د افغانستان د لاسي صنايعو مخ په ځوړ سکتور
ښځې وايي، دوه کاله دمخه د نړيوالو تر وتلو را وروسته بازار سوړ شوی دی.
د افغانستان د لاسي صنايعو مخ په ځوړ سکتور
ښځې وايي، دوه کاله دمخه د نړيوالو تر وتلو را وروسته بازار سوړ شوی دی.
فاطمه درې کاله دمخه په يوې بمي چاودنه کې د خپل مېړه له وژل کېدو راهيسې د خپلې خامک دوزۍ له لارې خپلو شپږو ماشومانو ته اعاشه او اباته چمتو کوي.
د کندهارښاردا اوسيدونکي په يو زړه راښکونکي کار مياشتې مياشتې تېروي او بيا يې تر لسو زرو افغانيو پورې پلوري.
فاطمې وويل، وروسته د غه توليد ته د ځايي هټيوالو مينه لږه شوه او په وړاندې به يې ډېرې لږې پيسې ورکولې.
هغې وويل: «ما به غاړې، دستمالونه او دې ته ورته نور شيان جوړول، زړه به مې په کار خواړه. وروسته مې څلور، پنځه مياشتې په ستنه او تار کار وکړ، خو گټه يې ونه کړه.»
فاطمې وويل، گوتې يې د ستنې د کارولو له امله سوځې او وينې شوې، خو د پلورلو لپاره يې څه شی نه درلودل. وډارېده، چې کېدای شي کار يې له لاسه وځي.
يو مهال پراختيايي موسسو د ځايي اقتصاد د غوړېدا د يوې لارې په توگه د دوديزو لاسي صنايعو له ودې سره مرسته کوله.
په ٢٠٠١ کال کې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې بريد وروسته، چې طالبان يې له واک څخه وغورځول، مرستندويه موسسو او نړيوالو بنسټونو له ښځو سره د ملاتړ په موخه مرستندويه موسسې رامنځته کړې.
خو د لاسي صنايعو سکتور په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د ايتلافي ځواکونو له وتلو وروسته له ډېر زيان سره مخ شو.
افغان اقتصاد د [سرتېرو د وتلو له امله] له گډوډۍ سره مخ شو. د گوتو په شمېر نړيوال په هېواد کې پاتې او کار کوي. د دې کار په پايله کې دوديز لاسي صنايع هم غړند شول.
سميع الله د کندهار ښار په رنگرېزانو کوڅه کې يوه هټۍ لري. دا کوڅه د لاسي صنايعو تجارتي مرکز دی.
هغه وويل، هره مياشت به يې له شلو څخه تر پنځه ويشتو پورې غاړې، دستمالونه او د کندهاري مېرمنو په لاس جوړ شوي نور توکي پلورل. په دې ورځو کې پورته شمېره څلور، پنځو ته راټيټه شوې ده.
سميع الله وړاندې وويل، له دې امله هټيوال اړ دي له جوړوونکو څخه په ټيټه بيه توکي تر لاسه کړي.
هغه وويل: «پخوا به مو بشپړ رنگه توکي تر ١٥ زرو افغانيو پورې رانيول او تر شلو زرو افغانيو پورې به مو پلورل. اوس، پېردونکي موږ ته له اتو څخه تر لسو زرو پورې افغانې راکوي. د دې کار معنا دا ده چې موږ يې بايد له جوړوونکو څخه په ټيټه بيه واخلو.»
د کندهار ولايت د ارغنداب د ولسوالۍ د خواجه ملک د کلي اوسيدونکې، فرزانې هم د عايد د کمېدو خبره کوي.
هغه وايي، د ماهرانه کار په وړاندې به هغې آن يو کوچني کار، لکه په کندهاري دوديز سټايل باندې رنگه غاړې، له پنځلسو زرو څخه تر شلو زرو پورې افغانۍ تر لاسه کولې.
فرزانې وويل، په دې ورځو کې بازار بيخي ورک شو. دې او فاطمې دواړو له ځايي حکومت څخه غوښتنه وکړه، د ښځو د لاسي صنايعو پلورلو ته د کور دننه او بهر نوي فرصتونه پيدا کړي.
د سويلي ولايت ولايتي چارواکو ومنله چې د مناسب بازار نشتوالی د ځايي مېرمنو په وړاندې يوه جدي موضوع ده.
د کندهار د ښځو د چارو رئيسې، رقيې اڅکزۍ وويل، د هغې رياست په پام کې لري چې د ښځو لاسي صنايعو ته په کندهار کې يو بازار جوړ کړي او په دې اړه يې د ښځو د چارو له وزارت، د والي له دفتر، ناحکومتي موسسو او اړوندو ارگانونو سره لا له وړاندې سلا مشورې پيل کړي دي.
هغې وويل: «دا په حقيقت کې يوه ستره اقتصادي ستونزه ده. موږ د دې ستونزې د هوارۍ په موخه ډېرې دروازې ټکولي. تر اوسه له موږ سره يوازې ژمنې شوې، وبه کتل شي چې دا ژمنې د عمل جامه اغوندي، که نه.»
د محمد اکرم عابد په نامه يوه اقتصاد پوه وويل، د ټولنې له پراخه پوړکي سره د مرستې په موخه اړينه ده چې د دغو کوچنيو توليداتو ملاتړ وشي.
عابد په دوام وويل، د ښځو د لاسي صنايعو لپاره د بازار موندل په ځایی ټولنې ډېره ښه اغزه لري او د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
نوموړي وويل: «که چېرته د ښځو بازار پرانيستل شي، يوه (فوري) گټه به يې په خپله د هغوی له خوا د خپلو لاسي صنايعو پلورل وي. نورې ښځې به هم دې کسب ته وهڅول شي. زياتې ښځې به وهڅيږي چې له خپلو کورنيو سره اقتصادي مرسته وکړي.»
يو شمېر نور بيا وايي، پکار دي چې ځايي محصولات ښايي پراخه بازارونو ته د لارې پيدا کول په موخه په خپلو ډيزاينونو کې نوښت راولي.
په کندهار کې د خديجة الکبرا په نامه د يوې ټولنيزې – فرهنگي ټولنې مشرې، مريم دراني آی ډبليو پي آر ته وويل، د هغې موسسه د لاسي صنايعو په برخه کې له ٢٥٠ مېرمنو سره کار کوي، خو هغوی ټولو خپل کارونه ودرول، ځکه نه يې شول پلورلای.
نوموړې وړانديز وکړ، که چېرته ځايي مېرمنې وکړای شي عصري ډيزاينونه زده کړي او په نړيواله کچه شهرت پيدا کړي، د خپلو پلورولو ډگر به پراخه کړي.
يو شمېر نورو د افغانستان د ملي ميراث په توگه د کندهاري لاسي صنايعو د ساتنې پر اهميت رڼا واچوله.
د کندهار پوهنتون د پښتو ادبياتو استاد، حيات الله رفيقي وويل، په لاس گنډل شوي خام دوزي د خطاطۍ، حکاکۍ او نورو ډيزاينونو په څېر يو هنر دی.
د جگړې لسيزو او د حکومت بې پروايۍ د افغاني کلتور دا ډگر کمزوری کړ.
هغه وويل: «د ښځو د لاسي صنايعو هنري ښکلا د هغې د اقتصادي اړه په پرتله ډېره لرغونې ده. موږ له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو، د دغه راز هنرونو په ساتلو کې هراړخيزه هڅه وکړي.»