افغاني ښځى د جګړى د وحشت تر سيوري لاندى
په زرګونو افغان ميرمنى له هغو رواني ناروغيو سره لاس او ګريوان دي چى د ٢٣ جګړى په نتيجه کى رامنځ ته شوي .
افغاني ښځى د جګړى د وحشت تر سيوري لاندى
په زرګونو افغان ميرمنى له هغو رواني ناروغيو سره لاس او ګريوان دي چى د ٢٣ جګړى په نتيجه کى رامنځ ته شوي .
زبيده او د هغى مور جنت بي بي د خپلو ګاونډيانو کور ته تللي و چى پر کور يي توغندى ولګيد. چى کور ته راستانه شول د ورانيو په انبار کى يوازى يي يوه پښه او لاس وموند. دا په حقيقت کى د هغوى د تباه شوى کورنۍ نښه وه. زبيدى په لوړ آواز چغه کړه او خپل سر او ځان يي وټکوه تر څو چى په ناڅاپي توګه خاموشه شوه.
له هغى نيټى وروسته دا دى يوه لسيزه تيره شوه، زبيدى يا ګوښيتوب خپل کړى او يا ناڅاپه چيغى وهي. دوى چى د کندز ولايت په يوه ليرى پراته کلي کى اوسيږي ، جنت بي بي دا امکان نه درلود چى د زبيدى د رواني تکليف درملنه وکړي. هغه څه يي چى کولى شو د ملا تعويضونه او څه يوناني ګولۍ وى چى کومه ګټه يي ونه کړه.
په پاى کى جنت بي بي له خپل ګاوڼديانو څخه لږى پيسى په پور واخيستى او زبيده يي د درملنى له پاره کابل ته راوسته او د هيواد په يوازيني د رواني ناروغيو په روغتون کى يي بستر کړه. خو پيسى يي ډير ژو خلاصى شوى او له هغى سره خپلى لور ته د مور د درملو د رانيولو هيلى هم له منځه ولاړى.
د زبيدى او جنت بي بي کيسه يوه له عامو کيسو ده، ځکه چى په سل ګونو او يا په زرګونو افغاني ميرمنى دي چى له روحي ناروغيو سره لاس او ګريوان دي او له بده مرغه په دغه برخه کى مسلکي درملنه د نش سره برابره ده.
د ٢٣ کلنى کورنى جګړى پر مهال همدا ښځى وى چى د خپل خاوند او ماشومانو د وژل کيدو په نتيجه کى يي د غم او درد دا دروند پيټى پر ځان تحميل کړى دى.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ښځو څخه د کارکولو، ښوونځي ته د تلو او د آزاد ژوند حق اخيستل شوى و. په ډاګه اعدامونه، د اتنيکي توکمو ټکونه، خونړى غچ اخيستنى د افغانستان د ورځني ژوند برخه ګرځيدلي و.
يوه سروى چى د بشري حقونو د سازمان د ډاکترانو له خوا شوى وايي د افغانستان د ښځو په سلو کى ٧٠ له جدي مايوستيا (ديپرشن) سره لاس او ګريوان دي. پداسى حال کى چى په دريو کى يوه برخى يي د ځان وژنى له پاره چمتو دي چى له هغو څخه په سلو کى ١٦ د ځان وژنى هڅى هم کړي. آن په هغو سيمو کى چى طالبان واکمن نه و سروى د ښځو له نيمايي څخه د زياتى برخى وضع خرابه بللى.
د افغانستان طبي سيستم د جګړى په کلونو کى د درسى وسايلو د خرابوالي په نتيجه کى له منځه تللى . رواني طب په ځانګړى توګه د ارواح پوهانو او رواني ډاکترانو د نشتوالي له امله متاثره دى.
د کابل رواني روغتون نژدى ٦٠ بستريز دى چى نيمايي يي د ښځو له پاره ځانګړي شوي دي. د امکاناتو د نشتوالي له امله دا روغتون يوازى ډير جدي ناروغان جذبوي. د رواني ناروغيو د روغتون د مشر مرستيال تيمورشاه زموږ خبريال ته وويل دا روغتون په عادي توګه له دريو څخه تر شپږو مياشتو د درملو د تطبيق او د تمرينونو د تر سره کولو له پاره وخت غواړي.
فرشته ٢٠ کلنه ده. هغى د خپل پلار وژل کيدل په خپلو سترګو ليدلي. هغه وايي ما ونه شو کولى د خپل پلار مړى چى په وينو لړلى و ووينم. وروسته ورته يو شديد سرخوږى پيدا شو چى هغه يي بى حاله کړه او بيا ورته ديپرشن پيدا شو چى له دى امله تر اوسه دوه پلا په شفاخانه کى بستر شوى.
مرضيه يوه بله ميرمن ده چى مور يي د رواني ناروغى له امله بستر شوى. هغه وايي مور مى چغى وهي ، لوړ او جګ غږونه راباسي، خپل لاسونه په غاښو چيچي، خاندي او وروسته په پرله پسى توګه ژاړي. دغى ميرمنى خپل دوه ورونه، خاوند او خپل دوه کوچنيان په جګړه کى له لاسه ورکړي .
که څه هم د طالبانو تر ړنګيدو وروسته د دغه روغتون ډيرى ناروغان ښځى وى خو په دى وروستيو کى يي تناسب د نارينه ناروغانو سره ٥٠-٥٠ ته رسيدلى. ډاکتر تيمورشاه وايي اوس نارينه د خپل خپګان له امله روغتون ته راځي ځکه بى روزګاري او د افغاني ټولنى خرابى اقتصادي وضعى دوى متاثره کړي دي.
هغه ناروغان چى وضع يي ډيره بده نه وي په روغتون کى نه بستر کيږي، بلکى د يوى نسخى په ورکولو ليږل کيږي او له هغى وروسته د ټولنيزى څانګى کارکوونکي ورسره تماس نيسي. له دى سره سره تقاضا دومره ډيره ده چى د روغتون خدمات هم د هغوى له پاره کفايت نه کوي.
روغتون ناروغانو ته ګران درمل ورکوي او ناروغان د عادي درملو د رانيولو له پاره چى په بازار کى شته دي بايد پيسى ورکړي. خو څرنګه چى زبيده او جنت بي بي کيسه کوي د خلکو د پيسو کڅوړى ډير ژر خالي کيږي.
بله ستونځه دا ده چى خلک څرنګه ځانونه کابل ته ورسوي. ځکه د هيواد په نورو برخو کى د درملنى لږ څه امکانات شته خو د رواني طبابت په برخه کى هيڅ هم نه شته.
ځينى مرستى لا رسيدلي نه دي خو د راتلو په حال کى دي. د آى ام سى يا نړيوال طبي خدمتګاران چى يو خيريه امريکايي سازمان دى په دى وروستيو کى يي د بريستول–مييرز-سکيب د درمل جوړولو کمپنۍ د رواني روغتيا د کارکوونکو د روزنى او د موجوده سيمه اييزه کلينيکونو له لارى ښځو د درملنى په برخه کى يو څه مرسته کړى
آى ام سي په ټول افغانستان کى له ٣٠ څخه زيات کلينيکونه لري چى د مور او ماشوم د ساتنى په برخه کى خدمت کوي. د دوى آزمايشي پروګرام دا دى چى په شمالي ساحه کى له ٢٥٠٠٠ څه زياتى ميرمنى په پنځو ولسواليو کى تداوي کړي.