بغاوت د افغانستان په شمال کې مخ په زياتېدو دى
په داسې حال کې چې برتانوي او امريکايي پوځونه په سهيل کې (په جګړو کې) بوخت دې شمالي ولايتونه د ګډوډۍ له خطر سره مخامخ دي.
بغاوت د افغانستان په شمال کې مخ په زياتېدو دى
په داسې حال کې چې برتانوي او امريکايي پوځونه په سهيل کې (په جګړو کې) بوخت دې شمالي ولايتونه د ګډوډۍ له خطر سره مخامخ دي.
په دې سيمو کې د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ شامله ده. په دې وروستيو وختونو کې له دې ولسواليو څخه د راغلو خلکو د وينا له مخې هلته طالبانو خپله اداره جوړه کړې او د مرکزي ادارې په څېر له خلکو محصول ټولوي او خپلې محکمې چلوي.
د بلخ، کندوز، جوزجان، فارياب، سرپل او بغلان په ولايتونو کې د تېرو څو مياشتو راهيسې بغاوت زيات شوى، ځانمرګي بريدونه تر سره شوي، وسله وال بريدونه شوي او د سړک د غاړي بمونه ايښول شوي دي. داسې بريښي چې بغاوت په کې مخ په زياتيدو دى.
په عين وخت کې د افغان او نړيوالو پوځونو پام په ټينګه هماغه سهيل ته اوښتى دى. امريکايي پوځونو د هلمند د سيند شاوخوا ولسواليو کې د خنجر په نامه عمليات پيل کړي دي. دا د کوکنارو يوه داسې بډايه سيمه ده چې د نړۍ له نيمايي څخه زيات اپين توليدوي.
همدارنګه برتانويان د ولايتي مرکز، لښکرګاه شاوخواته د "پنجۀ پلنګ" په نامه په سختې جګړې کې ښکېل دي، چې په تېرو څو ورځو کې يې د يو لوړ پوړې قوماندان په ګډون د څو سرتېرو سرونه خوړلي دي.
نړيوال ماهرين ګوته څنډي، په داسې حال کې چې د سهيل جګړه د اوږدې مودې جګړه ده، ډېر وخت او سرچينې غواړي، ښايي شمال له کنترول څخه ووځي.
نړيوالې سولې ته د کارنيګې د مرستې د موسسې يو پوه، جيليس دورونسورا په دې وروستيو وختونو کې د افغان بغاوت په اړه د مطالعې يو رپوټ خپور کړي او ددې خطر په اړه يې ګوته څنډلې، چې شمالي نبستا ارام ولايتونه بايد له ياده ونه ايستل شي.
هغه په خپله نوې مطالعه کې چې "په افغانستان کې د طالبانو ګټونکي ستراتيژي" نوميږي، ويلي دي: "د بغاوت قوت د ايتلاف ټول پام سهيل (هلمند او کندهار) ته اړوي چې لږ تر لږه خطرناکه ده. طالبان به په شمال کې په بغاوت پيل وکړي."
د تېرو څو کلونو راهيسې شمال له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان و، چې په سهيل کې بغاوت ته اور ورته کړ.
ژمنه شوې مرستې ډېر ورو رسيږي، بېروزګاري ډېره شوې، مرکزې حکومت کمزورى دى او په قوماندانانو او جنګ سالارانو يې زور نه رسيږي چې تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې خلک ترهوي او ډاروي.
ځاي چارواکې وايي، دا ټول عناصر په شمال کې د طالبانو او نورو حکومتې ضد عناصرو له راپاڅېدو سره مرسته کوي.
ټو ل په دې اند دي، چې ستونزې مخ په زياتېدو دي ، خو د لاملونو په اړه ټول يوه خوله نه دي.
د کندوز والي، انجينر محمد عمر وويل: "موږ ډېر شواهد لرو چې ياغيانو په شمال کې خپل فعاليتونه زيات کړي دي. طالبان کولاى شي هغه خلک په خپلو ليکو کې وګوماري چې دنده يې له لاسه ورکړې وي او يا پيسو ته اړتيا لري."
