راتلونکي نسل ته د تېرو وختونو د يادونو ساتل

د ملي موزيم له پرانيستل کېدو څخه يو کال وروسته د هغې نه ستړي کېدونکي کارکوونکي هغه يو ځل بيا د خلکو نندارې ته پرانيزي.

راتلونکي نسل ته د تېرو وختونو د يادونو ساتل

د ملي موزيم له پرانيستل کېدو څخه يو کال وروسته د هغې نه ستړي کېدونکي کارکوونکي هغه يو ځل بيا د خلکو نندارې ته پرانيزي.

په يوې لويي رڼا کوټې کې درې تنه د يو پتنوس خواوشا ته راټول شوي او د يوې سيراميک ډبرې په زرګونه ټوټې پارچې راټولوي او په ډېر زيار غواړي هغه بېرته د پخوانۍ بڼې په څېر جوړه کړي.


دوه پوړه لاندې د افغانستان د ملي موزيم په دروازه کې د دويمې پېړۍ ليمويي رنګه مجسمه ولاړه ده او د اټکل له مخې به د کوشانيانو د پېر د کنيشکا پاچا وي، چې د هېواد په شمال کې په سرخ کوتل کې موندل شوې وه.


د هغه يوې په څېر چې اوس په پورته پوړ کې تر ترميم او جوړونې لاندې ده، دا يوه هم د 2001 کال په پيل کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ماته شوه. هغوی ددې توکو په ماتولو پيل وکړ او ويل يې چې هغه ټول د اسلام مخالف دي.


د موزيم رئيس عمراخان مسعودي وويل، ((زموږ کارکوونکو په بېلابېلو لارو هڅه او هاند وکړ، ترڅو دا شيان د طالبانو تر سترګو پنا کړي. د دوو او دريو مياشتو په اوږدو کې هغوی د 2500 په شاوخوا کې توکي ونړول.)) هغه زياته کړه، کارکوونکي خوشحاله و، چې د تاريخي توکو له ماتولو وروسته طالبانو ماتې شوې ټوټې پرېښودې، ترڅو هغه د يو پاتې شونې په توګه وساتل شي.


آن د طالبانو ترعمل دمخه له موزيم څخه د ارزښتمنو ټولګو (کليکسيون) څخه په زرګونه توکي ورک شول، د کورنۍ جګړې پرمهال لوټ شول او د ودانې چت يې له منځه يوړ.


مسعود آی ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ د (1992 او 1996) ترمنځ کورنۍ جګړې دمخه سل زره تاريخي توکي درلودل، چې له تاريخ دمخه يې تر شلمې پېړۍ پورې لرغونتوب درلود. د هغوی په سلو کې ٧٠ غلا شول او يوازې په سلو کې ٣٠ يې پاتې دي.))


د غلا شويو توکو په منځ کې 40 زره سکې وې. ډېر پاتې شوي شيان هم وړل شوي. د موزيم کارکوونکو د احتياط لپاره کوچنۍ او ډېرې ګران بيه توکي په بکسونو کې واچول او په 1988 کال کې يې د جمهوري رياست په ماڼۍ کې په يو خوندي ځای کې کېښودل. دا توکي هلته 15 کاله پاتې شول.


ګران بيه توکي باختري سره زر، د 21000 ټوټو يوه خزانه، زياتره طلايي سکې، وښې، غوږوالۍ، تاجونه، تورې، ملاوستني، ګوتې او پايزېبونه و، چې په 1978 کال کې د جوزجان په ولايت کې له کېندنو څخه موندل شوي و.


مسعودي وويل، هغه توکي له زيږد څخه دمخه يوې پېړۍ او لومړۍ پېړۍ پورې تړاو درلود.


په 2003 کال کې د باختري طلا بېرته راڅرګنديدل معجزې ته نژدې يو کار و. ځکه زياتره په دې اند و، چې هغه ښايي له هغه پټ ساتل شوي ځای څخه غلا شوي وي.


د موزيم کارکوونکي اوس په پټ ځای کې د ايښوول توکو په راټولولو او جوړولو باندې کار کوي، تر څو وساتل شي.


هغه وايي: ((د طالبانو تر رانسکورېدو وروسته موږ 1200 توکي پاک کړي او ځای په ځای کړي مودي او اتيا نور مو ترميم کړي دي.))


ننداري ته د څو ايښول شويو توکو تر څنګ په يو شمېر نورو باندې کار کيږي او په دري او انکليسي يې نومونه او نورې څرګندونې ورباندې ليکي.


په ودانۍ باندې له چټک کار وروسته موزيم پروسږکال په رسمي توګه پرانيستل شو. د روان کال د سپتمبر په 29 نېټه د خپلو نويو فعاليتونو لومړنۍ کليزه لمانځي.


