کله چې پوليسان د غلو ملګري شي

د څو ولايتونو اوسېدونکي شکايتونه کوي، چې د قانون پلي کوونکي چارواکي له هغو جنايتکارانو څخه هغومره ښه والی نه لري، چې د منځه د لېرې کيدو هڅې يې کيږي.

کله چې پوليسان د غلو ملګري شي

د څو ولايتونو اوسېدونکي شکايتونه کوي، چې د قانون پلي کوونکي چارواکي له هغو جنايتکارانو څخه هغومره ښه والی نه لري، چې د منځه د لېرې کيدو هڅې يې کيږي.

Friday, 18 November, 2005

په داسې حال کې چې افغاني پوليس د زرګونو داړه مارانو د بېوسلې کولو خبرې کوي، خو د ولايتونو زيات شمېر اوسيدونکي وايي، په هغوی باندې لا تراوسه وسله وال حکومت چلوي. هغوی وايي ستونزه اوس له داړه مارانو څخه پوليسانو ته لېږدول شوې ده.


زيات شکايتونه له مالدارانو او بزګرانو څخه غوږونو ته رسيږي، چې غلي دانې او څاروي يي د ځايي ټوپک والاوو له خوا (محصول) کيږي. ځايي اوسيدونکي وايي، دا خلک له ګواښونو، وهلو ډبولو او شکنجې څخه کاراخلي او د ځايي پوليسو ننګه او ملاتړ ورسره دی.


په مزارشريف کې يو سياسي څېړونکی، قيوم بابک وايي: ((وسله وال سړي لا تر اوسه په ځينو سميو کې حکومت کوي. پوليس نه غواړي له دې زړو او پخوانيو انډېوالانو سره خپل اړيکې خړ پړ کړي.))


څه نا څه 450 کيلومتره ليرې د هېواد شمال ختيځ لورې ته، د پاکستان پولې ته څېرمه د کونړ په ولايت کې د مارچ په مياشت کې مال والاوو د ځايي قوماندان حاجي سردار له وسله والو سړيو سره درې ورځې نښته وکړه. هغوی نور د عشر په نامه د شلو وزو په سر د يوې وزې او د لسو پسونو په سر د يوه پسه له ورکولو ستړي شوي وو، د هغه کور ته يې اور واچولو او هغه يې د مزار په درې کې کې له خپل کلي څخه وشړلو.


د کلي مشر ملک ګلان آی ډبليو پي آر ته وويل: ((مرګ او ژوبله رامنځته نه شوه، خو د هغه مرکز ته اور واچول شو او قوماندان له خپلو انډيوالانو سره يوځای تېښتې ته اړ شو.))


د کونړ والي اسدالله وفا وويل، هغه له دې امله چې د څارويو خاوندانو (مال والاوو) قانون په خپلو لاسونو کې اخيستی دی، ګيله نه لري. هغه وويل د هغه لومړنۍ دنده له وسله والو ډلو څخه د خلکو خلاصول دي، که د ځايي پوليسو ملاتړ ورسره وي او که نه. هغه وويل: ((خلک بايد له موږ سره د هغوی په ورکولو کې مرسته وکړي.))


آى ډبليو پي آر ورته شکايتونه د لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار له ولايتونو او همدارنګه په شمال کې له فارياب او سرپل له ولايتونو څخه تر لاسه کړي دي.


محمد اصف په فارياب ولايت کې يې يوه کمېټه جوړه کړې تر څو خپل شکايتونه د کورنيو چارو وزارت ته وړاندې کړي. هغه وايي : ((زموږ يوازينۍ هيله پوليسو ته وه. خو اوس ګورو، چې ځايي پوليس په پراخه توګه د ځايي قوماندانانو ننګه او ملاتړ کوي.))


اصف شکايت وکړ، په دې وروستيو وختونوکې پوليسو د صمد په نوم يو مشهور ياغي، چې په ځايي مالدارانو باندې په بريد او د 40 پسونو په غلا تورن دی، بندي کړ، خو وروسته ډېر ژر خوشې شو. اصف وايي، اوس صمد د پخوا په پرتله ډېر زړور شوی او ځايي پوليس وايي، چی موږ څه نه شو کولای.