د جوزجان د امنيې قوماندان، جنرال محمد خليل امين زاده آى ډبليو پي آر ته وويل، ډار خلک د ياغايانو غيږو ته ورولي. ځايي ځواکمن خلک له مرکزي حکومت سره د مخالفت له مخې له طالبانو سره يو ځاى شوي دي. څنګه چې حکومت عادي خلک نشي حمايت کولاى، هغوى چاته د مخ د اړولو ځاى نه لري.
امين زاده وويل، "خلک د مجبوريت له مخې د طالبانو ننګه او حمايت کوي. پوره شمېر پوليس نشته. موږ د هغوى امنيت نشو نيولاى. هغوى ډاريږي."
يو شمېر ماهرين وايي د پوليسو د روزلو پروګرام له طالبانو څخه د راوروسته پېر تر ټول ستره ناکامي بلل کيږي.
افغانستان او پاکستان ته د امريکا د متحده ايالتونو ځانګړى استازي، ريچارد هالبروک په ډاګه افغان پوليس"د امنيت په ځنځير کې کمزورې کړۍ" او "په فساد کې ډوب يو بې کفايته ارګان " بللې دى. اوس چې د هېواد لر او بر ته بغاوت خپور شوى دى د افغانستان د خپل امنيتي ځواکونو بې کفايتي هر څوک په سترګو ويني.
جنرال غلام مجتبى پتنګ د شمال د پوليسو مشر دا رپوټونه ردوي چې ګوندې طالبانو په شمال کې ځمکه لاندې کړې ده.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "خلک د طالبانو ننګه نه کوي. ياغيان د يو څو منفردو وسله والو په مرسته تيت و پرک عمليات سرته رسوي. هغوى هيڅکله هم له حکومت سره مخامخ جګړه نشي کولاى."
د بلخ والي، عطا محمد نورد بغاوت د زياتېدو لامل په هېواد کې د ميشتو نړيوالو سرتېرو په اخلاقو او چلن پورې اړوند ګڼي.
هغه وويل: "[بهرني ځواکونه] د افغانستان د قوانينواو د خلکو دود او دستور درناوى نه کوي. له شواهدو پرته خلک بنديانوي. دا کار د حکومت او د خلکو ترمنځ واټن پيدا کوي. له دې امله له ياغيانو سره يوځاى کېدو ته هڅول کيږي."
دا لومړى ځل نه دى، عطا غوښتنه کوي چې غير افغان ځواکونه دې له شمال څخه ووځي او وايي چې دهغوى شتون د هغه سيمې د امنيت له ښه کېدا سره مرسته نه ده کړې.
سويډن اوس په شمال کې د ناتو او په مزارشريف کې ولايتي بيارغاونې د ډلې مشري په غاړه لري.
سويډني چارواکي د عطا خبرې د هغه خاصيت بولي.
د ولايتي بيارغاونې د ډلې د عامه اړيکو مسؤول، هينريک کلنګ برګ وويل: "په شمال کې کارکول او نه کول د مرکزي حکومت په پرېکړې پورې اړه لري.که مرکزي حکومت وغواړي چې موږ وځو، وبه وځو. که نه، نو د امنيت د ډاډمنولو دنده پر مخ وړو."
د ولايتي بيارغاونې نوې ګومارل شوي قوماندان، ډګروال اولف ګراناندر آى ډبليو پي آر ته وويل د طالبانو د حمايت د راټيټولو يوازېنۍ لار په دې خبره د ځايي خلکو ډاډمنول دي، چې هغوى د حکومت او نړيوال پوځ په اړخ کې ډېر اسوده او سوکاله دي.
هغه وويل: "موږ بايد خلک په دې وپوهوو چې جګړه پراختيا او بيارغاونه ناشونې کوي."
په شمال کې قومي مشران له دې ټکې سره يوه خوله دي، چې حالت مخ په خرابيدو دى، خو هر يو خپل خپل دليل لري.
د افغانستان د ملي قومي اتحاد مشر، مالک خان شېرزي د وينا له مخې قومي تاوتريخوالى ستر رول لري. هغه وويل، پښتانه ځان په شمال کې له تعصب سره مخامخ ګڼي. له دې امله يې زيات شمېر له طالبانو سره د خپل حمايت په خاطر يوځاى کيږي، چې ډېرى يې د پښتنو په توکم پورې اړوند دي .
