کامبخش (له بنده) خوشې شو

له انترنيټ څخه د يوې موضوع راخيستونکى بندي خبريال له بنده ازاد شو.

کامبخش (له بنده) خوشې شو

له انترنيټ څخه د يوې موضوع راخيستونکى بندي خبريال له بنده ازاد شو.

Wednesday, 30 September, 2009


دوره پاى ته ورسېده.

د ژورناليزم د پوهنځي، ٢٥ کلن محصل چې له انترنيت

څخه د يوې موضوع د راخيستلو له امله يې شاوخوا دوه

کلونه د زندان د ميلو شاته تېر کړل، ازاد شوى او له

افغانستان څخه بهر خوندي ژوند تېروي.



د هغه ورور او د آى ډبليو پي آر پخواني خبريال، سيد يعقوب ابراهيمي وويل: "هغه د دپلوماتيکو لارو خوشې شو. اوس په يو اروپايي هېواد کې دى."



د پليوماتيکې ټولنې چوپ غبرګون وښود. لومړى يې نه تاييدول چې هغه له بند څخه د خوشې شوې دى. کله چې د افغانستان د عدليې وزارت رسنيو ته د هغه د ازادېدو په اړه خبر ورکړ ، بيا ملګرو ملتونو يو بيان خپور کړ.



د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د دفتر، يوناما، وياند عليم صديقي وويل: "موږ د افغان د حکومت د پرېکړې درناوى کوو او د ښاغلي کامبخش په خوشې کيدو خوښ شو."



نوموړې قضيې د نړيوالو پام ځانته اړولى و او په هغې کې د دولتونو مشران، لوړپوړي دپلوماتان او د بشري حقونو موسسې ښکېل وې. په پاى کې د افغانستان د ولسمشريزو ټولټاکنو په درشل کې ولسمشر حامد کرزي له کاندوليزا رايس څخه نيولې بيا د کامبخش ترکورنۍ پورې له هر چا سره په خپله کړې ژمنه وفا وکړه او د دپلوماتيکو سرچينو په وينا د څومياشتې دمخه لاسليک شوې غوښتنې له مخې يې هغه عفوه کړ.



کامبخش د ٢٠٠٧ کال په اکتوبر کې د افغانستان په شمال کې د مزارشريف په ښار کې بندي شوى و. په هغه تور لګېدلى و، چې له انترنيت څخه يې د اسلام په ضد د ښځو د دريځ په هکله يوه اختلافي موضوع نقل کړې او بيا يې د بلخ په پوهنتون کې په خپلو همټولګيوالو وېشلې وه.



کامبخش له هغه اقرار سره سره دا تورونه نه منل، چې له د بند په لومړيو ورځو کې ورڅخه د امنيتي چارواکو له خوا اخيستل شوي و. هغه ادعا کوله چې د شکنجې په ګډون په هغه باندې ډېر زرو راوړل شوى و. د بدني سزا نښې نښانې د ادعا شوو وهلو ټکولو او د طبي د کتنو تر منځ د زيات وخت په تېرېدو تاييد نه کړاى شوې.



کامبخش د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ کې د تړلو دروازو شاته د مرګ په سزا محکوم شو.



له هغه راوروسته شل مياشتې د کامبخش او د هغه د کورنۍ لپاره له غم او کړاو څخه ډکې ورځې وې. ابراهيمي د دفاع د يو سم وکيل د پيدا کېدو او کابل ته د دوسيې د انتقال لپاره مياشتې مياشتې هاند او هڅې کړې، چې د کورنۍ په اند به دلته په عادلانه ډول محاکمه شي.



دوسيه، چې په کابل کې د ٢٠٠٨ کال په اوړي کې د استيناف محکمې تر غور لاندې ونيول شوه، د کامبخش د ملاتړو له خوا ملنډې وبلل شوې.



دوسيه يوه پلا د کامبخش د ادعاشوې شکنجې په اړه د طبي کتنو، بله پلا د شاهدانو د حاضرولو اوبيا له دليله پرته څو، څو ځلې وځنډول شوه.



