د پور د ورکړې د اتحاديو (Unions) جوړېدل
مالي انستيتوتونه به له هغو خلکو سره د ګډو مرستو د بانکو په توګه فعال شي، چې نه شي کولای سپما وکړي او يا پور تر لاسه کړي.
د پور د ورکړې د اتحاديو (Unions) جوړېدل
مالي انستيتوتونه به له هغو خلکو سره د ګډو مرستو د بانکو په توګه فعال شي، چې نه شي کولای سپما وکړي او يا پور تر لاسه کړي.
دافغانستان په شمال کې بزګران، هټيوال او انفرادي خلک د کوچنيو پورونو اخيستنې ته په داسې حال کې هڅول کيږي، چې په هېواد کې د پور د ورکړې لومړۍ پروژه تر لاس لاندې نيول شوې ده.
بانکي سيستم له پلازمينې کابل څخه بهر ګډوډ حالت لري. زياتره خلک له شخصي پور ورکوونکو (سود خوړونکو) څخه پرته د پور داخيستلو نور امکانات نه لري، چې د مياشتې په سلو کې تر پنځوس پورې ګټه اخلي.
په زرګونو کوچني بزګران د ژوندي پاتې کېدو لپاره دې ته اړتيا لري، چې هر ژمی د خپلې د پسرلنۍ کرکيلي په حاصلاتو باندې مخکې له مخکې پورونه واخلي.
په افغانستان کې له بېوزلو خلکو سره د هغوی د کاروبار د سرته رسولو په موخه پر بسپنې باندې د ولاړو کوچنيو پورونو پروګرامونه شته، خو دا نوی پروګرام لومړی هغه دی، چې د ګډو مرستو د بانک له لارې خلکوته د سپما، د پورنو او ان د پلاستيک کارتونو (Plastic Cards) د خدمتونو لپاره رامنځته شوي دي.
د امريکا په متحدو ايالتونو کې مېشتې د پورونو نړيوالې اتحاديې ، (World Council of Credit Unions: WOCCU) په دې وروستيو وختونو کې خپله د پورونو لومړۍ څانګه په مزار شريف کې پرانيستله او ورپسې به يوه بله هغه په شبرغان کې پرانيزي.
دا پروژه د افغانستان لپاره د کوچنيو پورونو د پانګې اچونې او ملاتړ د اسانتيا (Microfinance Investment and Support Facility: MISFA) په مالي مرسته رامنځته شوي، چې يوه حکومتي موسسه ده او د کوچنيو پورونو د پروژو څارنه کوي. WOCCU، چې مرکزي دفتر يې (د امريکا د متحده ايالتونو) د ويسکانسن په ماديسان کې دی، د تېرو دېرشو کلونو راهيسې په 85 هېوادونوکې ورته پروژې پر مخ وړي او ټول 123 مليونه غړي لري.
تر اوسه افغاني څانګې له يو زر څخه زيات غړي جلب کړي دي. د پور اتحاديه د کوپراتيف په بڼه کار کوي او خپل مالي خدمتونه هر هغه چاته وړاندې کوي، چې په نوموړې اتحاديې کې شامل شي او په منظمه توګه د سپما او په خپل وخت د پورنونو د بېرته ورکړې په ګډون د هغې اصول ومني (رعايت کړي).
د مزار شريف د څانګې مشره، خالده يعقوبي وايي: ((اتحاديه په خلکو پورې اړه لري. دا په کومې موسسې يا حکومت پورې تړلې نه ده. دا په هر هېواد کې د غړيو له انجمن څخه جوړه شوې ده.))
اوس په پام کې ده، چې د پورونو اتحاديه د پنځو کلونو په مودې کې، له پلازمينې بهر، نورو 15 ولايتونو ته هم وغځول شي.
يعقوبي وويل: ((د کابل استوګن د بانکي سيستم لپاره ښه فرصتونه لري. د کليو د پراختيا وزارت په اند اوس ددې وخت رارسيدلی دی، چې په ولايتونو او کليو او بانډو کې اقتصاد ته وده ورکړ شي.))
هغې د پور اخيستنې د سيتسم په هکله خبرې وکړې او ويې ويل: ((موږ هره مينه وال ته پور ورکوو، تر څو خپلې مالي ستونزې پرې هوارې کړي. د پور په وړاندې له هغوی څخه په سلو کې دوه ګټه اخيستل کيږي. اوسمهال موږ له سلو څخه تر پنځوسوو ډالرو پورې پيشکي ورکوو، په دې شرط چې دوه تنه د ضمانت لپاره چمتو کړای شي. په ټاکلې مودې کې د پور له بېرته ورکړې وروسته زموږ د پور اندازه ښايي لوړه شي.))
