افغان مېرمنې د خپل کسب او کار د پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي

هغه چا ته د اقتصادي او ټولنیز ملاتړ غوښتنه چې ځانته کسب او کار جوړوي.

افغان مېرمنې د خپل کسب او کار د پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي

هغه چا ته د اقتصادي او ټولنیز ملاتړ غوښتنه چې ځانته کسب او کار جوړوي.

Saffron can be a lucrative business for female traders in Herat. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Saffron can be a lucrative business for female traders in Herat. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)

د لویدیځ ولایت هرات په ښار کې ښځینه متشبثانې پر دولتي او ځايي چارواکو پړه اچوي چې له هغوی سره د ښځو تر مشرۍ لاندې د بریالیو شرکتونو په جوړولو کې مرسته او ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د محافظه کار فرهنګ له مخې له کوره بهر د ښځو کار زیاتره بد ګڼل کیږي، د خپل کسب او کار چلول خو لا پرځای پریږدئ. دغه مېرمنې وايي، هغوی پرېښودل شوي دي چې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې په یوازې سر وزغمي.

صفيې محیطي، چې دوه کاله دمخه يې په هرات کې کوچنۍ سوداګري پیل کړې ده، وايي، سیمه ییز حکومت ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د کور دننه او بهر لویو بازارونو ته نه لاسرسی او همدارنګه د جنسیت نه برابري د هغې د شرکت په وړاندې ستر خنډونه دي.

هغې وویل: «موږ آن د یو ځل لپاره نه د ښځو د چارو د وزارت د چارواکو او نه د ولایت د چارواکو له خوا کومه مرسته او هڅونه ليدلې.»

د مریم جامع الاحمدي په نامه یوه بریالې سوداګره د خپل کسب او کار د جوړولو په وړاندې د لوړو ژورو کیسه کوي.

هغې وویل: «زاړه چار چلند او دودونو او همدارنګه زما د خپلې کورنۍ له خوا پر ما د محدودیتونو لګولو زما په وړاندې رښتینې ستونزې رامخته کړې.»

«ما د خپلې خواښې، خسر، ګاونډیانو او نورو نژدې خپلوانو سپکې سپورې تېرې کړې.»

«په یاد مې دي، کلونه دمخه مې د ښوونکې د دندې تر لاسه کولو لپاره ازموینه ورکوله، پلار مې راته وویل، ته دا دنده سرته نشې رسولای.»

«هغه وویل، خلک به پر موږ نیوکې کوي او کورنۍ به مو له شرمه له چا سره نشي مخ کېدای. د ماتې احساس مې وکړ، خو عزم مې له لاسه ور نه کړ. زه پوهېدم چې د بري لپاره پر هرې ناکامې لاسبری پکار دی.»

ازیتا سلیم شاهي، چې زعفران کري، پروسس کوي او پلوري يې، آی ډبلیو پي آر ته وویل، په سیمې کې کاواکه امنیت او د افغانستان محافظه کار فرهنګ د هغې په وړاندې سترې ننګونې دي.

هغې وویل: «ښځې نه هڅول کيږي چې د کسب او کار خاوندانې شي. دا  کار د افغانستان د دود او دستور خلاف کار ګڼل کیږي.»

«زه هر وخت د خپلې کورنۍ له مخالفت سره مخ کیږم، ځکه هغوی وايي زما خپلواکي د ګاونډیانو له دښمنۍ او ناوړو تبصرو لامل کیږي، چې د [جنسیت د] برابرۍ د موضوع په وړاندې حساسیت لري.»

شاهي پر سیمه ییزو او د مرکزي حکومت پر چارواکو غږ وکړ چې د کوچنیو متشبثینو د کار د پرمختګ لپاره زیات کار وکړي. هغې له وزارتونو غوښتنه وکړه، نړیوال نندارتونونه تنظیم کړي، افغاني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او نوي بازارونه ومومي.  

متشبثینو بانکونو ته ګوته ونیوله او په ځانګړي توګه يې د هغوی د ګټې (سود) د لوړې کچې یادونه وکړه او هغه يې د خپلو شرکتونو د ودې د لارې خنډونه وبلل.

