کرزی د موازنې د رامنځته کولو په لټه کې

ولسشمر د نوې کابېنې په اعلانولو د هېواد زياتره جنګ سالاران يوې خواته پرېښودل.

کرزی د موازنې د رامنځته کولو په لټه کې

ولسشمر د نوې کابېنې په اعلانولو د هېواد زياتره جنګ سالاران يوې خواته پرېښودل.

Wednesday, 16 November, 2005

د ولسمشر حامد کرزي له خوا نوي اعلان شوې کابينه په عمومي توګه د زياترو افغانانو او نړيوالو څارونکو خوښه شوې ده.


داسې برېښي، چې ولسمشر حامد کرزي، د دفاع د وزير په ګډون د لوړپوړو جنګ سالارانو د يوې خوا ته نکولو په اړه پوره پام کړی وي. هغه يو نوی وزارت د نيشه يي توکو د توليد په وړاندې د مبارزې لپاره رامنځته کړ.


د کابينې نويو غړيو د کابينې له اعلان څخه يوه ورځ وروسته، د د سمبر په 24 د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د نويو دندو په وړاندې د لوړې مراسم پرځای کړل. دا ټاکنې بايد نوي پارلمان تاييد کړي، چې په راتلونکي کال به وټاکل شي.


د دسمبر په اوومه د هېواد د لومړي ټاکل شوي ولسمشر په توګه د کرزي د لوړې له مراسمو څخه وروسته د کابينې اعلان څو څو ځلې وځنډېد.


د دفاع وزير، تاجيک توکمه نوميالی جنګ سالار او د شمالي ټلوالي مشر، محمد (قسيم) فهيم، پرځای، چې په 2001 کا کې يې د امريکا له متحده ايالتونو سره له واکه د طالبانو په رانسکورولو کې مرسته کړې وه، د هغه مرستيال، عبدالرحيم وردګ وټاکل شو.


وردګ يو پښتون دی او د 1980 په لسيزو کې يې، د کورنۍ جګړې پر مهال له هېواد څخه له وتلو دمخه، د شوروي اشغال پر وړاندې د جګړې د قوماندان په توګه ښه نوم ګټلی و.


ډاکتر سهراب علي د سهيلي جنګ سالار، ګل اغا شېرزي پر ځای د فوايد عامې د وزيرپه توګه ټاکل شوی دی. وروسته بيا حامدکرزي، ګل اغا د کندهار د والي په توګه وټاکلو، چې دمخه هم د هغه ولايت والي و.


د نړيوال بانک پخوانی چارواکي، اشرف غني، پر ځای، چې د نړيوالو مرستو د ښه خوندي کولو له امله يې نوم ګټلی دی، د کرزي پخوانی ملګری، د افغانستان بانګ رئيس، انورالحق احدي وټاکل شو. اشرف غني وروسته د يو جلا فرمان له لارې د کابل پوهنتون د رئيس په توګه وټاکل شو.


د بهرنيو چارو وزېرعبدالله او د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي خپلې څوکۍ ساتلي، چې دواړه په لويديځ کې شهرت لري.


عبدالله تاجيک توکمه دی او د شمالي ټلوالي وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود وياند و، سره له دې چې په ټول ټاکنو کې يې د حامد کرزی د لوی سيال، يونس قانوني ملاتړ کړی و، په خپله څوکۍ پاتې شو.


جلالي، چې په 1982 کال کې امرکا ته تللی و او د امريکا غږ په درې او پښتو خپرونو کې يې کار کاو، په 2004 کال کې د کورنيړ چارو د وزير په توګه وګومارل شو.


په هر ترتيب يو سيمه ييز پياوړی شخص ته په نوې کابينې کې ځای ورکړ شوی دی.


د هېواد دلوېديځ پياوړی جنګ سالار،جنرال اسمعيل خان ته د اوبو او برښنا د وزارت څوکۍ ورکړ شوه، چې د کال په سر کې، کرزي د هرات د والي په توګه هغه له کاره ګوښه کړ. د اوبو او برښنا وزارت د مهمو وزاروتونو په لړ کې نه راځي، خو د اسمعيل خان په ټاکلو به د بشري د حقوقو د ډلو نيوکې راوپاريږي، چې له کرزي غواړي د جنګ سالارانو اغېز کم کړي او يو ښه مسلکي سياسي پوړ رامنځته کړي.