هغه وويل: "د تېرو څو مياشتو راهيسې د ليلي په دښته (د جوزجان ولايت دښته) کې د درېو پښتنې قبيلو مشران ځايي حکومت بنديان کړي دي."
د شمال زياته برخه په سياسي توګه د طالبانو د غليمانو، د پخواني ولسمشر پروفيسور برهان الدين رباني تر مشرۍ لاندې د جمعيت اسلامي په کنترول کې ده. پښتانه فکر کوي، هغوى ځکه تر بريد لاندې دي چې د طالبانو پلويان بولي. که سمه وي او که نه وي.
شيرزي وويل: "د ليلي په دښته تاجکان، ازبکان او هزارګان هم شته، خو هغوى ته څوک څه نه وايي."
د سمنګانو په ولايت کې د ديني عالمانو د شورى غړي، مولوي جان محمد د بلخ د والي په څېر پړه په بهرنيو ځواکونو اچوي.
هغه وويل: "دا يو اسلامي هېواد دى. دلته خلک بېوزلۍ، بې روزګارۍ، د اسلام په لاره کې شهادت په څېر د ډېرو شيانو زغم لري. خو د خپل دين پرخلاف شيان نشي زغملاى."
محمد ټينګار وکړ د هغه انډيوالان اسناد په لاس لري، چې په سمنګانو کې نړيوال پوځ خلک له دين څخه اړول.
هغه وويل: "ديني عالمان شواهد لري، بهرنيو ځواکونو په تخت رستم کې پر خلکو باندې د عيسويت او يهوديت دين ته د اوښتلو مواد ويشلي دي." تخت رستم په سمنګانو کې يو لرغونى ځاى دى. دا داسې يو کار دى، چې له غليمانو سره مرسته کوي. د افغانستان ملسمان ولس که داسې کوم شى وګوري، نو هرو مرو به د طالبانو حمايت وکړي
په افغانستان کې ټول سرتېرې له ديني تبليغ څخه منع شوي دي. دا خبره ښايي د طالبانو يا نورو مخالفو ډلو له خوا يوه اوازه وي، ترڅو د بهرنيو پوځونو اعتبار راټيټ کړي. دا په داسې يوه هېواد کې ډېره حساسه موضوع ده چې بل دين ته اوښتل په کې د سر په بيه تماميږي.
په دې وروستيووختونو کې په الجزيرې تلويزيون کې يو خپور شوي رپوټ په دې خبرې باندې تيل توى کړل، د عيسويانو د يوې ډلې سرتېرو فلم اخيستل شوى و چې پر پښتو او دري باندې ژباړل شوي انجيل د ويش په باره کې يې خبرې کولې.
د يو سرتېرې له خولې اورېدل کيږي، چې وايي: ""له سوغات ورکولو پرته له دين څخه څوک نشي اړولاى."
د بلخ ولايت د چاربولک د ولسوالۍ يو اوسيدونکې، حاجي ګل علم د مخ په زياتېدونکې نارامۍ پړه په سياسي ګوندونو اچوي، چې د خپلو غليمانو د له منځه وړلو لپاره د هغوى په اړه بهرنيو ځواکونو او يا هم افغان امنيتي ارګانونو ته رپوټ ورکوي.
هغه وويل: "په پښتنې سيمو کې خلک د بهرنيو يا ځايي ځواکونو له خوا له طالبانو او يا نورو ياغي ډلو سره د همکارۍ په تور بنديانيږي. خلک مخالفينو ته د حمايت لپاره وراوړي."
هغه په چاربولک کې د يو ښوونکي بېلګه راوړه، چې په ټولګې کې د ځايي ځواکونو له خوا توقيف شوى و.
هغه وويل: "دا هسې بې مانا خبره ده. هغه څوک چې د ياغيانو شاته ولاړ وي، هغه په ښوونځي کې درس نه ورکوي. دا شان اعمال د خلکو په منځ کې کرکه او نفرت راپاروي او يوازې د طالبانو پروپاګند پياوړي کوي."