تر ټاکنو وروسته د ناکراريو اندېښنې

رايو ورکولو ته لا يو څو ورځې پاتې دي، خو زيات شمېرحکومتي چارواکي اندېښمن دي چې د پايلو په اړه ناندرۍ په تاوتريخوالي وانه اوړي.

تر ټاکنو وروسته د ناکراريو اندېښنې

رايو ورکولو ته لا يو څو ورځې پاتې دي، خو زيات شمېرحکومتي چارواکي اندېښمن دي چې د پايلو په اړه ناندرۍ په تاوتريخوالي وانه اوړي.

.



د اگست په ١٥ د شنبې په ورځ يو لوى ځانمرگي بريد پلازمينه کابل ولړزولو، لږ ترلږه لس تنه يې ووژل او تر سلو زيات يې ټپيان کړل. د هېواد په يو شمېر سيمو کې جگړې ونښتي؛ راکټي بريد دهرات هوايي ډگر تړلى او نوماندي د قتل او وژنو له ډاره خپلو کمپاينونو ته شا اړوي.



زيات شمېر خلک د رايه ورکوونکو د شمېر د ټيټوالي له امله په بهير کې د پراخه درغليو اندېښنه لري او دا پوښتنه رامنځته کوي چې آيا د اگست په شلمه نېټه به ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ته ټاکنې د ولس په منځ کې اعتبار او قانونيت ولري.



د ولسمشرۍ د نوماندو د کمپاين د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو تبصرې، په ځانگړي ډول د يو عمده ننگوونکي د استازي له خوا دا گواښ چې که پايلې له توقع سره سمې راونه خيژي، نو په پراخو اعتصابونو به لاس پورې کړي.



د لومړنيو اخطارونو سگنالونه د جولاى د مياشتې په وروستيو کې په عربي اماراتو کې له خپرېدونکي The National ورځپاڼې سره ولسمشرۍ ته د مخکښ نوماندې ډاکتر عبدالله د کمپاين د مشر په مرکې کې رابرسيره شول. نوموړي خبريال ته ويلي و، چې د هغه ډله به د برحال ولسمشر، حامدکرزي بيا ټاکنه ونه مني.



عبدالستار مراد ورځپاڼې ته ويلي وو: "موږ به هغه ونه ومنو. که [کرزى] له پراخ فساد څخه کار وانخلي، نو [ټاکنې] نشي گټلاى. له دې امله به هغه ونه منو. ولس هغه ته رايه نه ورکوي. هغه مازې د واليانو او فساد له لارې رايه تر لاسه کوي."



کرزى په ټاکنو کې هرچا ته گران دى او پر څوکۍ باندې د يوې بلې دورې لپاره په پاتې کېدو ډاډمن دى. يوازېنۍ جدي پوښتنه داده ايا عبدالله به دومره رايې ترلاسه کړاى شي چې په لومړي دور کې د ولسمشر د برياليتوب مخه ونيسي.



کرزي د ٢٠٠٤ کال په ټولټاکنو کې په ډېره اسانۍ د ١٧ نوماندو په ډلې کې په سلو کې ٥٤ رايې تر لاسه کړې وې. د اساسي قانون له مخې که چېرته هيڅ يو نوماندى په سلو کې له ٥٠ څخه زياتې رايې تر لاسه نه کړي، نو دوه هغه چې تر نورو يې زياتې رايې وړي وي،دويم پړاو ته پاتې کيږي.



په وروستيو اونيو کې د دويم پړاو د ټاکنو شونتيا وليدل شوه. د ټولټاکنو د خپلواک کميسون IEC کارکوونکو په خصوصي توگه ويلي دي، چې کمپيان به "نورې يو څو مياشتې" دوام ومومي او د دوو وروستنيو نظرونو له مخې کرزي هغومره وړتيا نه ده موندلې چې په لومړې پړاو کې بريالى شي.



د عبدالله د کمپاين ډله د توقع خلاف ډېره غښتلې وه او د مراد د وينا له مخې که چېرته کارونه په سم ډول پر مخ لاړ نشي، نو په اعتصاب به لاس پورې کړي.



