دانځورونو لمنځه وړل:

دانځورونو لمنځه وړل:

Friday, 17 September, 2010

په کابل ولایت کې د ولسی جرګې نوماندان د خپلو انځورونو د څیرې کیدلو او یاهم د هغوی پرمخ د رنګ د شیندلو لپاره خواشینی دی او سرټکوی دوی وایی چې چارواکو په دې اړه هیڅ هم نه دی کړی

د کابل ولایت څخه د ولسی جرګې نوماند عصمت قانع چې د شنبې د ورځې په ټاکنو کې د بریالیتوب هیله لری وایی چې ځینی کسان یی د انځورونو د څیرې کولو پرمهال نیولی او پولیسو ته یی سپارلی دی خو بیرته خوشی شوی دی

ملالۍ اسحق زی بیا وایی چې دویم ځل دی چې د ولسی جرګې لپاره نومانده شوی او په دواړو ځلو کې له ستونزو سره لاس او ګریوان ده خو دا لومړی ځل دی چې د نوموړې انځورونه څیرې کیږی .

پولیسو نوماندانو ته ویلی چې دوی دومره  ځواکونه نه لری چې د دوی انځورونو وساتی

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشری وایی چې دوی سره هم دا اندیښنه شته او په دې تړاو یی ځینی کسان نیولی هم دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists