د فلم د صنعت لپاره نوې هېله

يو افغان هيله من دی، بهر د فلم په جوړولو کې برياليتوب به هغه ته په خپل کور د فلم له جوړولو سره مرسته وکړي.

د فلم د صنعت لپاره نوې هېله

يو افغان هيله من دی، بهر د فلم په جوړولو کې برياليتوب به هغه ته په خپل کور د فلم له جوړولو سره مرسته وکړي.

Friday, 18 November, 2005

ايا د سينما ډګر ته ورګرځېدونکی شتمن سوداګر به وکړای شي د افغانستان د فلم د صنعت په کوچني ډګر کې د ژوند سا واخلي؟ دا هغه هيله د يو افغان کډوال، اسد سکندر له خوا د (بولت - ګولۍ) په نوم د يو جوړ شوي فلم په پرانستلو کې څرګنده شوه.


څلور دېرش کلن سکندر، له خوشحالۍ په جامو کې نا ځاييد، لکه څومره چې نندارچيان، زياتره حکومتي مامورين، بهرني دپلوماتان او دفلم د ډګر کارکوونکي د فلم له نندارې خوښ برېښېدل. هغه په لوړه خنداويل: ((ستاسو هڅونې ماته وياړ راوباښه. له تاسو څخه مننه کوم.))


سره له دې چې سکندر په کابل کې زېږېدلی، خو د فلم د نندارې پرانستل هغه د هېواد ته د رانګ مانا لرله، چې د خپل عمر زياته برخه يې په هند کې په فلمونو کې په کا رکولو کې تېر کړی دی او خپل بخت يې په بلغاريي کې د سګرټو او بورې په سوداګرۍ کې ازماييلی دی.


(ګولۍ – بوليټ) د بالي ووډ محصول دی. سره له دې چې د هغه اتل، سکندر د فلم ټوله برخه د هندي سينما د خوښونې څخه جوړه شوې او ناتاليا ګورکووا، پخوانۍ بلغاريې پېغلې (ميس بلغاريا) په کې هم څرګنده شوېده.


د فلم سوژه هم بهرنۍ وه، چې له نړيواتل ې ترهګرۍ او د کشمير د ستونزو په هکله وه. متن يې يو هندي ليکوال، سليم خان ليکلی او په هندوستان او بلغاريا کې ډک شوی و.


سکندر وويل، هغه خپل دوه مليونه ډالر د فلم په جوړولو لګولي دي او هيله من دی، چې هندي موضوع به د هغه پانګه بېرته پوره کړي. نوموړي وويل: ((که ما د افغاني لوبغاړو، ډايرکټر، پروډيوسرؤ سندرغاړو، ژبې او داسې نورو په ګډون يو افغاني فلم جوړ کړی وای، نو توانيدلای به نه وم، چې پيسې بېرته تر لاسه کړم.))


سکندر او سپه بلغاراي کې خپل کور جوړوي. هغه د خپل کمپنۍ نوم، د خپلې مسشرې لور، ديانان په نوم نومولی. هغې هم په دې فلم کې يو کوچنی رول لوبولی دی.


ددې فلم له بري وروسته هغه وايي، چې د خپل هېواد د فلم د صنعت په راژوندې کولو کې د مرستې لپاره چمتو دی. هغه وايي: ((ما د (ګولۍ) فلمم له افغانستان څخه بهر جوړکړی دی. خو له هغې وروسته به زما موخه دافغاني فلمونو جوړول وي، چې د افغان فلم په مرسته به جوړيږي.))


د افغان فلم رئيس، انچنير لطيف د سکندر ډېره ستاينه وکړه. هغه وويل: ((اسد وکړای شو، د يو ډېر ښه لوبغاړي په توګه ځان وښيي. هغه زموږ لپاره د هيلې يوه سرچينه ده. که اسد سکندر د خيلې وړتيا سره خپل پام سينما ته واړوي، نو زما په اند به هغه د فلم په نړۍ کې يو بدلون راولي. ))


يو شمېر افغاني پخواني فلم جوړنکي په صحنې باندې د سکندر د راڅرګندېدو لږ ليوال وو. د افغان فلمم د غږ ډايکتر، قاسم کريمي وايي: ((د افغانستان د فلم صنعت د اقتصادي ناتار په حالت کې دی. هغه په فلم باند ېد دوو مليونو ډالرو لګلو پر ځای، به دا ډېره ښه وای، چې هغه دا پيسې د فاغني سينما په صنعات باندې لګولای وای.))


پهنړيواله کچه د ستايل شوي، اسامه، افغاني فلم د ډايرکتر او توليدوونکی، صديق برمک له دې خبرې سﻻره موافق دی هغه وايي: ((اسد کولای شو په د ېپيسو لږ تر لږه لس فلمونه جوړ کړي خو سينما د پېژندلو او شهرت يوه وسيله ده. هغه اوس شهرت موندلای دی.))


له هغ ېسر سره برمک په فلم کې د اسد سکندر کار د ستاينې وړ بلي. هغه وايي: ((اسد خورا ډېر ښه سړی دی. سره له د ېچې دا د د اکشن ډايرکتر په توګه د هغه لومړی کار دی، د هغه کار ډېر ښه دی.))


سکندر وويل: ((زه غواړم په راتلونکې کې د افغاني دود او دستور په پام کې نيولو سره د بالي ووډ او هاليوډ په څرنګوالي افغاني فلمونه جوړ کړم. دا کار به افغاني فلمونو کې يوڅه بدلون راولي: موږ به د هېواد په هکله واقيت منعکس کړو، فلمونه به تفريحي وي او په ټوله نړۍ کې به خلک ننداره کړي.))


د معلوماتو له مخې سکندر خپل بل فلم په هکله فکر کوي. هغه به د (وزلوبې) په نوم وي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists