د نجلۍ مړينې کورنۍ په غم کينوله
په کابل ښارکې په ځانمرګي بريد کې د يوې ١٣ کلنې نجلۍ وژل کېدو هغه يو شمېر کوچنيان له خطر سره مخامخ کړي دي، چې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي.
د نجلۍ مړينې کورنۍ په غم کينوله
په کابل ښارکې په ځانمرګي بريد کې د يوې ١٣ کلنې نجلۍ وژل کېدو هغه يو شمېر کوچنيان له خطر سره مخامخ کړي دي، چې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي.
له يو ځانمرګي بريد وروسته، چې د يوې ښځې او يوې ديارلس کلنې ماشومې نجلۍ د وژل کېدو لامل شوه اوس يو ځل بيا د چرګانو په کوڅه کې د خلکو ګڼه ګوڼه مخ په زياتېدو ده.
په هغه ځاى کې چې بډاى افغانان، بهرني کارکوونکي او ګرځندويان، د لرغونو شيانو، غاليو او د سوغاتونو د پلورلو هټيو ته راځي، کوچنيان هم په لاسونو کې د کتابونو، نخشو، ورځپاڼو او مجلو
په لرلو هغوى بدرګه کوي.
خو په دې بريد کې د وژل شوې فريبا د کورنۍ ژوند د تل لپاره بدل شو. د درېم ټولګې دا کوچنۍ زده کوونکې به د سهار له خوا د رحمن مېنې ښوونځي ته تله او په ماسپښين کې به يې د انګيسي ژبې خپرونې په لا س کې وې او له دې لارې به يې خپلې څلور غبرګونې خويندې، مور، ناروغ نيکه او توړۍ ته ډوډۍ پيدا کوله.
د هغوې کورنۍ ته د اکتوبر په ٢٣ نېټه د هغې مړينه، يوازينۍ مړينه وه، چې توانېدلې وه، له دوو لسيزو جګړو څخه ځانونه ژوندي راوباسي.
دهغې مور، ليلا په داسې حال کې ، چې د ورځپاڼو دپلورلو پر مهال د هغې اخيستل شوي عکس ته کتل، په ژړا ويل: "هغه د کور د ښځينه غړې په څېر نه وه. هغې د کورنۍ ټولو اتو غړيو ته پوره خواړه برابرول."
د افغاني چارواکو، د ملګرو ملتونو، دپلوماتيکو (سياسي) څانګو او د غير حکومتي بېلا بېلو موسسو له خوا د چرګانو په کوڅه د پېرودلو په هکله د تګ او نه تګ خبرونه ورکول کيږي.
ليلا د اکتوبر هغه ورځ يادوي او وايي، چې فريبا هغه ورځ يو څه دوخته له کوره ووته، تر څو خپلې نيا د روژه ماتي لپاره ، چې زموږ کورته په مېلمستيا راغلې وه، د خوراک يو څه توکي راونيسي. هغه وايي: "هغې (فريبا) ماته وويل، مورې! نن زحمت مه کاږه. د نن ماښام لپاره به زه ډوډۍ او نور شيان له ځان سره راوړم. له چاودنې دمخه هغه په يو بهرني سړي باندي د يو کتاب د پلورلو له لارې لس ډالره لاس ته راوړي و."
د يو غالۍ پلورنکي، سميع الله په وينا، چې پېښه يې په خپلو سترګو ليدلې وه، وايي، چې ځان وژونکي لاسي بمونه په خپل واسکټ کې ځاى په ځاى کړي او يو ګاډي ته يې ځان ورنژدې کړ، چې د "آيساف" نښه پرې لګېدلې وه. هغه وايي: "يو دريشي کړى سړى، چې لکه د يو دروېزه ګر په څېر معلومېده. ځان يې يو څو تنو پوځي جامو لرونکو خلکو ته ورنژدې کړ او زما د هټۍ تر څنګ يې خپل ځان وچولو. کتاب پلورنکي نجلۍ (فريبا) دلته دمخه په دې هيله راغلې وه، چر په بهرنيانو باندې کتابونه وپلوري." د هغې د تره لور وايي، چې د سيمې ټولو هټيوالو منځنې ونې لرونکې فريبا پېژندله، چې معمولا به يې په بهرنيانو باندې کتابونه پلورل.
د چرګانو په کوڅه يو هټيوال، محمد يوسف واهب وايي، د فريبا اصلي مشتريان (بيفاران) بهرنيان، په تېره بيا د سوله ساتي نړيوال ځواک پوځيان و. هغه وايي، سرتېرو ته هغه ډېره ګرانه وه. د سوله ساتي ځواک يو څو تنه پوځيان د هغې کور ته د تسليت او خواخوږۍ په منظور ورغلل.
په روانه مياشت کې د استخباراتو چارواکو هغه ځان وژونکي د مطيع الله په نوم ياد کړ. مطيع الله د مولوي محمد يونس د تنظيم غړى و، چې د طالبانو له غورځنګ سره يوځاى شوى و. د چارواکو د وينا له مخې مطيع الله د پېښور د افغاني کډوالو د شمشتو له کمپ څخه ددې بريد د تر سره کولو لپاره کابل ته راغلى و. په دې بريد کې يوه امريکايي مېرمن وژل شوې او په سوله ساتي ځواک پورې اړوند د آيسلنډ درې تنه سرتېري ټپيان شوي و.
د فريبا پلار طالبشاه خاکسار په غير مستقيم ډول د خپلې د لور دوژل کېدو پړه په حکومت واچوله او د هغو درېو تنو د محاکمه کېدو غوښتنه يې وکړه، چې له برېد وروسته نيول شوي او بنديان شوي و. نوموړي آى ډبليو پي آر ته وويل: "حکومت ولې ددغو درېو تنو نومونه نه اخلي؟ هغوى بايد له دې حقيقت سره سره، چې په خپله وژونکى مړ شوى، د خلکو په وړاندې اعدام شي."
څلوېښت کلن طالبشاه چې يو څو کاله يې په ايران کې کار کاو، د خپلې لور له وژل کېدو څلور ورځې وروسته کور ته راستون شو. د هغه مېرمن ليلا وويل، چې هغه خپلې کورنۍ ته پيسې رالېږلې، خو د هغه په لږو پيسو د کور ګوزاره نه کېده. هغه اوس د کور دمخه د لرګيو يوه هټۍ جوړه کړې ده. هغه وايي: "که چېرته حکومت په ٢٠٠٢ کال کې د کارکوونکو د کمولو په لړ کې زه له کاره نه واى ګوښه کړى، نو زه به ايران ته په تګ نه واى اړ ايستل شوى او نه به مې خپله لور د کتابونو پلورلو ته پريښى واى. دا غم او خپګان ماته په ملي دفاع کې له شلو کلونو خدمت خخه وروسته راپېښ شو."
له کار څخه تر ګوښه کېدو دمخه طالبشاه د الوتکو تخنيکر و. هغه وويل، چې د فريبا له مړيني وروسته حکومت هغه ته ٢٢٠٠ ډالره ورکړل. هغه وايي دا پيسې آن د هغې د مړيني د لګښت لپاره هم بس نه وي. هغه له ولسمشر حامد کرزي څخه په دې خپه دى، چې د ليدني موقع يې ورنه کړه. هغه وايي: "ما د يوې قرباني شوي نجلۍ د دردېدلي پلار او د هغه د حکومت په بهير کې د رنځ او کړاو د يو ګالونکي په توګه غوښتل له حامد کرزي سره ووينم، خو هغه لږ تر لږه له ما سره هېڅ خواخوږي څرګنده نه کړه. بهرنيان ډېر ښه خلک دي او زموږ د ولسمشر او حکومت په پرتله يې زيات زړه سوى وښود. د سوله ساتي پوځ سرتيري څو څو ځلې زما کور ته راغلل او خپل خپګان يې له موږ سره شريک کړ. ولې هغه (کرزى) زموږ غږ نه اوري او زموږ خوږ نه احساسوي؟"
هغه لوړه وکړه، چې خپلو نورو اولادونو ته به د فريبا په څېر د پلورلو اجازه ورنه کړي.
فريبا يوازينۍ نجلۍ نه وه، چې په بهرنيانو باندې د بريد ښکار شوه. يوه بله نجلۍ د تېرکال د اګست په مياشت کې په يوې چاودنې کې وژل شوې وه. هغه بريد په يوې امريکنۍ امنيتي کمپنۍ (DynCorp) باندې تر سره شوی و، چې د ولسمشر حامد کرزي امنيت ساتي او د ملي اردو کارکوونکي روزي.
خو له دې ټولو خطرونو سره سره بيا هم کوچنيان هڅه کوي، خپلو کورنيو ته د شيانو د پلورلو له لارې يوه مړۍ ډوډۍ ومومي. دا کار له سياليو ډک دی. هغوی لکه د شاتو د مچيو په څېر په هغو بهرنيانو راټوليږي، چې په ښار کې د شيانو د پېرودلو لپاره راځي او يا د هغو ميلمستونونو مخې ته ودريږي، چې ګرځندويان په کې استوګنه کوي.
د کابل ښار زياتره بېوزلې کورنۍ خپل ماشومان د شيانو د پلورلو لپاره ښار ته استوي. زياتره دا ماشومان ښوونځيو ته نه شي تللای، ځکه له خپلو بېوزلو کورنيو سره مرستې ته لومړيتوب ورکوي. فريبا نيکمرغه وه، ځکه هغه هم ښوونځي ته تله او هم يې په بازار کې شيان پلورل.
لس کلن روح الله د چرګانو په کوڅه کې نقشې او قرطاسيه پلوري. هغه وويل، په دې بازا رکې له کار کولو کومه اندېښنه نه لري. هغه وايي ماته له بهرنيانو څخه د پيسو تر لاسه کول زيات ارزښت لري. د هغه پلار د 1995 کال په کورنۍ جګړې کې وژل شوی و. هغه له خپل مشر ورور سره يو ځای خپلې کورنۍ ته خواړه چمتو کوي، چې د پوليسو په مرکزي قوماندانۍ کې دروازه وان دی.
دولس کلنې سيما ګل، چې لمريزې عينکې پلوري، وويل: ((زه نه ډارېږم. زه بايد خپلې کورنۍ ته خواړه چمتو کړم، که نه نو له لوږې مرو. ))
په کابل کې د افغانستان لپاره د کوچنيانو د يوې موسسې، آشيانې، د ښوونې او روزنې مسوول، محمد يوسف وايي، په ښار کې کارکوونکي ماشومان په بهرنيانو باندې د بريدونو له امله خورا بېچاره دي. هغه وايي: ((ماشومان ښايي ونه ډاريږي، خو داسې برېدونه د هغوی په رواني حالت ډېره ناوړه اغېزه کوي. هغوی د تښتونې له پېښو او په بهرنيانو باندې د بريدونو د ترسره کولو په ډار خبر دي، خو کومه بله لاره لري.))
هغه وويل، د آشيانې مرکز په کوڅو کې د ګرځنده ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې بنسټيز پلانونه لري، ترڅو هغوی له هغو خطرونو خبر کړي، چې ددوي په وړاندې پراته دي.