هغه The National ورځپاڼې ته ويلي و: "په لويو مظاهرو به لاس پورې کړو. په لارو او کوڅو کې [به] لاريونونه وشي او هرڅه به ناوړه شي. هېواد به په ناتار کې ډوب شي."



خو پخپله د عبدالله په گډون مخکـښ نوماندو د تاوتريخوالي خبره له منځه ايستلې ده.



د The National په ورځپاڼې کې د مرکې له خپرېدو وروسته عبدالله رسنيو ته وويل: "موږ هر بدلون او حرکت ته د افغانستان ټيکاو او ثبات لپاره اړين بولو. موږ به هيڅکله او په هيڅ شرايطو کې داسې کار ونه کړو چې د افغانستان ثبات له گواښ سره مخامخ کړي."



د ولسمشرۍ لپاره يو بل مخکښ نوماندې، دوکتور اشرف غني احمدزي د جون د مياشتې په لومړيو کې آى ډبليو پي آر ته ويلي و، چې افغانان "به هيڅ داسې کار ونه کړي چې ټولټاکنې بې اغېزې شي." خو د هغه د کمپاين مشر، اجمل عابدي ټينگار وکړ د هغه ډله به هيڅکله له تاوتريخوالي څه ډک لاريونونو ته لاس وانه اچوي.



عابدي وويل: "موږ له ټاکنو څخه وروسته د تاوتريخوالي ټينگ مخالف يو. کېداى شي په ټاکنو کې درغلي وشي، خو موږ بايد له زغم څخه کارواخلو او تاوتريخوالي ته لاس وانه اچوو. موږ بايد ستونزې په قانوني لارو هوارې کړو. "



د کرزي د کمپاين ډلې د درغليو ادعاگانې په ټينگه ردې کړي او وايي چې دا اوازې د ټاکلو نوماندو د سياسي گټو لپاره سرته رسيږي.



د کرزي د کمپاين مشر، وحيد عمر وويل: "دا اوازې هغو نوماندو پيل کړي دي چې پوهيږي د ټاکنو پايلې د هغوى په گټه نه دي. هغوى په يوې يا بلې لارې هڅه کوي چې د ټاکنو پايلې وننگوي. هغوى دا اندېښنه رامنځته کړې چې که فلانى نوماندى ټاکنې ونه گټي نو افغانستان به د تاوتريخوالي لوري ته لاړ شي."



نوموړي ټينگار وکړ ، د کرزي د کمپاين ډله داسې کومه موخه نه لري. هغه وويل: "موږ د خلکو له رايو ډاډمن يو. پروا نه کوي، پايلې چې هر څه وې، وي به. موږ به تاوتريخوالي ته لاس وانه اچوو. که چېرته ډاکټر عبدالله يا بل څوک گټونکى شي ، په ډېره کرارۍ به يې ومنو."



هيڅوک د تاوتريخوالي په اړه د اوازو په خپرولو په رسمي ډول نه دي په گوته شوي، خو په The National کې د مقالې له خپرېدا وروسته زيات شمېر خلکو د عبدالله ډلې ته گوته نيولې ده. د عبدالله ملاتړي په خپل وار پر کرزي باندې تور پورې کوي چې د هغوى په وړاندې د پروپاگند کمپاين چلوي.



د ملي متحدې جبهې وياند او د عبدالله ملاتړي، فاضل سانچارکي وويل د تاوتريخوالي موضوع تر دې کچې د کرزي د ډلې له خوا پراخه ښودل شوې چې اوس افغانان او نړيواله ټولنه فکر کوي عبدالله د ټولټاکنو د گډوډولو هڅه کوي.



سانچارکي وويل: "کرزى غواړي خپل رقيبان چوپ کړي. له همدې امله د کرزي ډله دا راز اوازې خپروي. هغه غواړي پر خلکو زور راوړي ترڅو د ټاکنو پايلې ومني."



د کرزي د کمپاين ډله په ټينگه دا ادعاگانې ردوي.



نړيوالې ټولنې، چې د ټولټاکنو د بهيرڅارنه کوي، هم د تاوتريخوالي د شونتيا له امله اندېښنه څرگنده کړې ده.



