د کابل سږنی ستونزمن ژمی

د سختې سړې هوا او زياتې واورې له امله خلک له سړو رېږدي او د هېواد له نورو برخو سره يې اړيکې شلېدلي دي.

د کابل سږنی ستونزمن ژمی

د سختې سړې هوا او زياتې واورې له امله خلک له سړو رېږدي او د هېواد له نورو برخو سره يې اړيکې شلېدلي دي.

Friday, 18 November, 2005

کابل په دومره زياتو وارو پټ شوی، چې په تېرې لسيزې کې يي ساری نه درلود. په داسې حال کې خلکو هيله درلوده، چې د واورې اورښت به اووه کلنه وچکالې له منځه يوسي، خو د ژمي د سختې هوا له امله په پلازمېنې کې يو شمېر خلک مړه او ژوبل شول او د فبرورۍ په درېمه له هرات څخه کابل ته راتلونکي الوتکه وغورځېده او ټولې 104 سپرلۍ يې مړې شوې.


د فبرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې په کابل باندې له يو فوټ (12 انچه) څخه د زياتې واورې د اورېدو له امله ښاري خدمتونه له ستونزو سره مخامخ شول.


د هوايي چلن او ترانسپورت دوزارت د هواپېژندنې رئيس، عبدالقدير قدير په وينا د تېرو پنځلسو کلونو را په دې خوا دا په افغانستان کې ترټولو سخت ژمی دی. تودوخه د سانتيګراد په کچه تر صفر لاندې اوولس ته راکښته شوه او د کابل د کډوالو په ناسمبالو کمپونو کې د سړښت له امله لږ ترلږه د پنځو تنو د مړينې لامل شوه.


د زابل له ولايت څخه د نورو اتلسو تنو د مړينې رپوټونه راورسېدل، چې د کابل – کندهار په لويه لا رکې يې موټرونه تر واورولاندې شوي و.


په ښا رکې د روغتيا د برخې د کارکوونکو په وينا د يخ او سوړ ژمي له امله د ناروغيو کچه لوړه شوې او ژوبله يې رامنځته کړې ده.


د کابل د وزير اکبرخان د روغتون د ارتوپيدي د څانګې ډاکتر، نجيب الله وويل، د جنورۍ په مياشت کې د ژمې د رادبره کېدو راهيسې د پښو او لاسونو په ماتېدو کې په سلو کې دېرش زياتوالی راغلی دی.


تنفسي ناروغي هم زياته شوې ده. د ابن سينا د روغتون يو ډاکتر حشمت الله ای ډبليو پي ار ته وويل، چې د تېرې مياشتې راهيسې د ناروغانو په شمېر کې په سلو کې پنخوس زياتوالی راغلی دی.


د کابل د داخله ناروغيو د يو روغتون ډاکتر، محمد حامد نيظم دا خبره تاييد کړه، چې د تنفسي ناروغيو شمېر ډېر لوړ شوی دی. هغه وويل، زياتره ماشومان په دې ناروغيو اخته کيږي. هغه وويل: ((موږ بايد په يو بستر کې دوه ماشومان ځای کړو. د ناروغانو شمېر خورا لوړدی.))


په کورنو کې د اور د لګېدو پېښې هم زياتې شوي، ځکه د کابل ښاريان دخپلو کورنو د تودولو لپاره له لرګيو او يا تېلي بخاريو څخه کار اخلي. د کابل د اور وژنې (اطفايي) رئيس، محمد کاظم وايي، د درېو اوونيو په موده کې په ښار کې د بخاريو د کا رد نه کولو له امله په دريو کورنو کې اور لګېدلی دی. هغه وايي: ((د اور لګېدنې په دې پېښو کې مرګ او ژوبله نه ده رامنځته شوې، خو زيات زيان يې رسولی دی.))


د کال په دې موسم کې د کابل اړيکې له نورو ځايونو سره په واورو باندې ولايتونو ته د غځېدلو سړکونو د پټېدو له امله شلېږي.


د لويو لارو د پوليسو امر، عبدالغفار وايي، له واورو څخه د سړکونو د پاکولو لپاره پوره وسايل نه شته. په لاس کې شتو د يو څو واورو پاکوونکو وسايطو ماشينونه د سړې هوا له امله يخ وهلي دي. هغه وايي: ((موږ د کابل- کندهار، جلال اباد او کابل- مزار په لويو لارو باندې له ستونزو سره مخامخ يو.)) خو د هوا د سړښت له امله د لږ شمېر موټرو د تګ راتګ له امله لکه څنګه چې توقع کېده، په هغه اندازه ترافيکي پېښې نه وې. هغه وويل: ((تر اوسه نهه ترافيکي پېښې رامنځته شوې خو د مړواو ژوبلو بشپړه شمېره په لاس کې نه لرو.))


له مزارشريف څخه د کابل هوايي ډګر ته، د اريانا هوايي شرکت د الوتکو لپاره، د سون د موادو راوړونکي ټانکرونه په واورو کې بند دي. له امله يې حج ته تللي حاجيان په سعودي عربستان کې بند پاتې دي او زياتره الوتنې فسخ شو يدي.


د کابل استوګن وايي، چې په تېرو 50 کلونو کې يې داسې سخت ژمی نه دی ليدلی. شپږشپېته کلنه روشن ګل وايي: ((هغه مهال چې زه د لسو کلونو په منګ وم، هوا لکه د سږکال په څېر سړه شوې وه.)) د خيرخانې مېنې اوسېدونکی، 55 کلن غلام رباني يادوي، چې ((پنځلس، شل کاله وړاندې داسې درنه واوره شوې وه، خو داسې ساړه ورسره نه و.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists