په هلمند کې د ټولټاکنو د درغليو زيات شواهد

په داسې حال کې چې د رايو شمېرل دوام لري، د شکايتونو لړۍ پراخيږي.

په هلمند کې د ټولټاکنو د درغليو زيات شواهد

په داسې حال کې چې د رايو شمېرل دوام لري، د شکايتونو لړۍ پراخيږي.

Friday, 4 September, 2009
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

: "ماته پته وه چې په نادعلي کې درغلي نه وه. د رايو اچولو په مرکز کې د رايه ورکولو کوم صندوق نه و ډک شوى. کوم صندقونه چې د ټولټاکنو کارکوونکو راوړل ټول ډک وو."



د افغانستان د ولسمشريزو او لايتي شوراګانو له ټولټاکنو څه ناڅه دوه اونۍ وروسته څرګنده خبره داده چې د رايو ورکولو بهير له نيمګړتياوو ډک شو. د پراخو درغليو ادعاګانې د ټاکنو د شکايت کميسون ته رارسيږي، چې تر اوسه يې له ٢٥٠٠ څخه زيات رسمي شکايتونه درج شوي دي.



پايلي ورو ورو راروانې دي او تر اوسه د نيمايي هغو شمېر خپور شوى دى. د سپتمبر تر لومړۍ د سه شنبې تر ورځې پورې ولسمشر حامد کرزي د ډاډ وړ رايې تر لاسه کړي، خو د حيرانۍ وړ نه دي. هغه په سلو کې د ٤٦ رايو په ګټلو په لومړۍ ليکه کې ځاى لري، په داسې حال کې چې د هغه اصلي سيال، ډاکټر عبدالله عبدالله په سلو کې ٣٣ رايې تر لاسه کړي او په دويمه ليکه کې ولاړ دى.



بهير تر هغه اند ازې غړند روان دى چې د زياترو شنونکو په اند به د ټولټاکنو د خپلواک کميسون د ايښي نېټې، د سپتمبر تر ١٧ پورې د رايو رسمي شمېرنه بشپړه شي. دمګړۍ په پام کې ده چې ټول رارسيدلي شکايتونه تر پلټنې لاندې ونيول شي او د رايو د اعتبار په اړه پرېکړه وشي.



که يو نوماندي هم په سلو کې پنځوس جمع يو رايې و نه ګټلې، نو د اکتوبر په لومړيو کې به د ټاکنو دويم پړاو تر سره شي. په داسې حال کې د ټولټاکنو ماهرين هيله من دي چې د دويم پړاو ټاکنې به په ظاهره قانونيت ولري، خو د افغانستان د امنيتي ترينګلي حالته له مخې يوشمېر نور شنونکي اندېښنه لري، چې دويم پړاو ښايي د خلکو د زياتې نارضايتۍ لامل شي.



په عين حال کې دوه مخکښ نوماندي په عصبي جګړې کې نښتي دي. عبدالله رسنيو ته پراخ شکايتونه کړي چې د هغه برى ورڅخه غلا شوى دى. خو کرزى په ډاګه او جرات ټينګار کوي چې هغه د افغانانو قانوني انتخاب دى.



د واړو نوماندو ملاتړو په ښکاره ډول ويلي دي چې ماته به ونه مني او مخکينى ډار چې کېداى شي ټاکنې په تاوتريخوالي بدلې شي، يو ځل بيا راژوندى شوى دى.



خو که چېرته تر بحث لاندې د افغانستان تر ټولو ناکراره ولايت، هلمند کوم سګنال ورکړي، نو هغه به تر دې دمه چې ګټونکى اعلان شي يوه سخته او اوږده جګړه شي.



په هلمند کې رايه ورکوونکي د طالبانو له ډاره يا ښايي له دې امله په خپلو کورنو کې پاتي شوي وي، چې حکومت ورته په تېرو اتو کلونو کې د پام وړ کار نه دى کړى. وروستيو پوځي عملياتو ظاهرا د هغه ولايت ځينې برخې پاکې کړې، خو په شا تللو يا ماتې خوړلو طالبانو په سيمې کې د پراخه ماينونو د ښخولو له لارې خپل غچ واخيست.



