افغانستان: په ارزگان کې د اپينو بې کنتروله توليد
چارواکي وايي، سره له دې چې پوهيږي [ددې ولايت] په پراخه ځمکه کې کوکنار کرل کيږي، خو بيا هم نشي کولای د هغې مخه ونيسي.
افغانستان: په ارزگان کې د اپينو بې کنتروله توليد
چارواکي وايي، سره له دې چې پوهيږي [ددې ولايت] په پراخه ځمکه کې کوکنار کرل کيږي، خو بيا هم نشي کولای د هغې مخه ونيسي.
د افغانستان په مرکزي برخه کې د ارزگان ولايت په ډېره چټکۍ د اپينو د توليد ستره سرچينه جوړيږي. ځايي غير رسمي زورواکي له دې سوداگرۍ څخه ډېره گټه تر لاسه کوي.
داسې بريښي چې چارواکي نشي کولای ددې سوداگرۍ د غټو څېرو په وړاندې څه وکړای شي. نوموړو سوداگرو پر داسې پراخو ځمکو ګېډه اچولې چې په اصل کې د دولت ملکيت دی. هغوی د کوکنارو له کرکيلې ډېرې پيسې تر لاسه کوي او ځانونه په کوچنيو شخصي وسله والو ډلو ساتي.
حاجي عبدالحبيب د ارزگان د ولايت مرکز، تيرينکوټ شمال ختيځ ته د درفشان د پرتې ولسوالۍ د شاه ظفر د کلي اوسيدونکی دی او له کلونو کلونو راهيسې کوکنار کري.
هغه وويل: "زه په کال کې له يوه هکتار کروندې څخه ١٢ کيلوگرامه اپين ټولوم. يو کيلوگرام [اپين] په شل زره پاکستانيو کلدارو [٢٠٠ امريکايي ډالر] پلورم."
له لس هکتاره کروندې څخه عبدالحبيب د کال ٢٤ زره ډالره تر لاسه کوي. د منځنۍ کچې يوه افغان په پرتله دا ډېرې زياتې پيسې دي، خو په ارزگان کې د لويو کاروبار والاو په پرتله دا هيڅ شی نه دی.
ډېر توليد د تيرينکوټ په ٣٠ کيلومترۍ کې د چورې په ولسوالۍ، د درفشان په دره او د مهر آباد په څېرمه سيمه کې ترلاسه کيږي.
آی ډبليو پي آر يوازې د يوه سترځمکه وال کاروبار له سترگو تېر کړ، چې د يوې وسله والې ډلې له خوا يې ساتنه کيږي. د هغو ځايي اوسيدونکو په وينا، چې ددې موضوع په اړه ورسره مرکه شوې، نوموړی طالبانو ته پيسې ورکوي چې له ډاره پرته خپل کاروبار پر مخ يوسي.
نوموړی د ملېشو پخوانی قوماندان دی، چې په وينا يې نه د کابل له حکومت او نه يې له طالبانو سره کار کړی دی.
هغه د پښتنو د يو لوی قوم [بارکزي] نوم واخيست چې د نوموړې ولسوالۍ زياتره اوسيدونکي جوړوي او آی ډبليو پي آر ته يې وويل: "زه يو جهادي قوماندان او د بارکزيو د قوم يو مشر يم."
نوموړی "قوماندان" د چورې د درفشان په سيمه کې ١٤ کيلومتره مربع کرونده لري. هغه وايي د ځان لپاره يې د نوموړې کروندې په څه ناڅه پنځمه برخه کې د بادامو او زردالو ونې کرلي او پاتې يوولس کيلومتره مربع ځمکه يې ځايي کروندگرو ته په اجاره ورکړې ده، چې هغوی پکې کوکنار کري. هغه وويل په خپله ځمکه کې هم يو څه کوکنار کري.
"قوماندان" له شپږو وسله والو ساتونکو سره شاوخوا گرځي او وايي له هغوی پرته "سل کسيز گارډ لرم، چې زما درې نيم زره جريبه ځمکه ساتي. هغوی ټول په کلاشينکوف ټوپکونو سمبال دي."
د يوه بل قوم سپين گيری، چې هغه [قوماندان] له ډېر پخوا څخه پېژني، وايي، د "قوماندان"د وسله والو شمېره تر درې سوو تنو پورې رسيږي.
آی ډبليو پي آر د نوموړو خلکو له لسو هغو سره مرکه وکړه او داسې څرگنده شوه چې د بارکزيو د قوم له درې سوه کورنيو څخه د هرې کورنۍ په سر يو تن په وسله وال ځواک کې شامل دی. ددې کار په وړاندې هرې کورنۍ ته يو استوگنځی او يوه اندازه ځمکه په اجاره ورکړ شوې ده.