مسعودي لومړی کال داوږد سفر يو يادګار بولي، چې د بيارغاونې، روزنې، خبرولو (اشتهار) او د افغانستان په نورو برخو کې د نويو موزيمونو پرانيستلو ستړی کوونکی کار په کې شامل دی. ((له کابل څخه بهر خلک بايد د خپل تاريخي پاتې شونو (ميراث) په هکله معلومات ولري.))


هغه وايي: ((موږ بې شمېره ستونزې لرو. موږ يو ښه خوندي ځای او امنيت ته اړتيا لرو، موږ دې ته


اړتيا لرو، چې کارکوونکي په بېلا بېلو څانکو کې وروزو. موږ د نندارې لپاره بکسونه نه لرو.)) هغه زياته کړه، د جاپان او هالينډ هېوادونو له موږ سره د نندارو د زياتو بکسونو د جوړولو ژمنه کړې ده. ايټالوي او جاپاني ماهرينو ورکشاپونه جوړ کړې دي او يو شمېر کارکوونکي جاپان ته د روزنې لپاره استول شوي دي.


يوازې د نندارې پنځه بکسونه د يو شمېر کوچنيو توکو د نندارې لپاره جوړ شوي دي، لکه د برونزو وښي او ګوتې.


په موزيم کې يوه کوټه د ختيځ ولايت نورستان د (کافرستان) د پېر د فرهنګ د نندارې لپاره بېله شوې ده. په هغې کې د لرګو څخه انتيکې ولاړې جوړې شوې مجسمې او په اس سپور يو ښکلې توکی نندارې ته ايښول شوي دي.


تر ټولو ډېر په زړه پورې توکی، چې يو ننداره کوونکی يی د ننوتلو پر مهال ګوري، داوبو يو مرمريز لوښی دی. دا لوښی د (بودا د خير غوښتلو د کاسې) په نوم پېژندل شوی دی، ځکه لاندېنۍ برخه يې د ګلانو د غوټيو په څېر توږل شوې ده. د مسعودي د وينا له مخې چا نه شوای کولای دا د اوبو مرمرين لوښی د خپل دروندوالي له امله غلا او له ځايه وخوځوي.


امنيتي ستونزې اوس هم په خپل ځای پاتې دي. يو ساتونکي چې د آی ډبليو پي آر خبريال تالاشي يې اخيسته دواړه ننوتل او ودانۍ يې پرېښوده.


هره اونۍ د 200 څخه تر پنځو سوو پورې خلک د موزيم نندارې ته راځي. کوچنيان د ننوتلو ټکس نه ورکوي. افغان لويان د پنځو افغانيو ټکس ورکوي او بهرنيان د يو ډالر ټکس ورکوي.


د موزيم رئيس غواړي د ښوونځي زيات شمېر زده کوونکي يې موزيم ته راشي، خو په دې اړه زړه نازړه دی، چې د پوهنې له وزارت مرسته وغواړي. هغه وايي ((هغه خپلې خپلې ستونزې لري، ښوونځي يې نه خوښيږي.))


شپږ پنځوس کلن مسعودي د کابل پوهنتون د تاريخ او جغرافيې له پوهنځي فارغ شوی، دې موزيم ته په 1979 کال کې راغی. له هغې مخکې يې څلور کاله د ښوونکي په توګه کارکړی او يوه موده يې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې دنده سرته رسولې ده.


هغه وايي: ((د هغو خلکو لپاره چې غواړي تاريخ ولولي، موزيم تر ټولو ښه ځای دی.))


دا يوازې تېر وخت نه دی، چې مسعودي يې آزمايي، بلکې هغه راتلونکي ته هم هيله من دی. هغه په دې اند دی، چې موزيم بايد د ښار په زړه کې وي، نه لس کيلومتره وړاندې.


هغه ډېر لېوال دی، موزيم د دارلامان ماڼۍ ته څېرمه له اوسني ځای څخه بل ځای ته ولېږدوي، چې د دفاع د وزارت په کنډوالې بدلې شوې ودانۍ په توګه ورباندې د کورنۍ جګړې نښې نښانې له ورايه ښکاري. هغه وايي: ((موزيم بايد له پوځې تاسيساتو څخه ليرې وي.))


له هغه سره ژمنه شوې، چې د کابل په مرکزي برخه کې يوه ټوټه ځمکه د موزيم لپاره ورکړ شي، خو په هغې باندې د ملکيت دعوا ده. مسعودي خوشبين دی چې دا شخړه به په دوه يا درې مياشتو کې هواره شي او له هغې وروسته به د نوي موزيم د ودانولو کار پيل شي.


هغه وايي: ((دا بايد يو لويه ودانۍ وي او ډېر تاسيسات ولري.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists