د کابل ماشومان يو ځل بيا لوبى زده کوي
د افغانستان په پايتخت کابل کى د پيسو د کموالي سره مخامخ يوى پروژى په کوڅو کى زرګونو کارکونکو ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته د استراحت او تفريح دپاره يو خوندى ځاى برابر کړيدى.
د کابل ماشومان يو ځل بيا لوبى زده کوي
د افغانستان په پايتخت کابل کى د پيسو د کموالي سره مخامخ يوى پروژى په کوڅو کى زرګونو کارکونکو ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته د استراحت او تفريح دپاره يو خوندى ځاى برابر کړيدى.
د اسټراليا روانشناس سام ګينسبرگ چى يوه زرغونه ځليدونکى د چونګوښى ناوکى او يو څو دانى د لوبو پلاسټکى بشقابونه ور سره دي، د کابل په کوڅو کى د زرګونو کارکونکو ماشومانو او تنکيو ځوانانو د اميد، هيلى او تفريح د رامنځ ته کيدو يو ماموريت په غاړه لري.
ګينسبرگ هغه وروستى ماهر دى چى خپل وخت او انرژى ئى د کابل د اشيانى پروژى ته وقف کړيده. نوموړى پروژه د کابل په بيلابيلو برخو کى يو شمير مرکزونه لري چى د هغو ماشومانو او تنکيو ځوانانو دپاره چى په کوڅو کى کارونه کوي، د استراحت، لوبو او د سخت غربت څخه د تيښتى دپاره د نوو کسبونو د زده کړى دپاره د پناه ځايونه برابر کړيدي. اکثره وخت د کوڅو د لږى بيى کارونه همدا ماشومان او تنکي ځوانان د خطرناکه حالاتو سره مخامخ کوي.
اشيانه چى د درى ژبى يو لغت دى، معنى ئى ځاله ده او په (١٩٩٥) عيسوى کال کى د محمد يوسف لخوا د سويس د يوى غير حکومتى مؤسسى ټيرى ډيس هوميس په مرسته تاسيس شويده.
اوس د اشيانى د کابل په پنځو مرکزونو کى د (٢٠٠) تنو څخه زيات هلکان او نجونى چى عمرونه ئى د (٦) څخه تر (١٦) کلنو پورى رسيږى، شامل دى.
په کوڅو کى کار کول يو لوى مشکل او ستونځه ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميسون وائى: د کابل په کوڅو کى (٢٨٠٠٠) ماشومان او تنکي ځوانان کار کوي او له فقر سره لاس او ګريوان دي.
د اشيانى د پروژى سره يو زيات شمير راجستر شوي ماشومان او تنکي ځوانان د خپلو کورنيو د پيسو د ګټلو اصلى منبع او سرچينه دي. که څه هم نوموړي ماشومان او تنکي ځوانان بى کوره نه دي، خو د هغوى ټول وخت په کوڅو کى د پيسو د ګټلو دپاره په کار کولو تيريږى. هغوى ته چى هر ډول کار ورپيدا شى، تر سره کوي يي، که هغه دچيښلو د اوبو ، سګريټو او ورځپاڼو پلورل وي او يا د ګاډو مينځل . هغوى ته د ټکسى د دروازو د خلاصولو او د مسافرانو د هرکلى دپاره (٥٠٠) افغانى چى دوه امريکائى سينټه کيږى، کميشن ورکول کيږى.
واحده چى يوه (١٣) کلنه ځوانه پيغله ده، تور زاړه کالى ئى په تن دي او يو سپين پوړنى ئى پر سر دى، ټوله ورځ د کابل په بازارونو کى د چښلو د اوبو په پلورلو باندى تيروي او د ورځى د يوه څخه تر دوو امريکائى ډالرومعادل پيسى لاس ته راوړي. که څه هم واحده د خپل پايښت دپاره کافى پيسى ګټى، خو د کابل د کوڅو د سخت ژوند حقيقت د نوموړى د ژوند اميد او هيله تباه کړى نه ده. هغى د جنګ او سولى راپور ورکولو ټولنى ته وويل: زه غواړه چى مشهوره شم او زړه مى غواړى چه يو ورځ ډاکټره شم.
دا ډول خيالونو او خوبونو د ګينسبرګ په شان خلک هڅولي دي چى د اشيانى د پروژى دپاره کار وکړى. نوموړى چى د اسټراليا د نړيوالو رضاکارو دپاره کار کوى، وائى: د افغان ماشومانو يو پشپړه نسل بي له جګړى څخه په بل هيڅ شى نه پوهيږى. هغه زياته کړه: همدا ماشومان د بيلاپيلو دماغى ستومانيو څخه زغم ګالى چه هغوى د خپلى ودى په وخت کى د جګړو له امله ور سره مخامخ شويدى. نوموړي وويل: زه په همدى ماشومانو کى ويره او پر مقاماتو باندى د ويسا د نه کولو نخښى وينم چى دا د طالبانو د واکمنى څخه وروسته يو رامنځ شوى ذهنيت دى.
د جګړى د داغونو او پرهارونو درملنه او هم د ماشومانو د ويرى، درد او نااميدى څخه خلاصول يو ډير ګران کار دى.
د ګينسبرګ تخصص او ځانګړتوب د دماغي ستومانيو ليرى کول دي. په داسى حال چى هغه خپل فعاليتونه د هر ماشوم د اړتيا پر اساس برابر وى، خو د هغه اصلى هدف د ټولو ماشومانو په هکله يو ډول دى چى هغه د ټولو ماشومانو د داسى يوى راتلونکى په لور بيول دى چى هلته هغوى ځان ته په درنه سترګه وګورى او د يوى روښانه راتلونکى په هيله ژوند وکړى.
لوبى د ګينسبرګ د درملنى يوه مهمه برخه ده. د اشيانى د کابل په مرکزونو کى د ماشومانو او تنکى ځوانانو د څو ساعتونو د تيرولو په وخت کى، اکثره وخت په سهار کى د هغوى د کار د پيل تر مخه، هغوى د واليبال او يا په پلاسټيکى بشقابونو سره د لوبو په تر سره کولو هڅول کيږى، تر څو همدا لوبى د هغوى سره په استراحت او آرام فکر کولو کى مرسته وکړى.
ګينسبرګ وائى: ماشومان د لوبو له لارى زده کړه کوي. او دا دهغوى سره د ويرى، غصى او خپګان په ليرى کولو کى مرسته کوي. نوموړى د ماشومانو د سپورټى ټيمونو او ډلو په جوړولو سره هڅه کوى چى هغوىدهمکارۍ کولو او په مناسب ډول سره د لوبو په تر سره کيدو پوه کړي. همدارنګه فيزيکى فعاليتونه بدن د هغو هورمونونو په توليدولو هڅوى چى اروا پوهان ئى د خوشحالۍ هورمونونه يا هينډو رفينز بولى چى د دماغى آرامۍ د رامنځ ته کيدو سبب کيږى.
ګينسبرګ زياتوى: د فيزيکى فعاليتونو له امله دماغى ستومانى د منځه ځى او د درد د ورکيدو او د بدن د ټولو غړو د عادى فعاليت سبب کيږى. د کابل د کوڅو د ماشومانو او تنکيو ځوانانو دپاره دا لوبى داسى يو شى دى چى هغوى ور څخه په بشپړه ډول محرومه او بى برخى وي.
د اشيانى په پروژه کى تنکيو ځوانانو او ماشومانو ته د مسلکى مهارتونو ښوونه د نوموړى پروژى يوه اصلى برخه ده. هغوى هلته د نقاشۍ، د برقى سامان اﻻتو د ترميم، خطاطۍ، ترکاڼۍ او مصنوعي ګلانو د جوړولو په ځانګړو ورکشاپونو کى ګډون کوي. د برقى سامان الاتو د ترميم ټولګى ډير مشهوره دى او په تيره بيا د هغو تنکيو ځوانانو دپاره چى عمرونه ئى ډير وي.
شپاړس کلن عبدالسيار وائى: اوس د اشيانى پروژى ما ته دا موقع برابره کړيده چى زما څخه يو څوک جوړ کړي. هغه زياتوى: ما پخوا په کوڅو کى سګريټ پلورل او دا يو خطرناکه کار وه، ولى چى سګريټ پلورونکى د سګريټو سره يو ځاى نور مخدره او نشه اي مواد هم پلورى او هغوى هڅه کوله چى ما هم د نشه اي موادو په پلورلو مجبور کړى.
عبدالسيار اوس د اشيانى د پروژى لخوا ورکړه شوى ورځپاڼى پلوري او يوه ورځ د برقى سامان اﻻتو د ترميم د يوه دوکان د درلودلو خوب وينى.
د اشيانى د پروژى په مرکزونو کى کارکوونکي تر خپله وسه سخت کار کوي، خو د بوديجى د سخت کموالى له امله د هغوى د کار مخه نيول شويده. افغانستان ته د بهرنيو مرسته کوونکو مؤسسو انتقال په کابل کى په کرايو او نرخونو کى سخت جګوالى رامنځ ته کړيدى او اوس د اشيانى پروژه د خپل پايښت هلى ځلى کوى.
د نوموړى پروژى رئيس محمد يوسف وائى: د هر ماشوم او تنکي ځوان دپاره د دوى مياشتنى بوديجه يوازى څلور امريکائى ډالره ده . هغه وايي دا موئږ ته ډيره ګرانه ده چى په دا ډول لږو پيسو د هغوى اساسى اړتياوى د ورځنى خوراک سره يو ځاى برابر کړو.
ددغو ستونځى برسيره بيا هم د اشيانى په پروژه کى کار روان دى او د نوموړى پروژى رضاکاره کارکوونکى خپل کار پر مخ بيائى. ګينسبرګ وائى: دلته د ماشومانو او تنکيو ځوانانو يو لوى او ډير ښه اکثريت دى او هغوى د هغه بهترين څه مستحق او وړ دى چه موئږ ئى ورته برابر کړو.
ميرويس مسعود د کابل يو آزاد او خپلواکه خبريال دى.