د احمدشاه په نامه يو کليوال او د هغه ٢٢ کلن زوی له وسله والې ډلې سره يوځای شوی او دوه نور هلکان يې چې ١٤ کلن او ١٦ کلن دي، په ځمکه کې د کوکنارو په کرکيله بوخت دي.
احمدشاه چې کله ځمکه هم اړوي، نو کلاشينکوف له ځان سره وړي، وايي "زه پر خپلې وسلې [د هغه] د کروندې ساتنه کوم، ځکه هغه موږ ته هم کور او هم ځمکه راکړې ده."
په ارزگان ولايت کې د پوليسو د جنايي څېړنو رئيس، گلاب خان آی ډبليو پي آر ته وويل، "زه خبر يم چې [دا سړی] وسله وال خلک لري. پوليسو هغه ته وسلې نه دي ورکړي."
له هغه وپوښتل شول، ولې پوليس د کوکنارو د ښکاره او څرگندې کرکېلي مخه نه نيسي، چې په افغانستان کې ناقانونه ده، ويې ويل، تر ٢٠١١ کال پورې حکومتي کارکوونکي د طالبانو د بريدونو له ډاره چورې ولسوالۍ ته نشو تلای.
زيات شمېر طالبان د ارزگان د نورو سيمو په څېر په چورې ولسوالۍ کې موجود دي.
"قوماندان" او طالبان دواړه له دې غاړه غړوي چې د هغوی ترمنځ دې کومه پولې راکړه ورکړه موجوده وي، خو ځايي خلک وايي "قوماندان" طالبانو ته د "ذکات" په نامه پيسې ورکوي. ذکات د مال لسمه برخه ده چې مسلمانان يې په کال کې يو وار د شرعي احکامو له مخې ورکوي.
د چورې په ولسوالۍ کې د غلجي د قوم مشر، عبدالباري خان توخي ومنله چې "ذکات" کال يو ځل ورکول کيږي او د کوکنارو د کرکيلې له نورو مرستو سره يوځای د ياغيانو عايداتي سرچينې جوړوي.
توخي وويل، د غفور ملا ولي جان، نيازي ملا ولي جان او ملا طاهر په نامه د طالبانو درې تنه قوماندانان د ارزگان په دې سيمه کې فعاليت کوي. په دې سيمه کې د چورې د ولسوالۍ د محمد سيمه، درفشان، روشن او مهراباد درې شاملې دي. د هغوی افراد په منظم ډول د اپينو له کروندگرو څخه "محصول" ټولوي.
توخي وويل: "په دې درېو درو کې اپين [کوکنار] په لسگونو کليومتره مربع ځمکه کې کرل کيږي. هرڅوک طالبانو ته محصول ورکوي. کېدای شي دا پيسې هر کال مليونونو ډالرو ته ورسيږي."
د سترگو ليدلي شاهدان وايي "قوماندان" د يوه کروندگر د وينا له مخې ډکې خلتې نغدې پيسې او نور کروندگر جنس د محصول په توگه ورکوي.
توخي وويل: "طالبان له [٤٠٠ متر مربع] ځمکې څخه څلور نيم کيلوگرامه اپين اخلي. يو کيلو گرام ښه اپين ٣٠ زره پاکستاني روپۍ [٤٠٠ ډالره] بيه لري."
د جنايي څېړنو رئيس گلاب خان په دې اړه هيڅ اندېښنه نه لري چې گوندې "قوماندان" د حکومت له دښمنانو سره مالي مرسته کوي.
هغه وويل: "دا د هغه شخصي کار دی چې خپل ذکات طالبانو ته ورکوي يا بل چاته."
په ارزگان کې د کوکنارو د پراخو کروندو په گډون زياته ځمکه تر ناندريو لاندې ده. تر اوسه چارواکو د نوموړو ځمکو د دولتي ملکيت د ثابتولو په اړه کوم گام نه دی پورته کړی.
د آی ډبليو پي آر تر څېړنې لاندې په يوې پېښې کې د يوې ځمکې څښتن ومنله چې د هغه ١٤ کيلومتره مربع ځمکه پخوا دولتي وه، خو په ټينگار يې وويل چې نوموړې ځمکه ورته په ١٩٩٢ کال کې د مجاهدينو [په ١٩٨٠ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جنگېدونکې ډلو] له خوا د کابل تر نيول کېدو وروسته جوړې شوې سيمه ييزې شورا ورکړې ده. هغه وايي له هغه سره په دې اړه د ارزگان د مجاهدينو د شورا د غړو پر لاسليک سند موجود دی.