د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي، کاى ايدي رسنيو ته وويل چې هغه ټولو کانديدانو ته په دې اړه سخت پيغام استولى دى. هغه د يووالي او گډ مسؤوليت غوښتنه وکړه، ترڅو د هر راز ناکرارۍ مخه ونيول شي.



په افغانستان کې د متحده ايالتونو پخواني استازي، زلمي خليل زاد په فانينشيل ټايمز ورځپاڼه کې د اگست په يوولسمه يوه مقاله خپره کړې. هغه اخطار ورکړى، چې که تاوتريخوالى رامنځته شو نو په افغانستان کې به د سوله ساتي نړيوال ځواک، ايساف د ماموريت لپاره ډېر خطر ولري.



هغه ليکلي و: "ددې خطر شته چې يو يا بل نوماندې اعلان شوې پايلې ونه مني او تاوتريخوالى رامنځته کړي او احتمالا په کابل به متمرکزې وي. دا څرگنده نه ده، چې افغان امنيتي ځواکونه به وکړاى شي وضع په يوازې سر تر کابو لاندې راولي او يا به له ايساف څخه مرسته وغواړي. دا حالت به گټه ونه لري او په افغانستان کې به د ايساف رول ته، که د پخلاينې په هڅو کې برخه واخلي يا يې وانخلي، جدي پايلې ولري "



افغانستان کلونو، کلونو جگړو او غميزو، ، چې خبرې د ټوپک په خولو کېدې، ځپلى دى. په افغانستان کې يو شمېر شنونکي گوته څنډي چې که نوماندي خپلې ماتې ونه مني نو د تاوتريخوالي ظرفيت او شونتياوې شته.



سياسي شنونکي، احمد سعيدي وويل: "حالت په بشپړ ډول ټولټاکنو ته چمتو نه دى. د بېلگې په توگه د هلمند په ولايت کې د هر چا د گډون شونتيا نشته. که چېرته له هغه ځايه له رايو ډک صندقونه راوړل شي، نو يو شمېر نوماندي به هغه درغلي وبولي. هغوى به په اعتصاب لاس پورې کړي او تاوتريخوالي ته به لمن ووهي."



هغه زياته کړه، په گاونډيو هېوادونو کې وروستنيو پېښو د ناکراريو رامنځته کولو ته احساس رامنځته کړى دى.



سعيدي وويل: "په ايران کې له ټاکنو وروسته تاوتريخوالي په افغانستان باندې هم اغېز پرېښى دى. له بلې خوا وسله وال مخالفين هم تر پوښتنې لاندې د ټاکنو د قانونيت د راوستلو هڅه کوي."



سعيدي زياته کړه، که اعتصابونه پيل شول، نو تر گورت لاندې راوستل به يې ستونزمن وي.



هغه وويل: "په کابل او نورو ولايتونو کې ټوپکونه شته. دښمن هم په پلازمينې کې شتون لري. که اعتصابونه وشي، هرڅوک به له دې فرصت څخه گټه واخلي چې خپلې موخې تر لاسه کړي. دا له امکان څخه ليرې خبره نه ده. "



د کورنيو چارو وزارت سخت اخطار ورکړى او ويلي که هرڅوک تاوتريخوالي ته لاس واچوي له سخت چلن سره به مخامخ شي.



د کابل اوسيدونکي هم له ټاکنو وروسته د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو له امله اندېښمن دي.



د محمد منصور په نامه د کابل يو اوسيدونکي وويل: "کله چې نوماندي د تاوتريخوالي خبره کوي نو ددې معنا لري چې هغوى د کودتاه او انقلاب په اړه فکر کوي. هغوى ولې د ولسمشرۍ څوکۍ ته مبارزه کوي؟ که څوک د چا خوښ نه وي، نو رايه نه ورکوي. که نوماندي دې ته چمتو نه وي چې د خلکو د رايو درناوى وکړي او پايلې ونه مني، نو ولې موږ رايه ورکوو؟ دا به غوره وي چې په خپلو منځونو کې پرېکړه وکړي."
Frontline Updates
Support local journalists