د فارياب د پوليسو مشر، سمونوال سيد حسن زيارتي آى ډبليو پي آر ته وويل: (موږ لا تر اوسه په قوماندان صمد کوم اسناد او شواهد نه دي تر لاسه کړي.))


په همدې توګه په ګاونډي ولايت سر پل کې چارواکو وويل، هغوی د منان په نوم د يو بانډ د مشر په هکله شکايتونه تر لاسه کړي، خو هغه د نوموړي د بندي کولو لپاره کافي نه دي. د افغانستان په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کميسون مشر، سيد محمد سامع وايي د هغه موسسې ته د منان په هکله د غلا، شوکې او ځورونې شل شکايتونه رسيدلي دي.


د سرپل ولايت د يو کلي اوسيدونکي، چې د غچ له ډاره يې نه غوښتل ونومول شي، ويل: ((پوليس له پخوانيو ځايي مليشو څخه جوړ شوي. هغوی يوازې يونيفورم اغوستی. هغوی نه شي کولای د خپلو پخوانيو قوماندانانو له امرونو څخه سرغړونه وکړي.))


د مارچ په مياشت کې له پنځوسو څخه د زياتو موټرونو چلوونکو شکايت وکړ، چې د مزار شريف – جوزجان په لاره پوليسو وهلي او تالا کړي وو.


د موټروچلوونکو له ډلې څخه يو تن د رازمحمد په نوم ادعا وکړه، کله چې يې پوليسو ته وويل، پيسې نه لري، نو ويې وهلو. دا حالت د نوي يمو کلونو له پيل څخه ډېر ناوړه دی. هغه وايي: ((که به دې په هغو شپو ورځو کې ټوپک والاوو ته وويل، چې پيسې نه لرم، نو پرېښودې به يې. هغوی به د نن ورځې پوليسو په څېر نه وهلې او ډبولې.))


د امنيتي پوستې قوماندان دا خبره نه مني، چې ګوندې له چا دې غلا شوي وي. هغه وويل، په ناسمو فعاليتونو تورن مامورين کابل ته د پلټنې او څېړنې لپاره استول شوي دي.


د مارچ په 29 د 2000 په شاوخواکې خلکو د بلخ په ولايت کې د ځايي مشر، بابه سيد د بندي کېدو لپاره مظاهره وکړه، چې د غير قانوني محصول په اخيستلو او غلا تورن دی.


د بلخ د امنيي قوماندان، جنرال خليل الله ضيايي وويل، له مظاهره کوونکو وغوښتل شول، چې خپل شکايت په ليکلي ډول وړاندې کړي.


د نورستان ولايت د برګ مټال د ولسوالۍ يو مالدار او بزرګرعبدالغفور وويل، يو شمېر قوماندانان په ټوله سيمه کې له خلکو څخه د هغوۍ د حاصلاتو عشر اخلي.


هغه وويل: ((موږ هغوی ته غنم، جوار، پنير او اپين ورکوو. که ور يې نه کړو نو وهل کيږو.))


هغه وويل، د بانډونو مشران له ځينو کليوالي مشرانو، ملکانو او سيمه ييزو اداري مشرانو سره لاس لري. غفور وايي: ((موږ بېوزلي او بېوسې خلک يو. موږ څه نه شو ويلای. قوماندان مشرانو او ملکانو ته خپله برخه ورکوي او په دې توګه د هغوې خولې پټوي. ))


د لغمان په ولايت کې يو کوچي شپون اختر محمد وويل، ځايي قوماندان په هرو پنځلسو نويو زېږيدلو وريو کې يو وری اخلي. شپانه چارواکو ته د شکايت په کولو کې کومه ګټه نه ويني، ځکه هغوی دواړه ورته يو شان بريښي او کوم توپير په کې نه ويني. هغه وايي: ((هغوی د يو اس غوږونه دي.))


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists