د باميانو فصل په وخت ونه رسيد

د باميانو ولايت اوسيدونکي دى ته اړ دي چى په ژمي کى پر نړيوالو مرستو په زياتيدونکي کچ اتکا وکړي.

د باميانو فصل په وخت ونه رسيد

د باميانو ولايت اوسيدونکي دى ته اړ دي چى په ژمي کى پر نړيوالو مرستو په زياتيدونکي کچ اتکا وکړي.

Friday, 1 September, 2006

لويديځوال سازمانونه په دى فکر کى دي چى سږکال د ژمي په موسم کى د باميانو د اوسيدونکو له پاره د خوړو اضافي زيرمى برابرى کړي ځکه داسى ښکاري چى د سږکال فصل به ونه رسيږي.


هغه مهال چى د دوه زره او لومړي کال د دسمبر په مياشت کى دغه ولايت د طالبانو له لاسه ووت ، مرستندويو موسسو ونه شو کولى په دوديز وخت د کرنى له پاره بزګرانو ته تخمي غنم ورکړي. د اپريل مياشت وه چى د Solidarite فرانسوي موسسى غنم توزيع کړل او بزګرانو ونه شو کولى چى د مې تر مياشتى يي وکري.


د کرهنى د ځنډ يو دليل دا هم وو چى طالبانو په مرکزي باميان کى چى د وګړو ډيرى يي هزاره ګان دي څاروي په سيستماتيکه توګه له منځه وړي وو او دا د هغو هڅو يوه برخه وه چى په سيمه کى مقاومت له منځه يوسي.


هرى يوى کورنۍ يوه جوړه غوايان درلودل او کولى يي شول چى د تخمي غنمو د تر لاسه کولو وروسته هغه وکري ، خو سږکال بزګرانو ډير وخت په کرايي د غوايانو په نيولو تير کړ.


خلک اوس ويره لري چى په ټول ولايت کى دا شين فصل به د ژمي تر رارسيدو وړاندى چى د سپټمبر د مياشتى پاى دى ثمر ته ونه رسيږي او له منځه به ولاړ شي.


لظف اله چى د Solidarite د موسسى د کرهڼى او زراعت د څانګى مشر دى وايي: غنمو ځکه ښه نتيجه نه ده درلودى چى په وخت نه دي کرل شوي . دا بايد د باميانو په ولايت کى د دسمبر په مياشت کى کرل شوي واى او موږ ته د اپريل د مياشتى په پاى کى راکړل شول.


د هيواد د نورو برخو په شان د باميانو ولايت ته هم سږکال ډير کډوال راغلي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د چارو کميشنر په دى باور دى چى يوازى د ولايت مرکز ته په زرګونو کورنۍ راستنى شوي دي.


خو په داسى حال کى چى د فصل طمع نه کيږي ، نو د دى له پاره چى دا خلک له لوږى ونه مري نو دوى به هرو مرو پر مرستو متکي وي.


د ژمي د سړو د اغيز د مخنيوي له پاره ملګري ملتونه او نورى موسسى وايي دوى بايد د سيمى په بيلا برخو کى ګودامونه جوړ کړي او د هغو د اغيزمنى توزيع له پاره چمتو وي.


شيرزى چى يو افغان اګروناميست يا خاوره پيژندونکى دى او يه سيمه کى کار کوي، په دى باور دى له دغه فصل څخه چى ځنډ کرل شوى لا هم کار اخيستل کيدى شي او ښايي د کروندګرو له پاره ګټور وي. هغه وايي د Solidarite موسسه بايد په جوماتونو او چاى خانو کى کروندګرو ته ووايي چى لږ تر لږه يوه بله مياشي صبر وکړي. بيا که چيرى فصل د شيدو پړاو ته هم رسيدلى وي دوى به د څارويو له پاره د ډيرو ښو خوړو په توګه له هغو څخه کار واخلي.


د هيواد د جګړى اغيز د زراعتي ژوند په هره برخه کى احساس کيدى شي. همدغه شان د څارويو له منځه تلل هم په شديده احساس کيدى شي چى ورسره ورسره طالبانو په سيمه کى د اوبو بندونه هم له منځه يوړل. څړ ځايونه چى اکثره په دوبي کى به هلته په مليونونو پسونه او وزى وى اوس د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ د بدو احساساتو له امله همداسى پراته دي ځکه هزاره ګانوپر هغوى شک کوه چى له طالبانو سره نژدى اړيکى لري.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists