سينماګانې له زياتېدونکو سياليو سره مخامخ دي
زيات شمېر خلک په دې وختونو کې د سينمايي سانسور شويو فلمونو په پرتله غوره ګڼي، هغه په ډي وي ډي ګانو کې په خپلو کورنو يا رستورانونو کې ننداره کړي.
سينماګانې له زياتېدونکو سياليو سره مخامخ دي
زيات شمېر خلک په دې وختونو کې د سينمايي سانسور شويو فلمونو په پرتله غوره ګڼي، هغه په ډي وي ډي ګانو کې په خپلو کورنو يا رستورانونو کې ننداره کړي.
لکه د هرځاى دځوانانو په څېر، جواد د فلمونو له لېدلو سره مينه لري. خو دا ددې مانا نه لري، چې هغه دې ګوندې د وروستي فلم د نندارې لپاره سينما ته ولاړ شي. د هغې پر ځاى د ٢٣ کلن ځوان د کور ترڅنګ په دکان کې يوه ډي وي ډي رانيسي. هغه وايي: "په سينماګانو کې بيړ وبا راو بې نظمي وي. زه د فلم ډي وي ډي اخلم او په کور کې يي د کورنيو له نور غړيو سره يوځاى ګورم." جواد وايي، نو رلاملونه هم شته، چې ولې د سينما په پرتله په کور کې د فلم ننداره غوره بولي. هغه وايي: "(په کور کې) فلم څو څو ځلې ليدلاى شم. خو په سينماګانو کې يوازې يوه پلا ننداره کيږي. په سينما کې روزنيز فلمونه، نه چليږي. افغاني او هندي فلمونه خلکو ته يوازې جګړه او لوکس ژوند ورښيي."
په کابل کې د سينما ګانو د خاوندانو لپاره سينما ته، د جواد نه تګ، ښه خبر نه دى. د طالبانو له راپرځېدو ورسته د کابل پخوانۍ مشهورې سينما ګانې، چې په دې وروستيو وختونو کې بيا پرانيستل شوې، اوس په بازار کې د پرېمانه ډي وي ډي او په کورنو کې له ثبتو شوو سندرو سره ځانونه په سياليو کې ګوري.
نجيب وايي، هغه د کابل د ښار په مرکزي برخه کې د ډي وي ډي د پلورلو له لارې په زړه پورې کار و بار لري. نوموړى وايي "د ورځې له ٢٠ څخه تر ٣٠ پورې ډي وي ډي پلورم. دا ښه کاروبار دى."
د وروستيو خپرو شويو فلمونو بې قانونه ثبت شوې کاپيګانې په بازار کې د ٥٠ افغانيو په بدل کې پلورل کيږي او چينايي ډي وي ډي ګانې په بازار کې د دوه زرو افغانيو په وړاندې موند ل کيږي. زياتره خلک دا دليل راوړي، چې ولې سينما ته لاړ شي او شل افغانۍپه يو ټکټ ورکړي.
د هغې برسېره د ښا رپه زياترو رستورانونو او آيس کريم په دکانونو کې اوس موسيقي غږول کيږي او په ډي وي ډي کې فلمونه نندارې ته ايښوول کيږي. په رستورانونو کې د شپې له ډوډۍ سره د فلمونو دا ننداره يوه نوې خبره ده.
د حکومتي او شخصي سينماګانوپه پرتله د ډي وي ډي فلمونه نه سانسوريږي.
زيات شمېر ځوانان وايي، هغوى هغو رستورانونو او د آيس کريم دکانونو ته ځکه ځي، چې فلمونه په وړيا توګه نندارې ته وړاندې کوي. ٢٢ کلن محمد رفيع وايي: "هغه يوازې په کوچنيو رستورانونو کې د فلم نندارې ته کيني. نوموړى وايي: "دا سمه نه ده، چې ځوانان سينماګانو ته لاړ شي، ځکه دا کار د هغوى اخلاقو ته تاوان رسوي." خو هغه په دې زيات خوشحاليږي، چې د ډوډۍ خوړولو رستورانونو کې د فلم نندارې ته کيني. رفيع وايي: "که په رستورانونو او د آيس کريم په دکانونو کې د فلم ننداره وکړو، نو وخت مو له لاسه نه وځي."