د پور د اتحاديې يو بله برخه سپما ده. يعقوبي وايي: ((موږ په همدې توګه د بانکونو په څېر له خلکو څخه پيسې اخلو او که له موږ سره دسپما حساب پرانيزي، نو د مياشتې په سلو کې اووه ګټه ورکوو. موږ هغوی ته د دبت (Debit) کارت هم ورکوو، چې کولای شي د نړۍ په هر ګوټ کې پرې پيسې راوباسي.))
په وروستيوکلونو کې په شمالي ولايتونو کې د پام وړ تاوتريخوالی موجود و. خو يعقوبي ټينګار کوي، چې امنيت ډېر بد نه دی. نوموړې وايي: ((په ټولو ولايتونو کې يوڅه کوچنۍ امنيتي ستونزې شته. هغه مهال، چې موږ د خبرو اترو دروازه پرانيسته، د بلخ (ولايتي) چارواکو زموږ تود هرکلی وکړ او د امنيت د تامين ژمنه يې وکړه.))
د WOCCU د پروژې مسوول، د MISFA چارواکي، حارث چوپاني وويل: ((دا يوه غيرحکومتي بشپړه خپلواکه ټولنه ده. د هغې د ټولو فعاليتونو رپوټ هره مياشت د کليو د پراختيا وزارت ته استول کيږي.))
په افغانستان کې لا تر اوسه مالي همغږې کوونکی موسسې نه شته. د افغانستان مرکزي بانک د کوچنيو پورونو د ورکړې د څارنې کار MISFA ته سپارلی دی. د کليو د پراختيا وزارت د WOCCU په پروژو باندې د څارونکی رول لري.
په مزارشريف کې د افغانستان بانک رېيس، محمد ابراهيم اسلمي ومنله، چې بانکي بنسټيز (زېربنايي) سيستم لا تراوسه کمزوری دی. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((له بده مرغه موږ د خلکو د ستونزو د له منځه وړلو کومه لاره چاره نه لرو. خلک نه شي کولای په ولايتونو کې د ورته بانک له نورو له څانګو څخه د سپما له حساب څخه پيسې راوباسي. له دې امله خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. په افغانستان کې د پور سيستم نه شته، نو ځکه بهرني بانکونه او د هغوی څانګې، چې خلکو ته دا اسانتياوې برابروي او نړيوال اعتبار لري، ډېر ژر د خلکو زړونه لاس ته راوړلای شي.))
عزيزالله هغه لومړی بزګر و، چې په مزارشريف کې د پور د ورکړې له ټولنې څخه د پنځه سوو ډالرو پور ترلاسه کړ، تر څو خپلې روانې ستونزې پرې هوارې کړي. هغه وويل: ((ما سرې، تخم، خوراکي موادو او د کور نورو شيانو ته اړتيا درلوده. ما ددې موادو د پېرودنې لپاره پيسې نه درلودې. هغه مهال چې حاصل راټول کړم، نو دا پور به په ښه ډول بېرته ورکړم.))
هغه وويل، د تېرو کلونو په ژمو کې به دې ته اړ کېده، چې خپل راتلونکی حاصل د بازار د بيې په نيمايي په سود خوړونکو وپلوري. کله چې به د حاصل وخت راورسېد، هغه ته به د حاصل نيمايي برخه په لاس نه راتله او له دې امله به په راتلونکي ژمې کې بيا هم له هماغه ستونزو سره مخامخ و. هغه يوه پای ته نه رسېدونکې ستونزه وه. هغه زياتوي: ((اوس د خپل راتلونکي حاصل پلورلو ته اړتيا نه لرم. هغه به په خپل وخت په سمه بيه وپلورم.))
شېرمحمد د بلخ ولايت اوسېدونکی، د سرک د غاړې يو پلورونکی له پور څخه ډېرې ترخې تجربې لري. هغه پو ځل له يو سود خوړونکي څخه لس زره افغانۍ پور کړې وې او هره مياشت به يې 3500 افغانۍ ګټه ورکوله. نوموړی وايي: ((ما ته به پيسې نه پاتې کېدې، څو کلونه وروسته مې وکړای شول هغه پور خلاص کړم. زه به بيا دا کار ونه کړم.)) هغه اوس د پور له ټولنې څخه دوه سوه ډالره پور کړي دي، وايي: ((دا پيسې بېرته يې خلاصولای شم. په دې به ډېره ګټه وکړم.))
يو هټيوال، شريف، د پور په دې اتحاديې کې د سپما حساب پرانيستی، هغه وايي: ((ما دلته د جرمونو د زياتوالي له امله نه شوای کولای، چې يا په کو رکې پيسې وساتم او يا په هټۍ کې. له هغه راهيسې چې مې پيسې په بانک کې اچولي، ډېر هوسا يم. له هغې برسېره يو څو فيصده ګټه هم راته کوي.))