د طالبانود لاس لاندې ژوند

بنسټپالی اصول په موسی کلا کې يو ځل بيا پلي کيږي، خو يو شمېر ځايي اوسيدونکي په هغی خوښ نه دي.

د طالبانود لاس لاندې ژوند

بنسټپالی اصول په موسی کلا کې يو ځل بيا پلي کيږي، خو يو شمېر ځايي اوسيدونکي په هغی خوښ نه دي.

. درې تنه په هلمند کې د اپريل د مياشتې په لومړۍ نېټه د طالبانو له خوا د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوي او په دار ځړول شوي و. د يو تن مړی تر څو ساعتونو پورې په موسی کلا کی ځوړند پاتې و، چې بنسټپالو ورڅخه د فبرورۍ د مياشتې په لومړيو کې د هغه ځای مشران شړلي او خپل بيرغ يي په کې پورته کړی و.



په داسې حال کې چې د رپوټونو له امله د لښکرګاه په مرکز کې خلکو کرکه څرګندوله، خو د موسی کلا اوسيدونکي بې پروا و.



يو تن هټيوال ضيا الحق وويل: "ما ته ددې دريو تنو پروا نه راځي. هغوی د مړينې حق درلود. زه خوشحال يم. موږ دلته له بمباريو پرته نورې کومې ستونزې نه لرو."



موسی کلا په رسمي توګه د فبرورۍ په مياشت کې له هغه ناند ريز څلورمياشتنی تړون وروسته د طالبانو لاس ته ورغله، چې ځايي مشرانو ژمنه کړې وه، بنسټپال به د هغه مرکز ته نه راپرېږدي او په بدل کې به يي برتانويان له هغه ځايه وځي.



دې معاملې هغه ولسوالۍ ته سوله راوسته، چې مياشتو مياشتو په کې جنګ او جګړې روانې وې، خو په لسګونو زره اوسيدونکي د ناتو د بمباريو د ډار له امله خوندي سيمو ته تښتېدلي دي.



دوه مياشتې راوروسته لا طالبان اوس هم په ولسوالۍ کې ميشت دي.



ولسمشر حامد کرزي د مارچ د مياشتې په 29 د لښکرګاه اوسيدونکو ته په يوې وينا کې وويل: "زه نه غواړم موسی کلا په زوره ونيسم. زه غواړم ستونزه له ټولو اړخونو سره د خبرو له لارې حل کړم."



خو يوه ورځ دمخه ولايتي چارواکو بل راز خبرې کولې.



د هلمند د پوځ مشر، عبدالواحد فيضي آی ډبليو پي آر ته ويلي و: "موږ به موسی کلا ونيسو. موږ به طالبان له هغه ځايه وشړو. موږ اوس په پلانونو باندې کار کوو. زه په ډاډ سره ويلای شم، چې ژر به دا کار وکړو."



په داسې حال کې چې لا حکومت د پرېکړې کولو په حال کې دی، ځايي اوسيدونکي بايد هلته خپل ژوند ته دوام ورکړي.



زيات شمېر خلک وايي، د پخوا په پرتله اوس خوښ دي او د سولې او امينت تر څنګ پوره ازادي شته.



ضيا الحق وويل: "زما په ژوند کې ما دوه وختونه د خونديتوب احساس کړی دی. لومړی ځل د کرزي د ادارې پر مهال و او دويم يي همدا اوس دی، چې د ولسوالۍ کنترول د طالبانو په لاس کې دی. امينت خورا ښه دی. نه غله شته، نه برمته کوونکي شته. هرڅوک په امنيت کې ژوند کوي او کولای شي خپل ژوند پر مخ يوسي. موږ ټول خوښ يو."



خو دا بيانونه له رسمي بيانونو سره خورا تضاد لري.

د هلمند ولايت د کډوالو رئيس، عبدالستار مظهري وايي: "له موږ سره د موسی کلا د ولسوالۍ 900 کورنۍ ثبتې دي. يوه يي هم بېرته نه ده تللې. يوازې هغه خلک بېرته ستانه شوي، چې د نيشه يي توکو قاچاق کوي او يا له طالبانو سره تړاو لري. د زياترو خلکو طالبان ښه نه ايسي. هغوی له خلکو سره ښه چلن نه کوي."



د دريو اولادونو پلار سيداحمد اکا دا خبره مني. هغه له خپلې کورنۍ سره مرکز ته کوچېدلای او وايي چې دلته د تل لپاره راغلی دی.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "ته ماته بيرته موسی کلا ته دستنېدو لپاره پيسې نه شي راکولای. زما اولادونه هلته ښوونځي ته نه شي تللای. زه هلته ژوند نه شم کولای. ما خپله ټوله ځمکه پلورلې. زه په لښکرګاه کې يوه هټۍ رانيسم. زه به هېڅکله بيا هلته لاړ نه شم."



يو بل کډوال عبدالمانع هم همداسې هوډمن برېښېد.



هغه وويل: "زه نه شم ستنېدلای. ځکه طالبان په ما د جاسوس ګومان کوي. هغوی ما ته د مرګ ګواښ کړی دی. له دريو مياشتو راهيسې مې مور او پلار نه دي ليدلي."



په ولسوالۍ کې د پاتې شوو خلکو ژوند هم هغومره ښه شوی نه دی.



عبدالهادي وويل: "هغه مهال چې موسی کلا د حکومت په لا س کې وه، نو له زرو روپيو سره به بهر نه شوی وتلای. په هر ځای کې غله و. خو اوس خبره بل راز ده.هرڅوک خوښ دی او د ازادۍ احساس کوي. که سره زر هم درسره وي ، نو څوک يي درڅخه نه غلا کوي."



د هلمنديانو په وړاندې د ياغيانو د ګواښونو په پرتله امنيتي اندېښنې پراخه دي. اداري فساد او د پوليسانو چال چلن ښارونه ناامن کړي دي. د چا چې يونيفورم په ځان کې وي، هغوی ته داسې کتل کيږي، لکه چې کوم جرم يي کړی وي. ځايي استوګن له حکومتي او بهرنيو پوځونو هغومره ډاريږي، لکه چې له طالبانو څخه ډاريږي.



يو هټيوال، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "که حکومت وضعه کابو کولای نه شي، نو پريږدئ، چې طالبان حکومت وکړي. په کليو اوکورنو کې د سهار له يوې بجې څخه تر سهار دريوبجو پورې د بمباريو او ډزو له امله موږ په بيديا کې بيده کيږو. کله چې حکومت عمليات کوي، نو موږ ته خبرتيا نه راکوي."



"خلک مړه کيږي. موږ هره ورځ پنځه شپږ تنه خاور ته سپارو. زياتره يي ملکي وګړي دي. هديرې ډکې شوې دي. په يو کور باندې يو بم ولويد او د هغه کور پنځه تنه يي مړه کړل. طالبان د عملياتو پر مهال موږ ته خبر راکوي."



يو بل ځايي اوسيدونکي وويل: "ځايي حکومت زموږ بدې ايسي. ځکه هغوی زموږ کلي ورانوي. د مارچ د مياشتې په 22 طالبان موږ ته راغلل او ويي ويل، موږ نن شپه جګړه کوو، خپل ځانونه وساتئ. موږ خپل کالي ټول کول او په موټر کې بيديا ته لاړو. جګړه د شپې په اوو بجو پيل شوه. کله چې موږ په موټروکې روان و، طالبانوزموږ په موټر ډزې وکړې. زما مېرمنه او تره مې ووژل شو. "



"موږټوله شپه په بېديا کې تېره کړه. کله چې کورته راستانه شو، نو ومو ليدل، چې د کور دروازې مو ماتې شوې وې او ټول شيان مو ځايي چارواکو غلا کړې وې. موږ څه وکړو؟ زموږ زور نه له حکومت سره رسيږي، نه له طالبانو سره. دواړه لوري راځي او په سرونو، سرونو مو وهي."



له تاوتريخوالي پرته د هلمند د عايداتو لويه سرچينه، اپين، د بهرنيانو په ملاتړ د له منځه وړلو له ګواښ سره مخامخ دی.



د ملګرو ملتونو د نيشه توکو او د جرايمو د څانګې (UNODC) دوينا له مخې افغانستان اوس د نړۍ د هيروينو په سلو کې نوي برخه توليدوي. هلمند ددې توليد مرکز دی. د ځايي چارواکو د وينا له مخې په سلو کې له اويا څخه په زياته ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي. پروسږنی حاصل د ټول افغانستان په سلو کې 40 ته رسيده.



دا ددې مانا لري، چې د هلمند د کروندګرو ډېره کي خپل اقتصادي پايښت په دې سورګلي فصل مخ ته وړي، چې د هغه ولايت په زياترو کروندو کې تر سترګو کيږي.



حکومت د فبرورۍ په مياشت کې يو لوی کمپاين پيل کړ، خو يو ځل بيا په فساد کې راښکېل شو او له امله يي پايله ښه نه وه. له دې څخه سترګې نه شي پټېدای، چې له دې امله کروندګر ځانونه د طالبانو غيږي ته وراچوي.



د موسی کلا يو کروندګر حميدالله وويل: "موږ سږکال د پخوا په پرتله زيات کوکنار کرلي دي. طالبان موږ ته وايي، تر هغه چې موږ دلته يو، هيڅوک ستاسو کرونده اړولای نه شي. حکومت دلته نه شي راتللای، ځکه دلته اوس بل ځواک دی. دا د طالبانو حکومت دی."



محمد مير له دې خبرې سره موافق دی. هغه وايي: "زه کوکنا رکرم. اوس خوښ يم. زه اندېښنه نه لرم، چې ګوندې حکومت به راشي او زما کوکنار به واړوي. طالبان د کوکنارو په وړاندې هيڅ هم نه وايي. هغوی له موږ څخه دمرستې غوښتنه هم نه ده کړې. اوس موږ ډېر خوشحال يو."



داسې ښکاري، چې طالبانو دې له پخوا څخه څه زده کړي وي. لږ تر لږه اوسمهال هغوی له خپل پخواني سخت دريځ څخه ځانونه ليري ساتلي دي.



عبدالمانع وويل: "دا ځل طالبان د لنډو ګيرو او اوږدو ويښتانو له امله خلکو ته جزا نه ورکوي. هغوی خلکو ته د موسيقي په اورېدو او د تلويزون په ننداره کولو هم څه نه وايي. موږ د خپلې ولسوالۍ د اوسنۍ وضعې له امله ډېر خوښ يو. "

حميدالله له دې سره موافق دی. هغه وويل: "موږ يو نوی ژوند لرو. هيڅوک له موږ څخه پوښتنه نه کوي، چې ولې دې ګېره خرېلې ده او يا ولې تلويزون ته ناست يي؟ دا طالبان دي، خو نوي ډول طالبان دي. موږ ښه ژوند لرو. موسی کلا ته راشئ، که يو څو ورځې دلته تېرې کړئ، نو ډاډه يم، چې بېرته تګ ته به مو زړونه ونه شي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists