په يوه افغان ولايت کې پاکستاني مدرسی

.په پکتيکا ولايت کې د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې د دولتي ښوونځيو د نشتوالي له امله ماشومان په اردو ژبه زده کړې ته اړ کيږي

په يوه افغان ولايت کې پاکستاني مدرسی

.په پکتيکا ولايت کې د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې د دولتي ښوونځيو د نشتوالي له امله ماشومان په اردو ژبه زده کړې ته اړ کيږي

The Taleban control of Barmal, a border district in the Kunar province of eastern Afghanistan. (Photo: Abdali Mahzun)
The Taleban control of Barmal, a border district in the Kunar province of eastern Afghanistan. (Photo: Abdali Mahzun)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ابدالي محزون ليکنه

د افغان مدرسیيوه زده کوونکی، پنځلس کلن عمران خان په دې وياړي چې د پاکستان تاريخ يې په مفصل ډول زده کړی دی.

له هغه څخه چې کله په پاکستان کې د ولايتونو د شمېر په اړه وپوښتل شول، وموسکېد او په خورا ډاډ يې وويل: "څلور: سند، پنجاب، خيبر پښتونخوا او بلوچستان."ترې وپوښتل شول، پاکستان کله خپله خپلواکي ترلاسه کړې، له ځنډ پرته ځواب ورکوي او وايي د ١٩٤٨ کال د اگست په ١٤.   

همدا پوښتنې د هغه د خپل هېواد، افغانستان په اړه ځنې وشوې، خو پاتې راغی. هغه په دې نه پوهيږي، چې هېواد يې کله خپله خپلواکي لمانځي او فکر کوي چې [افغانستان] د ٣٤ ولايتونو پر ځای ٢١ ولايتونه لري. 

عمران خان د نورآباد د کلي د مدرسیپه اتم ټولگي کې دی، چې د افغانستان د پکتيکا په ولايت پورې اړوند دی، نه پاکستان. د افغانستان د لومړني پاچا، احمدشاه دراني په اړه هغه يوازې دومره ويلای شي، چې: "نه پوهيږم."

عمران خان د مولوي سيد محمد پهمدرسیکې زده کړه کوي، چې د افغانستان په دې سيمه کې د هغو  ډېرو مدرسوله ډلې څخه يو دی، چې ثبت او راجستر شوي نه دي  او پاکستانی نصاب کاروي. په پايله کې هغه په اردو ژبه زده کړه کوي، نه د افغانستان په سويل کې په يوازنۍ او د هغه په خپلې مورنۍ ژبې، پښتو.

د پکتيکا په ولايت کې د آی ډبليو پي آر د يوې څېړنې له مخې څرگنده شوه چې د هغه په څېر په زرگونه نور هلکان په نوموړو مدرسوکې زده کړه کوي.

په داسې حال کې چې زياتره ميندې او پلرونه له دې وضعې څخه ناخوښ دي، ډاريږي چې ماشومان به يې خپل هويت له لاسه ورکړي او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره به په لاس کې څه ونه لري، خو وايي له دې پرته چې نوموړو مدرسو ته يې وليږي، بله چاره نه لري.  

نوموړي مدرسید پاکستان د دولت تر قيمومت لاندې نه دي، خو د هغو ښوونکو له خوا چلول کيږي چې په هغه هېواد کې يې روزنه لېدلې او د هغوی درسي کتابونه کاروي. هغه د حکومتي ښوونځيو تشه ډکوي، چې د افغان دولتي تاسيساتو د شتون په وړاندې د مخالفت له امله د طالب ياغيانو له خوا تړلو ته اړ ايستل شوي دي.

د طالبانو تر لاس لاندې سيمو کې ځايي استوگن وايي، که د زده کړې لپاره د افغانستان نصاب او درسي کتابونو وکاروي، نو له سختې سزا سره به مخامخ شي.

مالي مرسته د ځايي اوبهرنيو خلکو له خوا چمتو کيږي

د آی ډبليو پي آر د اټکل له مخې دمگړۍ د پکتيکا ولايت د برمل په ولسوالۍ کې شاوخوا څلور زره ماشومان په شلو مدرسوکې په زده کړه بوخت ديۤ چې [په پوهنې وزارت کې] ثبت او راجستر شوي نه دي. په دې مدرسوکې تر اوسه پورې شاوخوا ٢٢٠٠٠  تنه شامل شوي دي. اويا سلنه زده کوونکي هلکان  او نور پاتې له يوولسو کلونو څخه د ټيټ عمر نجونې دي. 

په ټوليز ډول په نوموړو مدرسو کې ١٢٠ تنه ښوونکي تدريس کوي، چې ټول نارينه او د انورالعلوم او شولم په څېر د پاکستاني ديني مدرسو فارغان دي.

دا هغه ديني مدرسې دي، چې د ټولنيزو علومو، رياضي، ساينس، انگليسي او اردو په گډون مضامين پکې تدريسيږي. پښتو ژبه د يوه جلا مضمون په توگه پکې تدريسيږي.

که څوک غواړي د مدرسید څلور کلنې دورې له بشپړولو وروسته زده کړو ته دوام ورکړي، نو ښايي پاکستان ته لاړ شي او په اردو ژبو کالجونو کې شامل شي.  

زده کوونکي تعليمي کال د پاکستان د ملي سرود په غږولو پيلوي. زياتره مضامين په اردو ژبه دولتي درسي کتابونه دي، چې د پاکستان دولت او د محمد علي جناح په گډون د هغې د ملي اتلانو  وياړنه پکې شوې ده.

په يوه درسي کتاب کې يوه برخه د "گران پاکستان"په نامه ده، چې وايي: "پاکستان هغه ځای دی چې موږ سرونه پکې ښندو. هغه سرحد [خيبر پښتونخوا] او پنجاب دی. هغه سند او بلوچستان دی. موږ ټول پاکستاني ماشومان يو!"

کليوال د مدرسو لپاره د پيسو په راټولولو کې مرسته کوي. له آی ډبليو پي آر سره مرکه شوو قومي مشرانو وويل چې په دې اړه کوم شکايت نه لري.

د مبارز وفادار په نامه د نار د کلي يوه اوسيدونکي وويل: "موږ له افغان حکومت سره کوم تړاو نه لرو."هغه زياته کړه، خلک خوشال دي چې ماشومان يې ديني زده کړه ترلاسه کوي.

يو شمېر بيا په تدريس کې د پاکستان له اغېز څخه ناخوښ دي او وايي، له دې امله ورته د اردو ژبې زده کړه د منلو وړ ده، چې له نالوستۍ څخه غوره ده.

د ممتاز په نامه يوه ٤٥ کلن پلار د نورآباد له کلي څخه وويل، په نار کې د هغه درې زامن د دارالعلوم حقانيه په ديني مدرسه کې لوست وايي. سره له دې چې بله چاره يې نه درلوده، خو په اردو ژبه له زد ه کړې يې ناخوښ دی.

د دېرش کلن نور ولي دوه ځوان ورونه او څلور ورېرونه د هغه د کلي، سورډاگ په مدرسهکې لوست لولي. هغه هم آی ډبليو پي آر ته وويل، د اردو زده کړه زده کوونکو ته سمه نه ده، خو بله چاره نه لري.

هغه وويل: "که حکومت ته په دې اړه څه ووايو، نو طالبان به مو سرونه غوڅ کړي."

د هر غير رسمي مدرسیپه سر کې يو مدير " مهتمم "کار کوي، چې د کليوالو له خوا ټاکل شوی دی. مهتممخپله بودجه جوړوي، مرستې راټولوي، ښوونکي گوماري، مهالوېش جوړوي او کارکوونکو ته معاشونه ورکوي.

په نار کې د دارالعلوم حقانيه ديني مدرسې مهتمم، زرجانانوويل، مرسته په بېللابېلو لارو راټوليږي.

کورنۍ په کال کې يو ځل ١٠٠٠ – ٥٠٠٠ پاکستاني روپۍ مرسته کوي، دا مرسته په خپله خوښه ده. سربېره پر دې هر ځايي کروندگر پنځه مه غنم يا جوار ورکوي. په هر فصل کې له حاصلاتو څخه لاسته راغلې مرسته په مجموعي ډول ٢٠٠ زرو څخه تر ٣٠٠ زرو روپيو پورې رسيږي.

سربېره پر دې زرجانانوويل، د مدرسیمشران د مرستو د لاسته راوړلو لپاره متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته په سفر ځي او هلته له مېشتو او کارکوونکو [افغان] کليوالو څخه پيسې راټولوي.

هغه وويل: "زه په کال کې له دوبی څخه د راستنېدو پر مهال اته زره ډالره راوړم."

آی ډبليو پي آر له دولسو ښوونکو سره د هغوی د معاشونو او شرايطو په اړه خبرې وکړې. هغوی ټولو وويل چې معاشونو تل پر خپل وخت ورکول کيږي. دا خبره د پکتيکا ولايت په نورو سيمو کې له دولتي ښوونځيو سره توپير لري؛ ځکه د معاشونو ورکړه يې دېره ستونزمنه وي.   

د اردو ژبې يو ٣٥ کلن زاړه ښوونکي، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، آی ډبليو پي آر ته  وويل، د هرې مياشتې په پوره اته ويشتم ورته شپږ زره روپۍ [٦٠ امريکايي ډالر] تنخوا ورکول کيږي. 