له بلې خوا په پلازمينې کې زړې سينماګانې له سره جوړې او پرانيستل کيږي. تېره مياشت د آريانا سينما د بيارغاولو له نهو مياشتو کار وروسته، چې د فرانسې د حکومت د ١١٠ زره ډالرو په لګښت له سره جوړه شوه، پرانيستل شوه. د فرهنګې اطلاعاتو مدير، ريناود دونيديو دي اوابرس ددې په هکله چې ولې د هغه حکومت ددې پروژې لګښت پر غاړه اخيستى، وايي: "سينما ګانو ته تګ او د فلمونو ننداره خلکو ته يو تر بله د اړيکو ټينګولو ته زمينه چمتو کوي." هغه وايي: "موخه داده، کورنيو ته داسې يوه زمينه چمتو کړو، چې د فلمونو ننداره وکړي او نارينه، ښځې او کوچنيان په آزادانه ډول سره راغونډ شي."
يو شمېر خلک دا پوښتنه رامنځته کوي، چې دا نوې سينماګانې به لېدونکي څنګه ځانته راکاږي.
د اريوب د ٧٠٠ څوکيو لرونکې سينما په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته پرانيستل شوه. د هغې خاوند، محمد کريم وايي، زياتره وختونه په سينما کې د څوکيو څلورمه برخه هم نه ډکيږي. محمد کريم وايي، په پاى کې به څنګه وکړاى شو، د کارکوونکو معاشونه، محصول او نور لګښتونه پوره کړو."
د افغان فلم مرستيال، عبدالجميل سرور وايي، د افغان فلم رياست په ټول هېواد کې ٤٨ سينما ګانې چلوي، خو اوس يوازې پنځه هغه يي فلمونه نندارې ته وړاندې کوي.
د افغان فلم د اطلاغاتو او فرهنګ په وزارت پورې تړلى دى. له هغه مهاله چې سينما ګانو په فعاليت پيل کړى دى دا رياست سينماګانو ته فلمونه چمتو کوي او نورې اړوندې چارې يي سمبالوي. په هغې برسېره د افغان فلم له هرې سينما غواړي، چې په مياشت کې دوه ځلې افغاني فلمونه نندارې ته وړاندې کړي، سره له دې چې هندي او امريکايي فلمونه زيات مينه وال لري.
نوموړى وايي، د افغان فلم رياست ټول فلمونه نندارې ته له وړاندې کولو دمخه يو ځل له نظره تېروي. د افغان فلم رياست له فلمونو څخه د نڅا صحنې نه لېرې کوي، خو د فلم هغه برخې ليرې کوي، چې نارينه او ښځې يو له بل سره نژدې کيږي. که چېرته دا صحنه له دوو دقيقو څخه واوړي، نو بيا فلم ته د نندارې هيڅ اجازه نه ورکول کيږي.
هغه فلمونه او ډي وي ډي ګانې چې په رستورانونو او د آي سکريم په دکانونو کې نندارې ته وړاندې کيږي، نه سانسوريږي.
يو شمېر ځان ساتي مذهبي مشران وايي، دا سانسور بس نه دى. هغوى په دې هکله د طالبانو د نظر ملاتړ کوي، چې ويل يي، د فلمونو ننداره د اسلام له دين سره مخالف کار دى.
د بابه کيداني د جومات امام، ملا امير جان وايي: "سينما ته تګ او د فلمونو ننداره له شريعت سره مخالفه ده او خلک بې لارې کوي. دا (افغانستان) يو اسلامي هېواد دى او د سينما ګانو جوړول د غير مسلمانانو کار دى."
په دې توګه د سينما ګانو خاوندان د مذهبي محافظه کارانو او د نوې ارزانه تکنالوژۍ د آزاد اغېز تر منځ ښکېل شوي دي. ځينې خلک له حکومت څخه د مرستې په هکله د ګام د اوچتولو غوښتنه کوي.
محمد کريم غواړي، چې حکومت په رستورانونو او د آيس کريم په دکانونو کې د فلم په ښوولو باندې بنديز ولګوي، که نه نو ښايي په هېواد کې د سينماګانو د تړلو سبب شي.
له بلې خوا ځينې خلک لا تر اوسه سينما ګانو ته له تګ خوند اخلي. دهرات يو زده کوونکى، ١٤ کلن هارون وايي: "په هرات کې سينما نه شته. د ښوونځي په ساعتنونو کې رستورانونو ته د فلم د نندارې لپاره نه شم تلاى. کله چې کابل ته راشم... نو سينما ته ځم."