د ٢٠٠٨ کال د اکتوبر په مياشت کې د استيناف محکمې د کامبخش سزا شل کاله بند ته راتيټه کړه. جنايي حقيقي تورونه څرګند نه شول. هغه د رفض ويلو په تور تورن شو، چې د جزا په قانون کې وجود نه لري. د محاکمې په بهيرکې شهادتونه ورکړ شول چې هغه په ټولګي کې ناسزا ويل، ناسمې ټوکې يې کولې او ډېرې لمسوونکې او ناجايزه پوښتنې يې کولې.



دوسيه د نژدې يو کال راهيسې ځنډېدلې وه. دپلوماتيکې ټولنې د افغانستان پر سترې محمکې خپلو فشارونو ته زور ورکړ، چې د مارچ په مياشت کې يې شل کاله د بند سزا وټاکله، خو ولسمشريزو ټولټاکنو دې هڅو ته زور کړ، ترڅو دا زلمى خوشې شو.



داسې انګېرل کېدل نوماندى کرزى به محافظه کار ملايان تر کابو لاندې راولي، چې زياتره يې کامبخش ته د مرګ د سزا په ورکولو خوشال وو. له سياسي اړخه د کامبخش د خوشې کېدو کار يو څه خطر درلود، خو بيا هم کرزي له نړيوالې ټولنې سره خپلو کړو ژمنو ته غاړه کېښوده، د مرګ سزا يې رده کړه او د کور دننه يې خپل بنسټپال ملګري هم راضي کړل.



د اګست د مياشتې د شلمې د ټولټاکنو يو څو ورځې وروسته نوموړي هغه عفوه لاسليک کړه، چې تمه ورته کيده.



کامبخش په پټه خوشې شو، آن د هغه کورنۍ خبره نه وه. ابراهيمي وويل هغه اجازه نه درلوده آن خپله مور خبره کړي. خو کله چې برتانوي ورځپاڼې، ده انډيپنډينټ The Independent د سپتمبر په اوومه د دوشنبې په ورځ له موضوع پرده پورته کړه، ابراهيمي خپل مو راو پلار خبر کړل.



کامبخش په يو پټ ځاى کې خوندي دى. سره له دې چې د هغه ورور ابراهيمي وويل، ورور يې په اروپا کې دى، خو زيات جزئيات يې ورنه کړل او نه يې دا وويل، چې د هغه د کورنۍ راتلونکي پلانونه به څه وي.



هغه وويل: "فکر کوو چې څه وکړو."



د کامبخش د قضيې په اړه ورکړ شوې رپوټونه







-کامبخش خوشې شو. (اى آر آر ٣٣٦، د ٢٠٠٩ کال د سپتمبر اووم)

-سترې محمکې د ارتداد په اړه د استيناف غوښتنه رد کړه. ((اى آر آر ٣١٥، د ٢٠٠٩ کال د مارچ لسمه)

-کامبخش بايد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. ((اى آر آر ٣٠٣، د ٢٠٠٨ کال د اکتوبر ٢٣))

-ژورناليستانو د کامبخش په اړه د عدالت غوښتنه وکړه. ((اى آر آر ٢٩٦، د ٢٠٠٨ کال د جولاى نهمه))

-د پروېزکامبخش ژغورنه. ((اى آر آر ٢٩٣، د ٢٠٠٨ کال د جون ١٦))

-د افغان خبريال د خوشې کېدو په اړه هيلې مړاوې شوې. ((اى آر آر ٢٩١، د ٢٠٠٨ کال د جون دويمه))

-د کابل لاريون کوونکو د خبريال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. ((اى آر آر ٢٨٢، د ٢٠٠٨ کال د فبروري څلورمه))

-په مرګ د افغان خبريال محکومول "سياسي" بڼه لري. ((اى آر آر ٢٨١، د ٢٠٠٨ کال د جنورۍ ٢٤))

-آى ډبليو پي آر افغان خبريال ته د مرګ د سزا اورول غندي. ((مطبوعاتي بيان، د ٢٠٠٨ کال د جنورۍ اتمه))

-افغان خبريال د ارتداد په تور د مرګ په سزا محکوم شو. ((اى آر آر ٢٨٠، د ٢٠٠٨ کال د جنورۍ ٢٢))

Afghanistan
Regime
Frontline Updates
Support local journalists