی. موږ به د بهرنيو کاروانونو په تېرېدو له ستونزو سره مخامخ کېدو، سړکونه به يې بندول او طالبانو به ورته د سړک د غاړې بمونه اېښودل يا به يې پرې بريدونه کول. گڼ شمېر سوداگرو په دې پېښو کې خپل مالونه له لاسه ورکړي دي. اوس دا ستونزې لږې شوي."

لکه د افغانستان د نورو برخو په څېر د زابل اوسيدونکو له روانې جگړې څخه دېر زيانونه ليدلي، ولسي خلکو ته پر مرگ ژوبلې ډېر خواشيني شوي او د شپې له خوا پر کورنو باندې د بريدونو له امله پر نړيوالو پوځونو او کابل حکومت يې د هغوی د ملاتړ په وړاندې د خلکو غوسه راپارولې.

د شپې د بريدونو په وړاندې ولسمشر کرزي تل خپل مخالفت څرگند کړی، دې کار د دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک ځنډولی دی، چې له واشنگټن سره راتلونکې اړيکې تنظيموي. سره له دې چې تړون لويې مشورتي جرگي د نومبر په مياشت کې تصويب کړ، خو د متحده ايالتونو له پرله پسې فشار سره سره کرزي هغه لاسليک کړی نه دی. (د لا زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: افغانان به له متحده ايالتونو سره تړون لاسليک کوي، خو کله؟)

د زابل د شاجوی د ولسوالۍ اوسيدونکي، کريم الله وويل، د افغان [امنيتي] پوځونو ودې او پراختيا دلته پر کارونو ډېره اغېزه کړې ده.

هغه وويل: "دلته پخوا زموږ په ولسوالۍ کې بهرني پوځونه مېشت وو. خلکو به د هغوی د شپنيو عملياتو په اړه په يوه لاره يا بله غبرگون ښوده؛ د وسله والو مخالفينو [ياغيانو] ملاتړ به يې کاوه او د حکومت  به لږ ملاتړي وو. هغوی له افغان امنيتي پوځونو څخه اوس له دې امله خوشاله دي چې له ولس سره په سلا مشوره عمليات کوي. سربېره پر دې افغان پوځونه زموږ فرهنگي ارزښتونه پېژني او په ښه ډول له خلکو سره چال چلن کوي. له دې امله امنيتي وضع دلته ډېره ښه شوې ده."

د زابل ولات په مرکز، قلات کې د نور اغا نوري په نامه يو مدني فعال هم وايي چې وضع ښه شوې ده.

هغه وويل: "خلک د بهرنيانو له شپنيو عملياتو پوزې ته راغلي وو، چې د هغوی کلتوري او ټولنزو دودونو پروا يې نه ساتله. [شپني] عمليات نور نه اجرا کيږي. خلک په خپله خوښه د خپل افغان ځواکونو ملاتړ کوي، ځکه له هغوی خوشالهدي."

د نوموړي ولايت امنيه قوماندان، غلامسخي روغ لېونی وايي، پوليس  او همدارنگه د ملي پوځونو له خوا د طالبانو د بريدونو مخنيوی شوي دي ددملى پوليسو  د ښې روزنې او ښو تجهيزاتو له امله په زابل کې اوس غلا او شوکه، د پولې دواړو لورو ته قاچاق او نورجنايتونههم  کم شوي دي.                

سيمه ييز شنونکي وايي په دې وروستيو کې ځای په ځای شوي سرحدي ځواکونو له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته د طالب ياغيانو د را اوښتلو مخه نيولې. له دې سره سره د زابل په شمال کې د دې ولايت د يوولسو ولسواليو له ډلې څخه د خاک افغان يوه ولسوالي له څو کلونو راهيسې د طالبانو په لاس کې ده. 

[روغ] لېونی وايي، خاک افغان نه د ياغيانو د شړلو په موخه د افغان ځواکونو د لېږلو پلان تر لاس لاندې دی. 

هغه وويل: "موږ غواړو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنو ته امنيت چمتو او خلکو ته حکومتي خدمتونه ورسوو."

په زابل کې د ټاکنو کارکوونکي وايي، هغوی په اپرېل کې له ستونزو خالي ټاکنو ته خوشبين دي.

په زابل ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، هاشم دراني آی ډبليو پي آر ته وويل: "موږ په ډاډه زړه په زابل کې د رايو ورکولو کارتونه وېشلي دي. زموږ يو نفر ته هم په دې اړه تر اوسه د سر زيان نه دی رسېدلی."هغه يادونه وکړه امنيتي خدمتونو ژمنه کړې چې د طالبانو تر لاس لاندې سيمې به بېرته ونيسي.

نوري ومنله داسې اندېښنې موجودې دي چې افغان پوځونه به په يوازې سر د امنيت جوگه نه وي، خو دا اندېښنې بې بنسټه دي.

هغه وويل: "کله چې د امنت د لېږد د مسؤوليت چارې پيل شوې، نو له خلکو سره دا اندېښنه پيدا شوه چې افغان پوځونه به په يوازې سر د هېواد ساتنه ونه کړای شي. خو زه خوشبين وم، ځکه پوهېدم چې زموږ خلک مرسته کوي. زموږ پوځونه له افغانانو جوړ شوي، موږ د يو بل په خبرو پوهيږو او کولای شو خپلې ستونزې هوارې کړو."

د امنيې قوماندان، [روغ] لېوني وويل، د وضع په ټيکاو کې د ولس ملاتړ عمده عنصر دی.

هغه وويل: "هيڅوک نشي کولای په زور امنيت راولي. دا کار د خلکو د زړونو د لاسته راوړلو له لار کيږي. په دې توگه د خلکو او حکومت تر منځ واټن لنډيږي. خلک اوس راضي دي."

د بشرمل ناصري په نامه يو ليکوال او شنونکی، په داسې حال کې چې د وضعې ښه والی مني، خو د احتياط خبره هم کوي. د دې ليکنې لپاره د نورو مرکه شوو خلکو په څېر هغه د امنيتي ځواکونه ښه روزنه او تجيزات اړين وبلل.

هغه وويل: "دا سمه ده چې امنيتي وضع اوس يوه څه ښه شوې ده. خو هغه مهال چې په ٢٠١٤ کال کې ټول بهرني پوځونه ووځي او پوځي عمليات يې پای ته ورسيږي، نو بېرته به امنيتي ننگونې رامنځته شي. يو شمېر نورې ننگونې، لکه د درنو وسلو نشتوالی، په امنيتي پوځونو کې د قومي، ژبني او تنظيمي توپيرونو په گډون د هغوی په ليکو کې د ياغيانو نفوذ په مخکې شته." 

نيازمحمد زيارمل په زابل ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

Frontline Updates
Support local journalists