(راديوي) خپرونې د افغانانو د پوهې د کچې له لوړلوسره مرسته کوي

راديوي نوى ستيشن د ناروغيو او درملو د لږ پوهاوي په اړوند د معلوماتود خپرولو له امله زيات شمېر اوريدونکي ځانته جلب کړي دي.

(راديوي) خپرونې د افغانانو د پوهې د کچې له لوړلوسره مرسته کوي

راديوي نوى ستيشن د ناروغيو او درملو د لږ پوهاوي په اړوند د معلوماتود خپرولو له امله زيات شمېر اوريدونکي ځانته جلب کړي دي.

.



کلام وويل: " يوه ورځ يو ناروغ راغى وويل چې پښتورگي يي خوږيږي خوهغه ناروغ دپښتورگي په ځاى لاس پر معدې اېښى وو يانى دپښتورگي او معدې موقيعت باندى نه پوهيده . دا کار ددې لامل شو، چې دا راديوي کانال پرانيزو."



ډاکټر کلام د راديو تپش رئيس دى. دا يوه نوې راديو ده، چې د جنورۍ د مياشتې په وروستيو کې يې په خپلو خپرونو پيل کړى دى.



د نوموړي راديو موخه داده، چې د طب د بنسټيزو حقايقو په اړه د خلکو د معلوماتو کچه لوړه کړي، د ناروغيو د درملنې په اړه سلا مشورې ورکړي او په عمومي توګه د افغانانو روغتيا ښه کړي.



د نوموړې راديو د تمويلوونکود وينا له مخې دا راديو د خپلې بڼې له مخې په افغانستان کې يوازنۍ راديو ده او د بازار ميندلو د تخنيک له مخې يې زيات شمېر اورېدونکي جلب کړي دي.



ډاکټر کلام وويل: "خلک کولاى شي موږ ته د شپې يا ورځې هر مهال تليفون وکړي او د طبي ماهرينو سلا مشورې تر لاسه کړي. زياتره [ناروغان] د وقايوي طب له لارې يا د څو دانو ګوليو په خوړولو رغيږي."



راديوې خپرونې هره ورځ د ناروغانو شکايت اوري.او هغوى ته دډاکټرانو له خوا صحى مشورې ورکول کيږي د طبي څارنې او مشورې په وړاندې له چا څخه پيسې نه اخيستل کيږي.



هغه وويل: " کوم ناروغان چې ډېر بى وزله و ي موږ هغوى ته د خپل کلينيک پته ورکوو او وړيا درملنه يې هم کوو."



تپش د افغان کلينيک په نوم د پېژندل شوي روغتيايي مرکز پروژه ده. د راديو کارکوونکي ټول طبي مسلکي افراد دي. کلينيک له راديوي پروژې سره مالي مرسته کوي.



د افغان کلينيک مشر او د راديو استازى، ډاکټر عزيز د تپش راډېو دپرانستى په غوڼډۀ کې گډونوالو ته وويل، دا راديو به د طب په ډګر کې له وروستيو تازه پرمختياووڅخه خلک خبروي.



هغه وويل: "موږ د ايډس او ايچ آى وي په څېر د ځانګړو ناروغيو په اړه خلک خبرولاى شو او لارښوونه ورته ورکوو، چې څنګه له هغوى څخه ځانونه وساتي. "



د افغان روغتيايي کلينيک کارکوونکو د نوې راديو هرکلى کړى او وايي چې د روغتيايي موضوعګانو په اړه به د خلکو د معلوماتود کچې له لوړوالي سره مرسته وکړي.



د عامې روغتيا وزير،محمد امين فاطمي چې دراډيو دپرانستلو غونډې ته وينا کوله وويل: "دا د هغه چا لپاره ښه فرصت دى، چې نه پوهيږي، څنګه د خپلې روغتيا څارنه وکړي. ښوونه د ګوليوله ورکړې څخه غوره ده، ځکه خلک د خپلې درملنې په اړه سم معلومات نه لري نو له همدې کبله کېداى شي لويه غلطي ترې رامنځته شي."



فاطمي وويل کېداى شي د سمو طبي لارښوونو له لارې د زياترو ناروغيو مخه ونيول شي او وقايه شي.



هغه وويل: "دلته خلک د درملوپه اړه زيات معلومات نه لري. له دې امله د هر شى درملنه په يوې ګولۍکوي. هيله من يم تپش به له دې کار سره مرسته وکړي."



فاطمي وويل، يوه ستره برخه چې دا راديو په کې لوى توپير رامنځته کولاى شي، د زيږون پر مهال مړينه ده. د ملګروملتونو د شمېرنو له مخې افغانستان د ځمکې پر مخ د د اميند واره کېدو لپاره تر ټول ډېر خطرناک ځاى دى.



هغه وويل: "زموږ په زياترو ولسواليوکې روغتيايي کلينيکونه شته. خو کلينيک ته د ښځو تګ د دود ضد کار دى. ښځې بايد په کورونوکې ماشومان وزيږوي. دا کار د مخ په زياتيدونکي مړينې لامل کيږي. راديو خلکو ته ويلاى شي، چې په کلينيکونو کې ښځينه ډاکټرانې دي او کلينيک ته د ښځو وړل کومه بده خبره نه ده."



ډاکټر کلام له اوريدونکو سره مخامخ تليفوني خبرې کوي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د پوښتونکو شمېره ورځ په ورځ زياتيږي.



هغه وويل: "موږ ته په لسګونو تليفونونه راځي. يوې ٢٢ کلنې نجلۍ تيليفون وکړ او ويل يي چې پر مخ يې دانې ختلي دي. هغې له دانو څخه د مخ د پاکولو په خاطر د ملګرو د مشورې له مخې د ځان پرېمنځلو پر صابون مخ پرېمنځه. هغه نه پوهېده چې دا کار يې مخ ته څومره زيان رسوي. موږ هغه کلينيک ته راوغوښته او درملنه يې مو وکړه."



هغه وويل راديو يوه مهمه ښوونېزه اړتيا سرته رسوي. "موږ خلکو ته وايو، چې مهم غړي، لکه ځيګر، پښتورګي، ګېډه، زړه او نور (د بدن) په کوم ځاى کې پراته دي.کله چې هغه خوږيږي، نو په اسانۍ يې بيانولاى شي."



دا راديو څليرويشت ساعته خپرونې لري او د کابل او د هغې شاوخوا کې اورېدل کيږي.



يو شمېر خلک د هغې د کمبوت په اړه خبرې کوي.



دکابل اوسيدونکى او د تپش دراديو يو مينه وال،فريد احمد وايي: "په کابل کې زموږ په پرتله د ليرې پرتو سيمو خلک داسې پروګرامونو ته زياته اړتيا لري. نوموړې راديو بايد هڅه وکړي، ترڅو په هغو سيمو کې خپرونې وکړي، چې خلک يې روغتيايي کلينيک ته د رسيدو لپاره شپه او ورځ مزل کوي."



د نوموړې راديو استازى وايي د خپلو خپرونو دپراخولو پلان تر لاس لاندې لري.

خو داوس لپاره يوازې د پلازمېنې شاوخواته خپرونې روانې دي.



د وحيدالله په نامه د تپش د راديو يو اورېدونکى، چې په دې وروستيو وختونوکې يې د خپلې ناروغۍ په اړوند تپش ته تليفون کړى، وايي: "زما ګېډه خوږېده. ډاکټر ته د ورتګ پيسې مې نه درلودې."



"هغوى راته وويل، ځان تود وساته او د يوې مودې لپاره جامد خواړه مه خوره. بيا يې وويل، که ښه نه شوې نو يوکلينيک ته لاړ شه. ما د هغو ى مشوره ومنله او کلينيک ته مې د تګ اړتيا پيدا نشوه."



د افغان فلم لوبغاړي، ممنون مقصودي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې هغه هم د تپش راديو اوري.



هغه وويل: "ماته ډېره په زړه پورې ده، چې کله يوناروغ تليفون کوي او يو متخصص ورته په ډېرې کرارۍ ځواب وايي. ته به وايي، چې نوموړى د هغه کورنى ډاکټر دى. روغ خلک هم راديو ته تليفونونه کوي، چې د خپلې روغتيا د څارنې په اړه سلا مشورې واخلي. دا د هرچا راديو ده."
Frontline Updates
Support local journalists