هغه وويل: "د معاشونو د ورکړې په ورځ د مدرسی مهتممښوونکي ادارې ته راغواړي. جيب ته لاس کوي، چاته شپږ زره کلدارې [روپۍ] او چاته لس زره کلدارې ورکوي."

چارواکي: موږ په وس کې څه نه لرو

د افغانستان د قوانينو له مخې په پوهنې وزارت کې له ثبت او راجستر پرته د يوه ښوونځي جوړول غيرقانوني کار گڼل کيږي. د جزاء قانون د ٢٩٧ مادې له مخې هغه چاته تر درېو کلونو پورې د بند سزا ورکول کيږي، چې "د دولت له رسمي اجازې پرته په عامه فعاليتونو لاس پورې کړي."

د پکتيکا ولايت د پوهنې د رياست مرستيال، ميراجان صحرايي ومنله، د آی ډبليو پي آر له رپوټ دمخه يې معلومات نه درلودل چې گوندې دا راز مدرسیدې موجود وي.

هغه وويل: "زه رښتيا وايم – تر اوسه زه په دې اړه هيڅ خبر نه وم."

هغه وويل له دې امله اندېښمن دی چې ځايي افغانان د پاکستان د دولت د ايديالوژۍ تر اغېز لاندې راځي. هغه وويل، د برمل [د ولسوالۍ] په اړه، چې د طالبانو په ولکه کې دی، د هغه اداره څه کولای نشي.  

نوموړي زياته کړه: "موږ په برمل کې سرحدي پوليس، ملي اردو او د ملي امنيت اداره لرو. هغوی نشي کولای د ولسوالۍ امنيت خوندي کړي؛ ځکه هغوی له طالبانو ډاريږي او په خپلو مرکزونو کې دننه پراته دي."

"حکومتي سرتيري له ټوپکو او نورو وسلو سره په نوموړو کلو کې گزمه نشي کولای، نو موږ به څنگه وکړای شو دا شل ديني مدرسې وگورو او پلټنه يې وکړو؟"

ځايي حکومتي چارواکو آی ډبليو پي آر ته وويل، هغوی نشي کولای د برمل دمدرسوپلټنه وکړي، چې د پاکستان د شمالي وزيرستان ياغي سيمې ته څېرمه پرته ده. هغوی نشي کولای له ولايتي مرکز، شرنې څخه اتيا کليومتره وړاندې نوموړې له خطره ډکې سيمې ته لاړ شي.  

په برمل کې ٢٢ دولتي ښوونځي، له لومړنيو ښوونځيو څخه تر ليسو پورې، له تېرو درېو کلونو راهيسې د امنيتي ستونزو د شتون له امله ټول تړلي دي.  

د آی ډبليو پي آر خبريال د دې درې مياشتنې څېړنيز رپوټ د چمتو کولو پر مهال د مدرسومخې ته ساعتونه ساعتنونه تېر کړي، چې وگوري څومره زده کوونکي مدرسیته راځي. د رپوټ د چمتو کولو پر مهال هغه دې ته اړ و چې ځان ډېر څرگند نه کړي، ځکه ځايي خلک پر ژورنالستانو خورا شکمن دي. هغوی ته زياتره د جاسوسانو په سترگه گوري. د طالبانو د سزا د ډار له امله هم هغوی زړه نه کاوه له خبريالانو سره خبرې وکړي. ډېرې مرکې په پټه ريکارډ شوې دي.

آی ډبيليو پي آر د پکتيکا له والي، محب الله صميم سره څو، څو ځلې د مرکې کولو غوښتننه وکړه، خو د خپل ځان پر ځای يې هغه خپل وياند، مخلص افغان ته استاوه.

افغان په پيل کې د آی ډبليو پي آر موندنې ناسمې وبللې او ويل يې هيڅکله يې د چا له خولې د ديني مدرسو په اړه څه نه دي اورېدلي، چې پاکستاني نصاب کاروي او په اردو ژبه تدريس کوي. 

کله چې ورته له مدرسو څخه د اردو ژبې درسي کتابونه وړاندې شول، افغان ومنله چې کېدای شي دا خبره رښتيا وي. خو هغه وويل، کېدای شي لامل يې "ځايي فساد"وي. هغه وويل، د مسؤولو کسانو په اړه به گام پورته شي.

نوموړي زياته کړه: "همدا اوس به پوليسو او ملي امنيت ته ووايم، چې د نوموړو ديني مدرسو د فعاليت مخه ډب کړي."

ابدالي محزون په پکتيکا ولسوالۍ کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د آی ډبليو پي آر د افغان څېړنيز رپوټ د ارزگان او ننگرهار د پروژې د يوې برخې په توگه چمتو شوی.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists