له کاره د وزير د ګوښه کيدو په وړاندې مظاهرې

د هېواد په شمالي ښار کې مظاهره کوونکي د هزارګانو مشر ته بېرته د وزارت دڅوکۍ د ورکولو غوښتنه کوي.

له کاره د وزير د ګوښه کيدو په وړاندې مظاهرې

د هېواد په شمالي ښار کې مظاهره کوونکي د هزارګانو مشر ته بېرته د وزارت دڅوکۍ د ورکولو غوښتنه کوي.

Wednesday, 16 November, 2005

د دوو زرو تنو په شاوخوا کې مظاهره کوونکي د تېرې اوونۍ په پاى کې په مزارشريف کې واټونو ته راووتل، تر څو دافغانستان د پلان د ليرې کړاى شوي وزير، حاجي محمد محقق، په ملا تړ خپل د اعتراض غږ پورته کړي.


د مارچ د مياشتې د ١٢ نېټې دا مظاهره، د مجاهدينو د يوې وتلې ډلې، حزب وحدت، له خوا رابلل شوې وه ، چې زياتره له هزاره ګانو څخه جوړه ده.


مظاهره کوونکي، چې نژدې ټول يي د محقق په څېر هزاره ګان وو، د افغان ولسمشر، حامد کرزي په ضد شعارونه ورکول او له حکومت څخه يي غوښتنه کوله، چې محقق ته بېرته خپله څوکۍ وکړي.


مظاهره د سهار په اتو بجو پيل او نژدې پنځه ساعته يي دوام وکړ. خلک لارو او کوڅو ته راووتل او دطالبانو په لاس د وژل شوي مشر، عبدالعلي مزاري، په ٢٠٠٢ کال کې د ولسمشر د وژل شوي مرستيال، عبدالقدير او د شمال ټلوالې د وژل شوي مشر، احمد شاه مسعود عکسونه يي له ځان سره لېږدول.


مظاهره کوونکو د "کرزيه، کرزيه، استعفا وکړه!" او "محققه، محققه، موږ ستا ملاتړ کوو!" په نارو سورو په لارو کوڅو کې لاريون وکړ. کله کله به په يوځاى کې تم شول او د لوډسپيکر له لارې به يي ويناوې او شعارونه اورول.


يو مشهور سوداګر او د حزب وحدت يو غړى، اشرف رمضان، چې د اساسي قانون په لوي جرګې کې يي غړيتوب درلود، وويل، د ٢٠٠١ کال په لويي جرګې کىکرزي ژمنه کړې وه، چې هزاره ګانو ته به په حکومت کې د قومي تناسب له مخې پنځه مهم وزارتونه ورکوي.


رمضان وويل: "موږ غواړو د خپل نفوس په تناسب د افغانستان په سياسي جوړښت کې ونډه واخلو."


هزاره ګان د افغانستان لږه کي اوسېدونکي دي او د پخوا زمانو راهيسې زياتره د ختيځې اسيا اوسېدونکو ته د هغوى د څېرې د ورته والي او له شيعه مذهب سره د هغوى د تړواو له امله له تبعيض سره مخامخ دي.


هزاره ګان زياتره دافغانستان په مرکزي لوړو سيمو کې اوسيږي، خو يو شمېر يي د افغانستان په شمال، د مزارشريف په ښار او هغې ته څېرمه سميو کې استوګنه لري.


محقق د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته د افغانستان په شمالي سيمو کې د حزب وحدت مشري کوله، چې د هزاره ګانو يو مهم تنظيم بلل کيږي. هغه د ٢٠٠١ کال په دسمبر کې دلنډمهالې ادارې تر جوړېدو وروسته تر دې وروستيو وختونو پورې د پلان د وزير په توګه دنده اجراکوله.


محقق په دې وروستيو وختونو کې د حامد کرزي په وړاندې د روان کال د جون د مياشتې د ولسمشرۍ په ټول ټاکنوکې د ولسمشرۍ د څوکۍ د نيولو لپاره خپله اراده څرګنده کړې ده.


ځينې افغاني چارواکي وايي، چې محقق خپله استعفا حامد کرزي ته وړاندې کړې او هغه منلې وه، خو په خپله محقق وايي، چې هغه له کاره شړل شوى دى.


په ٢٠٠٢ کال کې د لويې جرګې برخه وال، غلام حسين وايي، چې له کاره د محقق د ګوښه کېدو څرنګوالى مرموز پاتې دى. هغه وايي، هغه فکر کوي ښايي مظاهره تر هغه دوام ومومي تر څوحکومت غبرګون نه وي ښوولاى.


مظاهره کوونکو آى ډبليو پي آر ته وويل، هغوى غواړي، چې غږ يي واورېدل شي. يو مظاهره کوونکي سلطان محمد وويل: "موږ د محقق ملاتړي يو. که هغوى زموږ په غوښتنه غوږ ونه ونه ګروي، نو زياتې مظاهرې به وکړو او چوپ به پاتې نه شو."


يو بل شل کلن مظاهره کوونکي ګيله وکړه، چې : "دا ملي يوووالى نه دى. موږ له حکومت هيله درلوده، چې موږ (هزاره ګانو) ته به زيات ځواک او څوکۍ راکړي، خو په ځاى يي زموږ وزير له کاره ګوښه کړ."


مظاهره کوونکويو ١٢ فقره ييز پرېکړه ليک خپور کړ، چې په کې ټينګار شوى و، محقق، د يوې وتلې څېرې په توګه، له کاره ګوښه کول به ملي يووالي ته زيان ورسوي او د هغو خلکو ګوښه کول، چې د شوروي د نيواک په وړاندې يي جهاد کړى، پخپله جهاد ته سپکاوى دى.


مظاهره کوونکي د مزارشريف په ښا رکې د ملګرو ملتونو د دفتر په وړاندې راغونډ شول او خپل پرېکړه ليک يي ولوست. هغوى ويل، چې له څوکۍ د محقق ګوښه کېدل د ملي يووالي د مفکورې په وړاندې يو مخالفت دى. هغه يي له دې وروسته هم د پلان د وزير په نوم يادولو.


هغوى د يو داسې حکومت غوښتنه کوله، چې هره قومي ډله په کې ګډون ولري. مظاهره کوونکو په ملګرو ملتونو غږ وکړ، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو بهير تر نظر لاندې ولري او له نژدې د هغې څارنه وکړي.


له لاريون وروسته مظاهره کوونکي د عبدالعلي مزاري مقبرې ته ورغلل. مزاري په ١٩٩٥ کال کې له طالبانو سره د بند پر مهال ووژل شو. مظاهره د هغه د مړينې له نهم تلين سره برابره وه. د نومړي مقبرې ته نور خلک هم راغلي وو، چې هغه ته خپل د درناوۍ مراتب وړاندې کړي. په دې توګه د يو شمېر ښځو په ګډون د راغلو کسانو په يوځاى کېدو د مظاهره کوونکو شمېر نور هم پسې زيات شو.


د مقبرې په غونډه کې، په شمالي ولايتونو کې د حزب وحدت اوسني مشر، محمد سردار سعيدي وويل، حکومت بايد له ټولو افغانانو سره په چلن کې له انصاف او عدالت څخه کار واخلي. هغه وويل: "حکومت بايد په خپلو چارو کې عدالت تامين کړي؛ ځکه هره قومي ډله په حکومت کې يو رول لوبوي."


Frontline Updates
Support local journalists