يو شمېر خلک د رايه ورکوونکو شمېر په سلو کې له ٥ – ١٠ پورې بولي.



خو څارونکي چيغې سوري وهي چې په سلګونه زره رايې شمېرل شوي دي.



د نادعلي د ولسوالۍ د چاه انجير د رايو د ورکولو د مرکز کارکوونکي، مجتبى وويل: "د ټاکتو په ورځ له سهاره تر ماښامه زموږ د رايو ورکولو په ټول مرکز کې يوازې ٤٧ رايې اچول شوې وې. خو کله چې صندقونه پرانيستل شول يو صندوق مو نه ليد چې له څو سوو لږې رايې په کې پرتې وي. ټول صندقونه د رايو د ورکولو د مرکزونو رئيسانو د رايو له کاغذونو ډک کړي وو."



هغه په خپګان خپل ولي وغورځول. او ويې ويل:



"خواشينى يم، چې په دې بهير کې مې ونډه اخيستې ده."



د نادعلي د شورا مشر، عبدالله احد (عبدالاحد) هلمندوال په ټينګار وويل چې رايې ډېرې شفافې وې.



هغه وويل: "هيڅوک نشي ويلاى چې يوه رايه هم ناچله ده."



سره له دې هم د سترګو ليدلي شاهدان خپلې خپلې کيسې کوي.



مزمل شکري وويل: "ما د نادعلي په يو مرکز کې يو رايه ورکووونکى ثبتولو، يو ځايي قوماندان راته په سلګونو فورمې راوړي چې د رايه ورکوونکو د کارتونو له شمېرو ډک وو. ما هغه ته د رايې د پاڼې له ورکولو څخه انکار وکړ. خو د مرکز مشر، چې يو بېوزلى ښوونکى و، راغى، ډېر ډارېدلى و او ويل يي (څه چې [دى] وايي هماغسې وکړه.)"



د ناوې په ولسوالۍ کې وضعه همدا ډول وه، چې تر ټاکنو څو ورځې دمخه د طالبانو په وړاندې د سترو عملياتو مرکز و. د هلمند والي، ګلاب منګل د ټاکنو په ورځ د يوې ډلې خبريالانو په ملګرتيا د ناوې ولسوالۍ ته راغى.



د ټولټاکنو يو کارکوونکي، چې ويې نه غوښتل ونومول شي، وويل، چې د ناوې په ليسې کې د رايې ورکولو عمده مرکز ته يوازې ٢٤٠ رايه ورکوونکي راغلي وو.



هغه وويل: "خو د رايو ورکولو ټول صندقونه ډک وو."



د هلمند د ټاکنود کميسون مشر، انجنير عبدالهادي ټولې ادعاګانې ردوي چې ګوندې د هغه کارکوونکو دې د رايو په ناچلولو کې لاس درلودلاى وي.



هغه وويل: "درغلي وه، خو دومره لږه چې اندازه کېداى نشي. که څوک بل څه وايي نو ثبوت دې کړي. که نه نو، تش درواغ دي او موږ يې نشو منلاى."



د ولايتي شورا غړو خپل شکايتونه نه پټول.



آدم صفت الله وويل: "په سنګين، ناوې او نادعلي کې د کرزي د ملاتړو له خوا زياته درغلي شوې ده. هغوى په خپلو لاسونو د ټول ولس د رايو پاڼې اچولي دي. زه لوړې کولو ته چمتو يم."



په نهرسراج او بست کلا کې کيسه يو راز وه.



په نهر سراج کې يوسړى چې د اوړو شنه بوجۍ يې په اوږو بارکړې وه، په خندا وويل: "څه ټاکنې؟ هلته يوازې مافيا وه. هرچا د رايو صندقونه ډکول او ټولې رايې يو سړي، ښاغلي ولسمشر، ته لاړې."
Frontline Updates
Support local journalists