طالبانو د جومات په چاودنې کې د لاس لرل رد کړل

د حکومت د يو وژل شوي پلوي د فاتحې په مراسمو کې د کندهار په جومات کې ځانمرګى بريد له امله يو شمېر خلک ووژل شو.

طالبانو د جومات په چاودنې کې د لاس لرل رد کړل

د حکومت د يو وژل شوي پلوي د فاتحې په مراسمو کې د کندهار په جومات کې ځانمرګى بريد له امله يو شمېر خلک ووژل شو.

Friday, 18 November, 2005

طالبانو چې پخوا به يې د حکومتي چارواکو او امنيت کارکوونکو باندې د بريد پړه په غاړه اخيسته د کندهار په ښا رکې د غبرګولي د مياشتې د يوولسمې نېټې د ځانمرګي بريد کې لاس لرل يې په چټکه رد کړل، چې له امله يې د کابل د پوليسو د قوماندان په ګډون شل تنه مړه شول.


حکومتي چارواکي په دې اند دي، چې وروستى تاوتريخوالي د هغه هڅې يوه برخه ده، ترڅو د وږي د مياشتې لپاره پارلماني ټاکنې ګډې وډې کړي.


بمي بريد د مولوي عبدالله فياض د فاتحې په مراسمو کې تر سره شو، هغه چې د مى په نهه وېشتمه نېټه په کندهار کې په خپل دفتر کې ووژل شو، چې د طالبانو د اوږدې مودې مرکز کې و


د وژل شويو کسانو په منځ کې جنرال محمد اکرم خاکريزوال، د قانون پلي کوونکي نوميالى شخص هم و،چې په دې وروستيو وختونو کې له مزارشريف څخه کابل ته ددې لپاره بدل شوى و، ترڅو په پلازمينې کې د جنايتکارانو د ډلو، برمته کوونکو او داړه مارانو مخه ونيسي.


په داسې حال کې چې د نسبتا ارام ژمي له تېرېدو وروسته د طالبانو جنګيالي د امريکاد متحده ايالتونو ترمشرۍ لاندې ائيتلافي ځواکونو په وړاندې په برېدونو کې ښکېل دي، د چا په ياد نه دي، چې دې بنسټپالې ډلې دې دمخه په جوماتونو باندې برېدونه کړي وي.


د طالبانو وياند، عبدالطيف حکيمي د يو تيلفوني تماس له لارې آى ډبليو پي ار ته د بريد تر شا د هغوې د ډلې لاس لرل په ټينګه رد کړل. هغه ويل، چې د طالبانو له څو تنو سره يې په کندهار کې خبرې کړي او هغوى ټولو په دې برېد کې د لاس له لرلو انکارکړى دى.


نوموړي آى ډبليو پي آر ته وويل:((موږ دومره کمزوري نه يو، چې داسې برېدونه وکړو. موږ مخامخ له امريکايانو سره جنګيږو. موږ د جوماتونو درناوى کوو. موږ په جوماتونو هيڅکله هم بريد نه دى کړى.که موږ غوښتلاى واى، خاکرېزوال مو هرځاى کې وژلاى شو. موږ د بېګناه خلکو وژلو ته اړتيا نه لرو.))


د کورنيو چارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل د خاکرېزوال د مړيني پخلى وکړ او لوړه يې وکړه، چې پلټونکي به وکړاى شي، د پېښې تر شاه مسوو ل کسان ومومي. هغه وويل: ((څه چې روښانه ده، هغه داده، چې دا بريد د جومات دننه تر سره شوى و، هغه چې سل په سلو کې د اسلام يو مخالف عمل دى. دا داسلام او افغانستان د غليمانو د کمزورتيا څرګندونه کوي. هغوې زموږ له امنيتي پوځونو سره د جګړي توان نه لري او له دې امله جوماتونه ورانوي.))


د ښځو د اتحاديې مشرې او پارلماني ټاکنو ته کانديدې، ثريا پرليکا يادونه وکړه، امنيت په افغانستان کې د تېرو څو مياشتو راهيسې مخ په خرابېدو دى. هغه وايي: ((دا به په ټولو کانديدانو باندې منفي اغېزه وکړي.دا د خلکو ډارونه ده. که وضع همداسې دوام ومومي، خلک به زړه ونه کړي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.))


د امريکا د پوځ يو ډګروال جيم يانټس وويل : ((ايتالف په بېګناه خلکو او جومات باندې د تاو تريخوالي داناوړه عمل غندي. داسې غم لړلې پېښې يوازې موږ دې ته اړباسي، ترڅو هرو مرو ترهګرۍ ته د پاى ټکى کېدو. د افغانستان راتلونکې په دې پورې تړلې ده.))


مولوي فياض د کندهار د عالمانو دشورا مشرپه کندها رکې د مى د مياشتې په٢٩ په خپل کې دفتر کې وويشتل شو. طالبانو د هغه د وژلو پړه په غاړې اخيستې وه.


مولوي فياض د امريکا د متحده ايالتونو تر مشرى لاندې د ايتلافي ځواکونو ملاتړي حکومت د ولسمشر يو وتلى پلوى و. د هغه له مړينې لس ورځې دمخه هغه د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د سلګونو عالمانو د يوې شورا مشري په غاړې درلوده، چې د طالبانو د تتښتېدلي مشر، ملا محمد عمريې له مذهب څخه ليري يو سړى وباله. غونډې همدا راز د امريکا تر مشرۍ لاندې د ايتلافي پوځونو او د افغاسنتان د حکومت په وړاندې جهاد (غزا) غير شرعي وبلله.


وروستى برېد د تاوتريخوالي د مخ په زياتېدو او د وضعې د ناوړه کېدو پيلامه ده.


د امريکا او د افغاني حکومت د بېلابېلو څرګندونو له مخې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه را په دې خوا لږ تر لږه ٣٤٠ تنه، چې له ٢٠٠ څخه زيات يې پوځيان و، په وروستيو تاوتريخوالي او بنسټپالو برېدو کې وژل شوي دي. د مى د مياشتې پنځه ورځنيو مظاهرو کې د افغانستان په ١٢ ولايتونو کې ١٥ تنه ووژل شول. دا تاوتريخوالى له هغه وروسته رامنځته شو، چې د نيوزويک مجلي دکيوبا په ګوانتامو کې د امريکا په جېل کې د قرآنکريم د بې حرمتۍ خبر خپور کړ. خو کرزي دا بلوا د بهرنيانو او کورنيو ((د دموکراتيک افغانستان )) مخالفينو کار وباله. پوليس، سياسي څېړونکي او آن پخپله مظاهره کوونکي له هغه سره هم نظره دي.


يو سياسي څېړونکي، قيوم بابک يو وخت وړاندوينه کړې وه، چې تاوتريخوالى د راتلونکو شخړو يوه برخه ده، چې د حکومت دښمنان يې د پارلماني ټاکنو په موخه سرته رسوي. هغه او نور څېړونکي وايي، چې د نيوزويک د مجلې رپوټ ، چې وروسته بېرته واخيستل شو، د ناراميو او بلواګانو د رامنځته کولو لپاره مازې يوه بهانه وه. ؛


د کندهار بريد په داسې حال کې رامنځته شو، چې حکومت داسې هلې ځلې پيل کړي، ترڅو د طالبانو پخواني جنګيالي بېرته ټولنې ته راستانه کړي. کرزي د طالبانو هغو پخوانيو شورشيانو ته د بښنې اعلان کړى، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او په کوم جنايت تورن نه وي


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists