د کندهار وژنو امريکايي ضد غوسه وپاروله

ښايي د متحده ايالتونو د سرتيري ليونتوب د پخوا په پرتله زيات امريکايي ضد اعتصابونه راوپاوري، خو له هغې سره سره داسې نه بريښي د کابل او واشنګټن تر منځ اړيکې غړند کړي.

د کندهار وژنو امريکايي ضد غوسه وپاروله

ښايي د متحده ايالتونو د سرتيري ليونتوب د پخوا په پرتله زيات امريکايي ضد اعتصابونه راوپاوري، خو له هغې سره سره داسې نه بريښي د کابل او واشنګټن تر منځ اړيکې غړند کړي.

Noorrahman Rahmani

د افغانستان لپاره د آی ډبليو پی آر د مشر، نور رحمان رحماني ليکنه

د افغانستان په سويل کې د يوه امريکايي سرتيري په لاس د ۱۶ تنو ولسي خلکو وژنې پداسې يو مهال کې د خلکو کرکه او غوسه وپاروله، چې تېره مياشت د بګرام په هوايي اډه کې د پاک قران څو نسخو ته اور  اچول شوی و. د افغانستان لپاره د آی ډبليو پي آر مشر، نور رحمان رحماني د مارچ د يوولسمې نېټې د ډزو احتمالي اغېز بيانوې او دې ته ګوري چې آيا واشنګټن د افغانانو د غوسې د سړولو لپاره زيات څه کولای شي او که نه.

د افغانستان دننه د خلکو غبرګون څنګه دی؟

خلک، په تېره بيا ځوانان، د هېواد په ټولو برخو کې ډېر خپه دي. تر اوسه يوازې د پېښې په ځای کندهار، کې يو ستر لاريون شوی دی. داسې غوښتنې روانې دي چې د متحده ايالتونو سرتيری عدالت ته راکښل شي او په افغاني محکمو کې محاکمه شي. له بده مرغه دا کار ځکه نشي کېدای چې په دې اړه لا له پخوا د ايساف [ناتو پوځونو] او کابل حکومت تر منځ يوه هوکړه شوې ده.   

اوس زيات شمېر افغانان وايي آن که سرتېری افغاني محاکمو ته حاضر هم شي، نو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې به وي؛ ځکه هغوی داسې هيڅ باور نه لري چې متحده ايالتونه به مجرم ته وړ سزاورکړي. زياتره افغانان داسې انګيري چې د پېښې په اړه د متحده ايالتونو بښنه يوازې د غولولو يوه هڅه ده. هغوی نه غواړي بښنه ترې وغوښتل شي، هغوی عمل غواړي.

آيا فکر کوئ چې دا پېښه به په بګرام کې د قرانکريم د سېځلو په پرتله زياتې سپرغۍ وشيندي؟

قرآنکريم بيا چاپېدای شي، خو وژل شوي ولسي خلک، نارينه، ښځې او کوچنيان بېرته نشي راژوندي کېدای.

زموږ په اند د قرآنکريم د سېځولو په وړاندې د لاريونو په پرتله به ددې کار له امله ډېر ترخه غبرګونونه سرته ورسيږي. دا کار به د حکومت مخالفينو او همدارنګه د افغانستان ځينو ګاونډيو ته، چې دلته د نړيوال شتون مخالف دي، د لاريونونو بله پلمه په لاس کې ورکړي. 

طالبانو لا له وړاندې د غچ اخيستلو لوړه کړې. البته هغوی به له دې پېښې څخه د تبليغ او [په خپلو ليکو کې] د افرادو د ګومارلو لپاره کار واخلي.

خلک وايي دا يو نه بښونکی عمل دی. داکار نه يوازې د غير افغانانو ژوند له خطر سره مخامخوي، بلکې د هغو افغانانو ژوند ته به هم خطر پېښ شي، چې له بهرنيو ځواکونو او  نړيوالو موسسو سره کار کوي.

زما په څېر خلک وايي نړيواله ټولنه زموږ ملګرې ده او غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي، خو ددې پېښې له امله خلکو ته زياتې پوښتنې راولاړېدلای شي. 

د وژنو په اړه رامنځته شوې مفکورې څنګه دي؟

افغانان دا پېښه يوازنۍ پېښه نه بولي. خلک وايي دمخه هم دا راز پېښې رامنځته شوې وې، لکه د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې په کاپيسا کې بريد، چې له امله يې څو تنو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ او د ۲۰۱۰ کال په جون کې په کندهار کې يوه واده ته پر راغلو خلکو بمباري.    

ايساف وايي ډزې کوونکي سرتېري رواني ناروغي درلوده. افغانان وايي، که دا خبره رښتيا وي، نو ولې يې د لېونتوب له امله پر خپلو انډيوالانو (سرتېرو) ډزې نه کولې؟ ولې له خپل  مرکزڅخه  بهر ولاړ؟ ولې يې ناروغي پېژندل شوې نه وه؟ 

خلک باور لري، ښايي د خپلو وژل شوو ملګرو د غچ اخيستلو لپاره به يې عمدا دا کار کړی وي. ځينې نور وايي دا ناشونې خبره ده چې يو سرتېری دې په دوو بېلابېلو سيمو کې پر درېو کورونو يرغل وکړي. هغوی باوري دي  دا دمخه يو پلان شوی کار و، چې د يوې ډلې له خوا سرته ورسېده، نه د يوازې د يو پست امريکايي سرتېري له خوا.

آيا دا کار به د کابل او واشنګټن پر اړېکو يا د ۲۰۱۴ کال لپاره د نړيوالو پوځونو پر پلان شوو وتلو اغېز وکړي؟

نه يوازې متحده ايالتونو، بلکې په عمومي ډول ايساف، د خلکو د ډاډ د ترلاسه کولو په موخه د خلکو د زړونو د  ترلاسه کولو پر عملياتو مليونونه ډالر ولګول. کېدای شول څه کوچنی برياليتوبونه يې درلودلی وای، خو وروستيو پېښو په دې مبارزې برعکس اغېز وکړ. زه اوس دې نظر ته رسېدلی يم، چې خلک به هيڅکه هم پر نړيوالو پوځونو باور ونه کړي. هغوی هر بهرني ځواک ته د امريکايي په سترګه ګوري او د ملتونو تر منځ توپير نه کوي.   

زما په اند به دا پېښه د اوږدې مودې لپاره د کابل او واشنګټن تر منځ  اړيکې اغېزمنې نه کړي. افغان حکومت به وغواړي خپله خپلواکي څرګنده کړي او يو څه سمبوليکې ويناوې او هغه دغه وکړي. خو وروسته به بېرته اړيکې د پخوا په څېر عادي شي. 

په هر ډول اغېز به دا وي چې د افغان حکومت او ولس تر منځ به واټن پراخه شي. زياتره خلک، په تېره بيا کليوال، د کابل حکومت د امريکا د لاسونو نانځکه بولي، چې نشي کولای خپل هېوادوال وساتي. وروستۍ ډزې به دا نظر لا پسې پياوړی کړي. طالبان لا له وړاندې په دې سيمو، په تېره بيا په پښتون ميشته سيمو کې، خورا فعال دي او  دا پېښه به د هغوی د مفکورو له بريالي کېدو سره مرسته وکړي. 

زما په اند به دا پېښه د [پوځونو] ۲۰۱۴ کال وتل تر اغېز لاندې رانه ولي. زياتره افغانان د نړيوالو سرتېرو په اړه له بدګومانۍ سره سره د سرتېرو وتل نه غواړي، ځکه ډاريږي افغانستان به يو ځل بيا د سيمه ييزو قدرتونو د جګړې ډګر او په کورنۍ جګړې کې ښکېل شي.

يقينا افغانان د سوله ييزو لاريونو حق لري، خو ښايي خپلو دښمنانو ته ددې وخت ورنه کړي، هغوی وکاروي او د تاوتريخوالي تخم وشيندي، چې په پای کې له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو د لا خرابېدو لامل شي.    

په هر ډول متحده ايالتونه خپله اجندا لري او فکر نه کوم له ۲۰۱۴ کال دمخه ووځي. له هغې سره سره به دا پېښه راوروسته دوه کلونه هم د بهرنيو سرتېرو او هم د افغان حکومت او د هغه د ولس تر منځ اړيکي لا پسې ستونزمن کړي

Conflict
Frontline Updates
Support local journalists