د ښځو د حقونو یوې فعالې، ملالۍ علوي وویل، د سود لوړه کچه زیاتره د کوچني کسب و کار د پاتې راتګ زمینه چمتو کوي. هغې وویل، چارواکي باید داسې بنسټونه رامنځته کړی چې سود وانخلي او د تشبث سکتور د پیاوړي کولو په موخه پورونه چمتو کړي.

هغې وویل: «کوچنی بانکونه موجود دي چې ښځو ته پورونه ورکوي، خو د ګټې اندازه يې ملاماتوونکې ده.»

نوموړې زیاته کړه: «که چېرته نوې سوداګرۍ له پیله له ګټې ورکولو پرته پر کار لاس پورې کړي، نو په اسانه او ښه ډول به ورته د بریالیتوب چانس په ګوتو ورشي.»

د هرات ولایت د ولایتی شورا غړې، سکینې حسیني له دې سره موافقه ده چې باید سیمه ییز حکومت ښځینه متشبثینو د ملاتړ لپاره ډېر کار وکړي.

هغې وویل: «موږ په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د جوړېدو شاهدان یو، خو لا نور زیات کار ته اړتیا لیدل کیږي.»

«حکومت باید د ښځینه سوداګرو ملاتړ وکړي، ترڅو نوي فرصتونه رامنځته کړي او د ښځینه سوداګرو مشرانو شمېره لوړه کړي.»

چارواکي وايي، تر خپل وس زیار کاږي چې له محدودو سرچینو سره سره په سیمه ییزې سوداګرۍ کې د ښځو شتون پیاوړی کړي.  

د هرات  ولایت د ښځو د چارو په ریاست کې د ظرفیت د لوړولو مشرې، سهیلا صابري وویل، د هغې څانګه مالي وړتیا نه لري چې کوم بنسټیز توپیر رامنځته کړي.

هغې وویل، د هغې ریاست د دې پر ځای چې افغاني مېرمنو د ژوندانه د ښه کولو لپاره هلې ځلې وکړي د یو کتونکي او ناظر بنسټ په توګه کار کوي.     

هغې وویل: «د ښځو د چارو وزارت په حقیقت کې یو وزارت دی چې بودجه نه لري. یوازې د ناظر په توګه کار کوي.»

«د سوداګرۍ په سکتور کې د ښځو د ګډون د رامنځته کولو لپاره ځانګړې مالي وړتیا نه لري. چارواکي لګیا دي له خصوصي سکتور سره کار کوي ترڅو د ښځو د تولیداتو لپاره نندارتونونه او د نندارو کړکۍ جوړې کړي.»

صابري وویل، د لاسي صنایعو، انځورګرۍ او د عکس اخیستلو د نندارتونونو جوړول په ښځو پورې د اړوند کسب او کار د ودې او پرمختګ لپاره د هغې د ادارې د کار او زیار یوه برخه جوړوي.   

د امنیت په اړه د هرات د پولیسو د قوماندانۍ ویاند، عبدالاحد ولیزاده وویل، پولیس تر خپل وس پورې زیار کاږي چې د ولایت د ټولو خلکو امنیت خوندی کړي او ويې ویل، د هرات ښار پر پولیسو په سم ډول تنظیم شوی دی.    

«ښايي د هرات په لرې پرتو سیمو کې امنیتي ګواښونه موجود وي، چې د امنیت خوندي کول پکې سخته ده. دغه ګواښونه د دې لامل کیږي چې ښځې خپل کسب او کار پر مخ یو نه وړلای  شي. خو په هرات ښار کې دا ستونزه موجوده نه ده.»

د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې زئیس، سید خاطبي وویل، په دغه ولایت کې د ښځینه متشبثینو د ملاتړ لپاره  سترې هڅې روانې دي.

هغه وویل، ښځې اوس د زعفرانو، شاتو او مربا په تولید او همدارنګه د غالیو په اوبدلو کې فعال ګډون لري.  

هغه دا هم وویل، له ښځو سره مرسته شوې چې له نوو کورنیو بازارونو او نړیوالو فرصتونو څخه ګټه واخلي. هغه زیاته کړه: «دغه ریاست له ګڼ شمېر سوداګرو مېرمنو سره مرسته کړې چې د خپلو شرکتونو د پراخوالي او توسعې لپاره د اړتیا وړ ملاتړ تر لاسه کړي.»

Frontline Updates
Support local journalists