د کابل په يو بازار ناتار ګډ شو
هټيوال د هغه بازار له پيکه کېدو ډاريږي، چې زيات شمېر بهرنيان به ورته راتلل.
د کابل په يو بازار ناتار ګډ شو
هټيوال د هغه بازار له پيکه کېدو ډاريږي، چې زيات شمېر بهرنيان به ورته راتلل.
د کابل ښار د ګڼه ګوڼې يو بازار، د مرغانو په کوڅه کې د تيرې اوونې ځانمرګي بريد، چې په کابل ښار کې له ګڼې ګوڼې څخه ډک يو بازار دی، د تېرو دوو لسيزو بمي بريدونو څخه وروستی بريد و، چې پلازمينه يې ولړځوله.
د هغو هټيوالو لپاره چې د ژوند توښه يې دغو هټيو ته د بهرنيانو په راتګ پورې تړلی دی، دې مرګوني بريد داخبره ورپه ياده کړه، چې کېدای شي، آن په تېره مياشت کې له برياليو ټولتاکنو سره سره په پلازمېنه کې ورځنی ژوند څومره بې اعتباره وي.
د اکتوبر د مياشتې د 23 ورځې د ماسپښين د درې نيمو بجو په شاوخوا کې په يوې کوڅې کې د غاليو د پلورلو د يوې هټۍ مخې ته څو لاسي بمونه وچول شول او په خپل ځان برسېره يي يوه دولس کلنه نجلۍ او يوه درويشت کلنه امريکايي مېرمن ووژله. د نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) د سرتېرو په ګډون نور څو تنه يې ټپيان کړل.
چارواکي په دې اند دي، چې د بريد اصلي موخه د نړيوال سوله ساتي ځواک سرتېري وو.
يو متقاعد افغان جنرال او پوځي څيړونکي، نورالحق علومي وويل: ((ترهګرو د بهرنيانو نښه کولو ته لومړيتوب ورکړی، ځکه هغوی غواړي بهرنی اغيز له منځه يوسي. خو په نتيجه کې افغانان د هغوی د بريدونو ښکار کيږي.))
په عين وخت کې د اکتوبر په 28 په کابل کې د ټولټاکنو درې تنه بهرني کارکوونکي وتښتول شول. د هغوی په ډله کې د بريتانيې او ايرلنډ ګډ تابعيت لرونکي او د کوسوو البانيايي تابعيت لرونکې دوه تنه مېرمنې شاملې دي. دريم برمته شوی سړی فليپينی دی. چارواکي وايي دا لا څرګنده نه ده، چې هغوی له ټاکنو سره د هغوی د تړاو له امله تښتول شوي او يا مازې د بهرنيانو په نامه.
دنوي ښار په زړه کې د مرغانو کوڅه په کابل ښار کې د ګرځندويانو عمده بازار دی. يو مهال دا ځای د چرګانو پلورنځی و او له همدې امله تر اوسه په دې نوم ياديږي. تر دې دمخه چې افغانستان د ګرځندويانو له نخشې پاک شي، دا ځای په شپېتمو او اويايمو لسيزو کې د لرغونو توکو او شيانو د رانيولو مشهور بازار و.
ګرځندويانو ورو ورو دلته راتګ پيل کړی و. د ډله ييزو رسنيو او امريکايي ورځپاڼو له خولې امريکايي وژل شوې مېرمن، جيمي ميکالسکي په ازبکستان کې د روسې ژباړنې په توګه کار کاوه او افغانستان ته د روغتيايي کتنو د تر سره کولو لپاره راغلې وه.
فريبا نومې افغاني نجلۍ يوه ماشومه کتاب پلورنکې وه او د ګرځندويانو مخې مخې ته به اوښتله راوښتله.
پنځه ويشت کلن اجمل هلته د لاسي صنايعو يوه هټۍ لري، چې له 25 کلونو يې کورنۍ هغه چلوي. لاسي بمونه د هغه د هټی په مخ کې وچاودېدل.
هغه وايي: ((زه له خپلو رانيوونکو (مشتريانو) سره په خبرو لګيا وم، چې د يوې دقيقې په اوږدو کې درې بمونه وچاودېدل، ټولې ښيښې ماتې شوې او هټۍ له لوګي ډکه شوه.)) د اجمل مشتريان د ايساف دوه تنه سرتېرې وو. بم چوونکي هڅه کوله هټۍ ته ورننوزي، خو امنيتي کارکوونکو يې مخه ډب کړې وه. هغه و، چې بمونه وچاودېدل.
د چرګانو په کوڅه کې يو بل هټيوال، 62 کلن غلام صديق وايي، هغه له دې هټۍ پرته نور عايد نه لري. د هغه د وينا له مخې له بمي چاودنې دمخه بازار له بهرنيانو ډک و، خو اوس داسې ښکاري، چې بيا به رانه شي.
يو بل دوه ويشت کلن اجمل نومی، چې په دې ځای کې د زرګرۍ يوه هټۍ لري، وايي: ((نور هم لکه زموږ په څېر ډاريږي. بهرنيان هم له ځاني خطر ډاريږي. رښتيا هم بهرنيانو بازار ګرم کړی و، خو له بريد وروسته راکړه ورکړه پيکه شوې ده. څه چې د خدای خوښه وي، زموږ قبوله ده. )) اجمل وايي، حکومت بايد ددې ځای د امنيت په ټينګولو کې ګامونه پورته کړي. هغه وړانديز وکړ، تر څو حکومت د ګدايانو مخه ونيسي او د چرګانو له کوڅې يې ټول کړي. هغه وويل، په حقيقت کې لکه د تېرو رژيمونو په څېر بايد ټول ګدايان له ښاره راټول شي او يو ځای ته ولېږدول شي.
له بريد دمخه امنيتي شخصي سلاکارانو بهرنيانو ته خبر ورکړی و، چې د چرګانو د کوڅې په څېر د ګڼې ګوڼې ځايونو او د سوله ساتو د ورتګ نورو ځايونو ته لاړ نه شي.
د کورنيو چارو د وزارت وياند، نجيب الله نجيب وويل، د بهرنيانو د ورتګ د ځايونو، په تېره بيا د چرګانو د کوڅې امنيت نيول شوی و. هغه وايي: ((نه يوازې د چرګانو په کوڅه کې، بلکې په ټول افغانستان کې امنيت ټينګ دی. د بم دا چاودنه ددې مانا نه ورکوي، چې د پولسيو امنيت کمزوری دی، خو سل په سلو کې تضمين نه شته، چې د ځان مرګي بريد مخه ونيولای شو.))