افغانستان: د ښځو پر حرفوي کارونو سترگې پټيږي
د هغو پروگرامونو د بندېدو په اړه، چې پر ځان د ښځو د اقتصادي بسيا کولو په موخه جوړ شوي، اندېښنه موجوده ده.
افغانستان: د ښځو پر حرفوي کارونو سترگې پټيږي
د هغو پروگرامونو د بندېدو په اړه، چې پر ځان د ښځو د اقتصادي بسيا کولو په موخه جوړ شوي، اندېښنه موجوده ده.
د جنسيت د تساوي فعالان په خوست کې شکايت کوي چې د ښځو لپاره حرفوي پروگرامونه دوه کاله دمخه د افغانستان د ملي يووالي د حکومت د رامنځته کېدو راهيسې گډوډ شوي دي.
گڼ شمېر ناحکومتي موسسې په افغانستان کې د کوچنيو کروندو، گنډلو يا د خوړو د توليد د پروگرامونو په اړه زيات فعاليت کوي، ترڅو له هغو ښځو سره مرسته وشي چې د خپلو کورنيو اعاشه او اباته ور په غاړه وي.
د سويلي ولايت فعالان وايي، سيمه ييزې مېرمنې په هغو پروژو کې د پانگونې د نشتوالي له امله نورې هم پسې په بېوزلۍ کې ډوبې شوې چې له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو د هغوی د ودرېدو لپاره جوړې شوې دې.
ولسمشر محمد اشرف غني د ٢٠١٤ کال د سپتمبر په مياشت کې له خپل سيال عبدالله عبدالله سره د واک د وېش په سر له جوړجاړي وروسته حکومت جوړ کړ. عبدالله په دې حکومت کې صدراعظم ته ورته د اجرايوي مشر پر يوې نوې څوکۍ وگومارل شو.
هغوی دواړه خپل پلويان تر پام لاندې نيسي. زياتره حکومتي او ولايتي څوکۍ د کفالت په توگه ډکې شوې وې. دې کار حکومتي چارې شل او شوټ کړې او داسې يې څرگنده کړې چې حکومت نشي کولای پر خپلو ژمنو ودريږي، کاري فرصتونه رامنځته او اقتصاد ته وده ورکړي.
د خوست د ولايتي شورا غړې، وږمې ارزو وويل، د لاسي صنايعو ورکشاپونه او نندارتونونه، چې يو مهال د ښځو د پياوړتيا لپاره موجود وو، د دوو کلونو راهيسې له ماتې سره مخ شوي دي.
هغې وويل: «موږ ته پته ولگېده چې دواړو مشرانو پر موږ سترگې پتې کړي دي.»
سيمه ييزه فعاله، نسرين له دې خبرې سره همغږې ده چې بېوزلي مخ په زياتېدو ده.
هغې وويل: «موږ له دې امله ډېرې اندېښمنې يو چې د ملي يووالي حکومت ښځو ته اقتصادي پروگرامونه رامنځته نه کړل. اوس گڼ شمېر مېرنې او نجونې د سړکونو پر سر دروېزه گري کوي. هغوی ښځې دي او کولای شي حرفوي کارونه زده کړي، خو حکومت ورته فرصتونه نه چمتو کوي. له دې امله هغوی بله کومه چاره نه لري، پرته له دې چې د نورو کورنيو جامې پرېمنځي او د کور کارونه يې وکړي.»
د خوست د شورا غړې، زهرا جلال وويل، هغه ښځې له ډېر ناوړه حالت سر مخ دي چې د کورنۍ نفقه راوړونکی نه لري.
چلال وويل: «گن شمېر يې بېوزلۍ وهلې کونډې ښحې دي. ځينې يې مړونه لري، خو معلول دي او کار نشي کولای. هغوی له يوې ناڅرگندې راتلونکې سره مخ دي. د گنډلو، خامک دوزۍ او رېشلو په څېر د حرفوي زده کړو پروگرامونه وجود نه لري. که څوک ورته ډوډۍ ورکړي، خوري يې. که نه، نو وږي پاتې کيږي او د سړکونو پر سر درويزه گري کوي.»
د هېواد په سويل ختيځ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون وياند، عادل عزيز وويل، تېر کال يې د ځايي چارواکو يوه غونډه رابللې وه چې د ښځو، په تېره بيا د معلولو ښځو لپاره پروگرامونه چمتو کړي.
هغه وويل: «موږ له گڼو ادارو سره د ټولنيز عدالت په اړه غونډې کړي دي چې ښځو ته حرفوي پروگرامونه جوړ کړي. له بده مرغه [زياترو] ادارو موږ ته غوږ ونه نيو. سږکال غواړو نورې ډېرې ورته غونډې راوبلو. هيله من يم چې يو څه بری به مو په برخه شي.»
د خوست لوړ پوړي چارواکي له دې سره موافق دي چې ښځو ته د کاري فرصتونو رامنځته کول يو لومړيتوب دی.
د خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ وويل: «موږ د دغه ستونزې د هوارۍ په موخه د خوست له ټولنيزو فعالانو، د ښځو د ملاتړ له موسسو او د ښځو د چارو له رئيسې سره گڼې غونډې جوړې کړي دي.»
نوموړي په پای کې وويل: «موږ د هغو ستونزو هوارۍ ته ژمن يو چې ښځې ورسره مخ دي.»
د خوست ولايت د ښځو د چارو رئيسې، ملالۍ ولي ومنله چې تر پام لاندې روزنيز پروگرامونه د ملي يووالي د حکومت له جوړېدو راوروسته له پامه غورځېدلي دي.
هغې وويل: «موږ بيا بيا په شفاهي او ليکلې بڼه دغه ستونزې له هغو موسسو او ادارو سره شرېکې کړي چې د ښځو د ژوندانه د ښه کولو او ملاتړ په برخه کې کار کوي.»
ولي په دوام وويل: «زه له دې سره موافقه يم او د ټولو ستونزو موجوديت منم. د ملي يووالي د حکومت له جوړېدو راهيسې څه ناڅه دوه کاله تېريږي، خو د خوست د ښځو اقتصادي حالت د ښه کېدو په موخه د گوتو په شمېر يو څو پروژې جوړې شوې دي. زه پر ټول حکومت غږ کوم چې د ښځو د ستونزو هوارۍ ته د لومړيتوب په ورکولو خپل کار او فعاليت څرگند کړي او په اړه يې جدي گامونه پورته کړي.»