د ارزگان ولايت د کرنې رئيس، سردار محمد الکو وويل، د هغه په دفتر کې د موجودو اسنادو له مخې نوموړې ځمکه په تخنيکي لحاظ تر اوسه دولتي ده او په ناقانونه توگه نيول شوې.
الکو آی ډبليو پي آر ته کره لاسوندي وښودل او ويې ويل چې نوموړي اسناد يې په ٢٠٠٣ کال کې ولسمشر حامد کرزي او د هغه مهال د کرنې وزير ته ښودلي دي. سره له دې چې هغه د [جمهوري] رياست دفتر، د کرنې وزارت، د ارزگان د والي دفتر او ولايتي پوليسو ته څو څو ځله ليکونه استولي، خو تر اوسه په دې اړه هيڅ اقدام نه دی شوی.
الکو وويل، که چېرته ولسشمر کرزی له خپل واک څخه کار نشي اخيستلای، "زه هيڅ نشم کولای، ځکه [افراد] وسلې لري او زه ډاريږم، چې ومې نه وژني."
په ارزگان کې د زورواکو له خوا په ناسم ډول پر ځمکو گېډه اچول يوه دوامداره موضوع ده، چې ريښې يې د ١٩٩٠ کلونو کورنۍ جگړې ته رسيږي.
په ارزگان کې د دولتي شتمنيو د ولايتي څانگې رئيس، رازمحمد له تېرې لسيزې راهيسې دا دنده پر مخ وړي، له دې امله له دې ستونزو څخه ښه خبر دی. نوموړي آی ډبليو پي آر ته د خپل دفتر د ٥٤ مکتوبونو کاپيگانې وښودلې، چې د ٢٠٠٤ – ٢٠١٢ کلونو په موده کې يې د ځمکو ناقانونه غصب په اړه پوليسو، د والي دفتر او د کرنې وزارت ته استولي دي.
د بېلگۍ په توگه په ٢٠١٢ کال کې نوموړي د کرنې وزارت ته د ولايتي شورا او د افغانستان د سولې د عالي شورا د غړو په گډون پر ځمکو د ټولو گېډه اچوونکو لست استولی دی. مرکزي حکومت په دې اړه هيڅ غوږ گرولی نه دی.
رازمحمد د يوه ځمکه وال په اړه د يوې پوښتنې په وړاندې، چې آی ډبليو پي آر د هغه پېښه تر څېړنې لاندې نيولې، وويل، ښايي نوموړی سړی "هر کال په مليونونه ډالره تر لاسه کړي."
نوموړي زياته کړه: "که موږ په ارزگان کې د ټولې غصب شوې دولتي ځمکې ارزښت محاسبه کړو، نو خبره به لسگونو مليونو ډالرو ته ورسيږي."
کله چې آی ډبليو پي آر دا اندېښنې د ارزگان له والي، امير محمد اخوندزاده سره شرېکې کړې، هغه وويل، لنډه موده کيږي چې پر دندې يې پيل کړی [د ٢٠١٢ کال په اپريل کې پر دې دندې گومارل شوی]، نو ځکه په دې اړه عملي گام نشي پورته کولای، سره له دې چې د چورې د ولسوالۍ له موضوع څخه خبر و.
د وسله والو گومارل او د کروندو کارول د هيرويينو د سوداګرۍ له غوړېدا او د حکومت له کمزري کېدو سره پر مرستې سربېره ورانوونکی او کاواکه کوونکی اغېز هم لري.
د "قوماندان" پر ځمکو کارکوونکي بزگران وايي، هغه د سراب د ويالې مخه ډب کړې، چې شمال ته په پرتو غرونو کې له يوې طبيعي چينې څخه بهيږي او ښايي ټولې سيمې ته اوبه ورکړي.
توخي وويل، د ويالې له اوبو څخه پخوا ٢١ زره بزگرانو گټه اخيسته، خو اوس د هغه خلکو ځمکې، چې پخپله د غلجي له قوم څخه دي، شاړې شوې دي، په داسې حال کې چې اوبه ټولې د "قوماندان" پلويانو ته روانې دي.
عزت الله لطيفي په ارزگان ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی څيړنيز خبریال دی.
دا رپوټ د ارزگان او ننگرهار په پروژه کې د آی ډبليو پي آر د افغان رسنيو د انتقادي رپوټ ورکولو د يوې برخې په توګه چمتو شوی دی.