آيا دويم پړاو (ټولټاکنې) شونې دى؟
د ټولټاکنو د کميسون چارواکو د د ټاکنو د دويم پړاو اعلان وکړ، خو وخت، هوا او امنيت د هغې د سرته رسولو اجازه نه ورکوي.
آيا دويم پړاو (ټولټاکنې) شونې دى؟
د ټولټاکنو د کميسون چارواکو د د ټاکنو د دويم پړاو اعلان وکړ، خو وخت، هوا او امنيت د هغې د سرته رسولو اجازه نه ورکوي.
په پام کې نيول شوې موده لنډه ده، د رايو ورکولو نوي ستيشنونه بايد له سره تنظيم شي، امنيت مخ په ناوړه کېدو دى، د ژمي په رادبره کېدو هوا سړيږي او د لومړي پړاو له ټولټاکنو څخه خلک ناخوښه دي. ددې ننګونو په پام کې نيولو سره ښايي د ټولټاکنو د دويم پړاو سرته رسيدل ستونزمنه خبره وي.
ولسمشر، حامد کرزى د اکتوبر په شلمې د ژورناليستانو په وړاندې راڅرګند شو، د زړه دپاسه موسکا يې پر شونډو خپره وه او ويې ويل چې له خپل عمده سيال ډاکټر عبدالله عبدالله سره د دويم پړاو ټولټاکنو ته د ودرېدو سره يې موافقه کړې ده.
کرزي، په داسې حال کې چې شاوخوا يې بهرني لوړپوړي شخصيتونه ولاړ وو، له دې پرته چې د بې خړته درغلۍ په اړه خوله وخوځوي، د نومبرد مياشتې اوومې نېټې ته يې د ټولټاکنو د دويم پړاو په اړه يې د خپلواک کميسون د پرېکړې هرکلى وکړ.
.په همدې ډول هغه له خپلو دې څرګندونو څخه هم په شا نه شو چې ځان يې د لومړي پړاو په ټولټاکنو ګټونکى باله، ويې ويل چې د ملي ګټو په خاطر يې د دويم پړاو ټاکنو ته غاړه ايښې ده.
هغه وويل: "له بده مرغه زموږ ټاکنې بدنامه شوې. که هرڅوک ګټونکى واى، کېداى شو د حکوميت مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې راوستى واى. دا چې زه ګټونکى يم او که نه، دا خبره د افغانانو قضاوت ته پرېږدم. زه د خپلو ګټو په پرتله د افغانستان ګټې غوره بولم."
کرزى د متحده ايالتونو د سناتور، جان کيري، د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، کاى ايدې، د متحده ايالتونو، برتانيې او فرانسې د سفيرانو تر زيات فشار وروسته له هغوى سره يوځاى د سه شنبې ورځې مطبوعاتي کنفرانس ته حاضر شو.
کيري وويل په مخکنيو ورځو کې "اوږدې او کله ناکله سختې خبرې اترې" روانې وې، خو افغان ولسمشر يې له دويم پړاو ټولتاکنو سره د موافقې له امله وستايه چې د يو دولتي مشرتابه په څېر يې چلن وکړ.
هغه وويل: "دا ددې هېواد او موږ ټولو لپاره چې په افغانستان کې د موکراسۍ لپاره هلې ځلې کوو، ډېره مهمه شېبه ده."
د اګست په شلمه د ټولټاکنو لومړى پړاو د زياتو درغليو او پراخې ناامنۍ له امله نيمګړى شو. پر مختلفو ښارونو په سلګونه راکټونه واورېدل او په لسګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. يو شمېر رايه ورکوونکي د ياغيانو ښکار شول. ياغيانو پر رنگ باندې د ککړې ګوتې د پرې کولو ګواښونه کړي وو. رنګ شوې ګوتې د رايې د ورکولو معنا درلوده.
کيري او ايدې د امنيت د تضمين او د لومړې پړاو په څېر د نيمګړتياو د نه رامنځته کېدو په اړه د نړيوالې ټولنې ټينګه ژمنه وکړه.
کرزي د لومړنيو پايلو له مخې په سلوکې نژدې ٥٥ رايې خپلې کړې وې. د درغلۍ رپوټونه ډېر پراخه وو او د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د ټولټاکنو د شکايتونو داورېدلو کميسون د رايو د تر شک لاندې صندقونو د سمپل د پلټنې لارښوونه وکړه.
د ټولټاکنو د شکايتونو د اورېدلو کميسون د اکتوبر په ١٩ د خپلو موندنو له مخې شاوخوا يو مليون او درې سوه زره رايې باطلې کړې. په دې توګه د کرزي رايې ترپنځوس جمع يو څخه راټيټې شوې. بريالى نوماندى بايد پنځوس جمع يو رايې تر لاسه کړي.
د څو سختو ورځو په بهيرکې په ټاکنو پورې اړوندو کسانو داسې ګونګوسې خپرې کړې وې، چې ګوندې کرزى د دويم پړاو ټاکنې نه مني. ددې اړتيا وليدل شوه چې ګډې همکارۍ ته د هغه د راضي کېدو لپاره ښايي هغه تر سخت فشار لانېد ونيول شي. خو د ولسمشر ډله لا تر اوسه په دې ټينګار کوي چې هغه د اګست د ٢٠ نېټې ټاکنې ګټلي دي.
د کرزي د کمپاين د دفتر يو غړي، معين مرستيال وويل: "کرزي د ټاکنو دويم پړاو ته د ملي ښيګڼې له امله غاړه کېښوده. ولسشمر سوچ وکړ، سره له دې چې هغه ګټونکى دى، خو دا به ښه وي د دموکراسۍ او د راتلونکي حکومت د مشروعيت لپاره د دويم پړاو ټاکنې تر سره شي."
په يوازې يو څو اونيو کې د رايو ورکولو د نوو مرکزونو د جوړولو ننګونه شکمنه خبره ده او ښايي سر ته رسېدل يې هم ګران وي. عبدالله له رسنيو سره په مرکو کې څرګنده کړې وه، چې که د امنيت او نورو ستونزو له امله د دويم پړاو ټاکنې شونې نه وي، نو هغه د خبرو اترو لپاره چمتو دى.
خو ورسته کرزي او عبدالله دواړو معاملې ته د غاړې کېښودو ته، پر نوموړو دواړو نوماندو له نړيوال فشار سره سره، د ايتلاف مفکوره رده کړې ده.
کرزي د سه شنبې د ورځې په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: "ايتلاف مشروعيت نه لري. خو د ملى مشارکت د حکومت ننګه کوم."
کيري ددې خبرې له تپلو څخه غاړه وغړوله.
هغه خبريالانو ته وويل: "اجازه راکړئ په څرګنده ووايم چې د ايتلاف په اړه خبرې نه دي شوي."
د عبدالله ډله د دويم پړاو د ټاکنو له اعلان وروسته خوشحاله برېښېده.
د عبدالله د کمپاين د ډلې وياند، فاضل سانچارکي وويل: "موږ د ټولو ملي او نړيوالو موسسو، په تېره بيا د ټولټاکنو د شکايتونو د اورېدلو له کميسون څخه د هغوى د پرېکړې له امله مننه کوو. دا کار واقعيتونو ته د کتنې له مخې شوى دى."
په داسې حال کې چې نوماندان ټاکنو ته د چمتووالي خبره کوي، ماهرينو د امنيتي بحران، خرابې هوا او د افغانانو د بې علاقه ګې له امله د دويم پړاو ټاکنې تر پوښتنې لاندې نيولي دي.
سياسي شنونکي وحيد مژده وويل: "خلکو د ټاکنو د بهير په اړه خپل باور له لاسه ورکړى دى. هغه مهال چې [د شکايتونو د اورېدلو کميشنر مصطفى] بارکزي استعفا وکړه، ويې ويل چې بهرنيانو بهير په خپل لاس کې نيولاى دى. دې کار ډېر منفي اغېز وکړ. زما په اند به د لومړي پړاو په پرتله د رايه ورکوونکوو شمېر لږ وي."
د شکايتونو د اورېدلو په پنځه کسيز کميسون کې د دوو افغانانو له ډلې څخه د يو هغه استعفاد اکتوبر په ١٢ خلک ناکرار کړل. بارکزي ته په عمده توګه د شکايتونو په کميسون کې د کرزي د پلوي په سترګه کتل کېدل. زياتره خلک وايي ولسمشر ځکه دا صحنه جوړه کړې وه، چې که چېرته هغه له لومړي پړاو برياليتوب څخه بې برخې شي، نو د شکايتونو د کميسون موندنې به له ننګونو سره مخامخ شي.
که چېرته د رايې ورکوونکو شمېره د اګست د مياشتې په پرتله ټيټه وي، نو ښايي د راتلونکي حکومت پر مشروعيت جدي اغېز وکړي. د رسمي پايلو له مخې د اټکل شوو ١٥ ميليونو رايو له جملې څخه يوازې څلور ميليونه درې سوه زره باوري رايې ورکړل شوې وې.
د ژمي په رادبره کېدو به د شمال زياترو برخو ته تګ راتگ ډېر ستونزمن شي. زياتره رايه ورکوونکي به درايو ورکولو ستيشنونه ته لاړ نشي. يو شمېر ښايي د خرابېدونکې امنيتي وضعې له امله وډار شي، چې نن سبا يې د مژده د وينا له مخې شمال ځپلى دى.
هغه وويل، کېداى شي نړيواله ټولنه له دې سره سره هم د ټاکنو په سرته رسولو ټينګار وکړي.
مژده وويل: "بهرني هېوادونه ددې بهير ترشا دي. هغوى نه غواړي وضعه د ايران په څېر خرابه او خطرناکه شي او نه دا غواړي چې د هغوى وارده شوې دموکراسي دې تر پوښتنې لاندې راشي."
د احمد سعيدي په نامه يو سياسي شنونکى وايي چې له دې پرته بله چاره نشته.
هغه وويل: "که آن له اسمانه کاڼې هم رالويږي، بايد موږ ټاکنې سرته ورسوو. موږ يومشروع ولسمشر نه لرو. تر شا موټول پلونه له منځه تللي دي."
هغه وويل، د لومړي پړاو ټاکنې دومره درغلې وې چې باور پرې نشي کېداى.
هغه وويل: "درغلۍ دومره پراخه وې چې سترګې پرې نشي پټيداى. کاى ايدې د خپل حيثيت ساتلو ته هم اړتيا درلوده."
ايدې وروسته له هغه چې د خپل مرستيال، پيتر ګالبريت لاسونه يې له کاره ونيول، د عمومي رسوايۍ په منځ کې پاتې شو. ګالبريت په رسينو کې پر ايدې باندې زياته پړه واچوله او ويې ويل چې په غټ لاس يې د کرزي د ملاتړ په موخه پر درغليو پرده غوړولې ده.
سعيدي وويل: "سربېره پر دې که چېرته ټاکنې دويم پړاو ته نه وى تللاى، کېداى شواى چې ناتو خپلې مرستې بندې کړې واى او امريکا يې يوازې پرېښې واى."
د دويم پړاو برياليتوب به په څرګند ډول د رايو ورکوونکو په لېوالتيا پورې اړوند وي.زيات شمېر افغانان وايي له ګډوډيو څخه پوزې ته راغلي او غواړي يوازې پرېښودل شي.
په کابل کې د محمد ياسين په نامه يو ټکسي چلوونکي وويل: "زه نه پوهېږم چې بهرنيان له موږه څه غواړي. کومې ټولټاکنې؟ کومه آزادي؟ کومه دموکراسي؟ هرڅه چې بهرنيان يې غواړي، هغسې کوي. کرزى چا نه پېژانده. هغه يې د ارزګان ولايت پر غرونو راوغورځاوه او ولسمشر يې کړ. په دې توګه کولاى شي يو بل څوک ولسمشر کړي. دا ده بهرنيانو لپاره د تمثيل صحنه ده. هغوى زموږ له کړاو خوند اخلي."
په کابل کې د ذکيې په نامه د مريم د ليسې يوه زده کوونکې وايي که هرڅو وارې اړتيا وليدل شوه، نو عبدالله ته به رايه ورکړم.
هغې وويل: "عبدالله د افغانستان د خلکو نوماند دى. کرزي په لومړي ځل خلک وغولول. هيله ده دا پلا به عبدالله ولسمشر شي."