د افغانستان په شمال کې له "پوليسو" څخه شکايتونه

د کابل له اجازې پرته ځايي ګومارل شوي ځواکونه د مرستې او حمايت پرځاى له خلکو سره پر ناوړه چال چلن تورن دي.

د افغانستان په شمال کې له "پوليسو" څخه شکايتونه

د کابل له اجازې پرته ځايي ګومارل شوي ځواکونه د مرستې او حمايت پرځاى له خلکو سره پر ناوړه چال چلن تورن دي.

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

د افغانستان په بلخ ولايت کې له امنيتي ځايي ګومارل شوو ځواکونو څخه د ناوړه چال چلن ادعاګانو يو لړ پوښتنې راپيدا کړي دي. چې د قانون د څارنې دا واحدونه څنګه جوړيږي، څنګه اداره کيږي او څنګه مسؤول ګڼل کيږي.

دا شکايتونه د چاربولک او چمتال په ولسواليو کې راپورته شوي، د پوليسو د جوړو شوو واحدونو د دريځ په اړه شک او ترديد څرګندوي، چې ګوندې دا واحدونه د هغه ولايت د والي عطا محمد نور له خوا د افغان ملي پوليسو په بهانه جوړ شوي دي.

د پاينده په نامه يوه سړي،  چې د مزارشريف په ښار کې د کار په لټه کې و، وويل، هغه دې ته اړايستل شو چې ددې ځايي پوليسود ظلم او تيري له امله په چاربولک کې خپل کور پريږدي 

هغه وويل: "ما نه پېژندل چې هغوى څوک وو، پوليس وو که غله. هره ورځ به راتلل او ډوډۍ او پيسې به يې غوښتلې. داسې وخت راغى چې بله چاره راته پاتې نشوه، بې له دې چې کور پريږدم. ځايي پوليسو ټولې هغه پيسې راڅخه واخيستې، چې ما د ژمې لپاره ساتلې وې."

ځينې خلک ادعا کوي، د پوليسو دا واحدونه د کورنۍ جګړې د پېر د ملېشو په څېر چال چلن کوي، چې د زورځواکو اشخاصو په شخصي اردو کې يې کار کاوه. ددې واحدونو يو شمېر خو لا د همدې زړو ملېشو له ليکو څخه جذب شوي دي. 

د قربان خان په نامه يو سړي وويل: "هغوى بدنامه خلک دي او زيات حيثيت نه لري."

د بلخ ولايت يو ژورنالست، عارف موسوي وويل هغه په لسګونه داسې خلک پېژني، چې د ځايي پوليسو له ډاره نشي کولاى خپلو کورنو ته لاړ شي، ځکه د ملېشو په څېر چلن ورسره کوي.  په داسې يو هېواد کې چې د کورنۍ جګړې اوږده مخينه لري، بې سره او  کوڅه ډب  واحدونه په ډېرې اسانۍ سره ګډوډي رامنځته کولاى شي.

په داسې حال کې چې د چاربولک او چمتال اوسيدونکي زياتره پښتانه دي، خو دا واحدونه چې شاوخوا اويا تنه پکې دي، له هغه سيمې څخه بهر له نورو توکومونو سره تړاو لري.

ځايي مشر، اميرجان ناصري د پوليسو په ګومارلو کې د قومونو په پام کې نيول مهم بولي.

هغه وويل: "که چېرته په پښتون مېشتوسيمو کې طالبان موجود واى، بايد پوليس هم له هماغه پښتون مېشتو سيمو څخه ګومارل شوى واى."

د چاربولک ولسوال امير محمد په نوموړې ولسوالۍ کې د پوليسو موجوديت ومانه او ويې ويل، په داسې حال کې چې په دې اړه خوښ نه دى، خو دا کار د پورته چارواکو په امر شوى او دى يې د انحلال واک نه لري.  

د کورنيو چارو وزارت، چې د ملي پوليسو مسؤوليت ورپه غاړه دى، په چاربولک او چمتال کې يې د پوليسو د واحدونو له موجوديت څخه بې خبري څرګنده کړه.  

تېره مياشت د کورنيو چارو وزارت  د افغاني ځايي پوليسو د جوړېدو خبر ورکړى و. دا نوښت د کلو د دفاع په موخه رامنځته شوى او په مخکنيو مياشتو کې د افغانستان په نورو برخو کې هم ورته ځواکونه رامنځته شوي وو. دا واحدونه د کورنيو چارو د وزارت تر مستقيمې لارښوونې لاندې جوړ شوي او وسلې او معاشونه يې همدا وزارت ورکوي.

[وګورئ: افغان ځايي ملېشې پر ناوړه چال چلن تورنې دي.] 

د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشري آى ډبليو پي آر ته وويل، په سويلي سيمو او کندوز ولايت کې ټولټال ٢٠٠٠ تنه ځايي پوليس ګومارل شوي، خو په بلخ کې دا کار نه دى شوى.

هغه وويل:  "په بلخ ولايت کې د ځايي پوليسو جوړلو ته اجازه نه وه ورکړ شوې. که چېرته [هلته دا واحدونه ] جوړ شوي وي، نو د پلان مخالف کار دى."

د بلخ ولايت د امنيې قوماندان، جنرال عصمت عليزي وويل، رسمي پوليس نه دي رامنځته شوي، خو زياته يې کړه، چې د بلخ والي عطا محمد نور يو شمېر خلک وسله وال کړي دي. 

د ګل رحمان همدرد په نامه يو ځايي سياستوال، چې د والي مخالف دى، ادعا کوي چې [دځايي پوليسو] واحدونه د امنيتي ستونزو د هوارولو پر ځاى د سيالو ډلو د ډارولو او ترهولو په منظور جوړ شوي دي.

نوموړي يادونه وکړه چې طالبان د بلخ په نورو سيمو کې  فعال دي. هغه پوښتنه وکړه: "ولې والې دې سيمو ته خپل ځايي پوليس نه استوي او د هغې پر ځاى يې په پښتون مېشتو سيمو کې ځاى په ځاى کړي دي؟"

د بلخ د والي وياند، منير احمد فرهاد په ټينګه وويل، دا واحدونه د خلکو د ساتنې او حمايت په موخه رامنځته شوي او د هغوى [خلکو] له ملاتړ څخه برخمن دي.

هغه وويل، دا ټولې خبرې "د سولې او ثبات د دښمنانو له خوا مازې يو پروپاګند دى."

فرهاد وويل: "والي به هيڅکله اجازه ورنه کړي چې دا ولايت کاواکه  شي، نه به خپل خلک پريږدي چې د خلکو ژوند سخت کړي."

پخوانى افسر او د پوځي چارو شنونکي، عبدالله خان  وويل، امينتي ارګانونه بايد يوازې د ولسمشر، حامد کرزي د فرمانونو له مخې رامنځته شي، نه د يو والي له خوا. دا يو ناقانونه کار دى.

هغه وپوښتل: "که چېرته د کومې ډلې د تاسيس اجازه ورکړ شوې نه وي، نو څوک ورته وسلې او مهمات چمتو کوي؟"

Afghanistan
Police
Frontline Updates
Support local journalists