کرزي د سيمه ييزو قوماندانانو د اغېز اوبو کولو ته ټينګه ملاتړلي ده، چې د هغوی شخصي ملېشې لا تر اوسه د هېواد په زياترو ليريو پرتو سيمو واک چلوي.


اسمعيل خان په خپل وخت کې د هرات د والي په توګه په شکنجو او ځورولو تورن دی، خو په سيمه کې د امنيت د ټينګولو او د نسبي سوکالۍ د راوستلو له امله هم په ښه نوم ياديږي. هغه په 1997 کال کې طالبانو بندي کړ. درې کاله يې د کندهار په جېل کې تېر کړل. وروسته له بند څخه وتښتېد او له شمالي ټلوالې سره يوځای شو.


د کرزي په نوې کابينې کې د ښځو د چارو د وزيرې په توګه د ولسمشرۍ د څوکۍ د يوازينۍ ښځينه کانديدې، مسعودې جلال په ګډون، امنه افضلي د ځوانانو د چارو د وزيرې او صديقه بلخي د شهيدانو او معيوبينو د چارو د وزيري په توګه، درې ښځينه وزيرانې دي.


حبيب الله قادري، په پرته لييزه توګه ناپېژندل شوې څېره، له نيشه يي توګو سره د مبارزي د نوي رامنځته شوي وزير په توګه ټاکل شوۍ دۍ. دا وزارت به له نزدې وڅارل شوي، چې ايا کولای شي، په هېواد کې د کوکنارو د کرکيلي او اپيمو د توليد مخنيوي په هکله د کرزي ژمنې سر ته رسوي او که نه. په دې وروستيو وختونو کې کرزي د د څو مليارډو ډالرو نيشه يي توکو سوداګرۍ په وړاندې جهاد اعلان کړ او ويې ويل، چې دا توکي د طالبانو او القاعدې په پرتله ولس ته ستر ګواښ دی.


په همدې توګه په نوې کابينې کې د اقتصاد په نوم يو نوی وزارت رامنځته شوی دی او د بياجوړولو پخوانی وزير، محمد امين فرهنګ يې د اقتصاد د وزير ټاکلی دی.


د کابينې د غړيو ټاکنه ددې جګړه ځپلي هېواد لپاره ډېره مهمه ده، تر څو له ډېرو ستونزو څخه، لکه د ويجاړو شويو بنسټونو (زېربنا) په ګډون د سرزورو طالبانو او القاعده اله ګوله کوونکو، او د نيشه يي توکو له سوداګرۍ، چې د نړۍ درې برخې ايبيم توليدوي، ځان راوباسي.


نوي اساسي قانون د کابيني جوړول پېچلي کړي دي: د هغې غړی بايد لږترلږه د پوهنتون زده کړې ولري او هغه وزيران چې دوه ګونی تابعيت ولري، بايد بهرني تابعيت له لاسه ورکړي.


د افغانستان زياتره سياسي رړښان اندې، چې د دوو لسيزو اوږدو جګړو په بهير کې له هېواده بهر استوګن دي، د امريکا د متحده ايالتونو او يا د برتانيې تابعيت ترلاسه کړی دی. يو شمېر يې ددغه تابعيت د لاسه ورولو په هکله زړه نازړه دي او خلک په هغوی نيوکې کوي، چې د خپل هېواد له راتلونکي سره مينه نه لري.


زيات شمېر ځايي څېړونکي د کرزي نوي کابينه په عمومي توګه د ستاينې وړ بولي.


د افغانستان د علومو داکادمۍ غړي، حبسيب الله رفيع وويل، ټاکنې ښايي د خلکو له غوښتنو سره سل ښه سلو کې برابرې نه وي، خو هغه څه دي، چې کرزي يې ژمنه کړې وه.


په کابل کې يو بل سياسي څيړونکي، فضل الرحمن اوريا وويل، چې کرزي هڅه کړې تر څو يوه ملي او متوازنه کابينه جوړه کړي. خو اوريا د اشرف غني په ګوښه کېدو خواشيني څرګنده کړه. هغه وويل: ((د (ماليي له وزارت څخه) د هغه لېرې کېدل ښايي افغانستان ته د بهرنيو مرستو د کمېدو لامل شي. خو په عمومي توګه له دې نه شوه ښه کېدای.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists