افغانان د جگړو له امله په راولاړو شوو ذهني ناروغيو خبرې کوي

روحي خپگان او زړه تنگي ډېره پراخه شوې ده.

افغانان د جگړو له امله په راولاړو شوو ذهني ناروغيو خبرې کوي

روحي خپگان او زړه تنگي ډېره پراخه شوې ده.

Wednesday, 18 February, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو مناظرو د لړۍ د ويناوالو له خولې لسگونو کلونو جگړو د افغانانو پر ذهني روغتيا ناوړه اغېزې کړي دي.

په هغه مناظره کې چې د کابل سويل لويديځ  د وردگو ولايت د ښځو د چارو په رياست کې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه جوړه شوې وه، ډاکټر حنيفې يوسفې يادونه وکړه، لسگونو کلونو جگړو، په ځانگړي ډول، پر ښځو او تنکيو ځوانانو ډېر ژور اغېز کړی دی.

نوموړې د چک د ولسوالۍ د يوې ښځې کيسه د بېلگې په توگه ياده کړه، چې خپل څلور کلن او اووه کلن اولادونه يې د جگړې له امله له لاسه ورکړي او اوس له سختې رواني ناروغۍ سره لاس اوگرېوان ده.

يوسفي وويل، جگړې فزيکې اغېز هم درلودلی.

نوموړي وويل: «نن موږ گورو چې ميندې په خپل نس کې ماشومان له لاسه ورکوي او يا يې معيوب زيږوي.» هغې وويل، د دې ستونزې لامل په افغانستان کې کارول شوې وسلې دي.

د جان محمد )حکمت جو) په نامه د رواني چارو يو ماهر وويل، جگړه پر ماشومانو، آن د مور په نس کې، ناوړه اغېز کوي. 

نوموړي وويل: «جگړه د اميداوارې ښځې پر ذهني روغتيا مستقيم اغېز لري. کېدای شي له امله يې ماشوم له منځه لاړ شي  او يا له يو معيوبيت سره وزيږي.» نوموړي زياته کړه، په ماشومانو کې پر نورو ليدل شوو ستونزو سربېره د زړه ناروغي او «د بېړاتوب يو ډول» هم شامل دي، چې ماشوم د خبرو کولو وړتيا له لاسه ورکوي.  

په وردگو کې د سولې د عالي شورا يوې غړې، وحيدې ښکلې په هغې سيمې کې پر روغتيايي چارو نيوکه وکړه.

هغې وويل: «په وردگو کې د لوړې کچې تاوتريخوالی موجود دی؛ په دې معنا چې دلته د ذهني ناروغانو شمېر لوړ دی، خو د درملنې لپاره يې کوم ځانگړی روغتون نشته.»

په يوې بلې مناظرې کې، چې د ختيځ ولايت ننگرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د مدني ټولنې يوه فعال، محمد انور سلطاني ورته شکايت درلود، چې په هغه ولايت کې د رواني ناروغيو کوم ځانگړی روغتون موجود نه دی.

سره له دې چې ځايي روغتونونه رواني څانگې لري، خو سلطاني وايي دغه ولايت، چې له يوه مليون څخه زيات خلک پکې اوسيږي، غوره روغتيايي خدمتونو ته اړتيا لري. 

هغه وويل: «بېوزلي، بېروزگاري، بېعدالتي، بېسوادي او داسې ډېر نور د جگړې پايلې دي. دا ټول د رواني ستونزو د رامنځته کېدو لامل کيږي.»

د فضل الرحيم په نامه يو ارواپوه له دې خبرې سره موافق و، چې د جگړې «دردمنې پېښې» د خلکو ذهني روغتيا اغېزمنه کړې. هغه وويل، د رواني ستونزې هغه اغېز چې يوه مور يې د اميدوارۍ پر مهال گوري، د هغې د ماشوم له راتلونکي ذهني روغتيا سره اړيکه لري.

بل ويناوال، د لوی ننگرهار د ځوانانو د پراختيا د ډلې مشر، ذبيح الله حليمي وويل، بېکاري د ذهني ناروغتيا ستر لامل دی.

هغه وويل: «زموږ په ټولنه کې سلگونه ځوانان شته، چې د ليسانس درجه يې ترلاسه کړې، خو دندې نه لري او جگړه يې لامل دی.»

په کندهار کې د مدني ټولنې يوه فعال، عبدالوهاب په ورته ډول بېکاري د ځوانانو د ذهني ناروغۍ يو لامل وباله.

وهاب وويل: «زيات شمېر ځوانان د بېکارۍ له امله د کور دننه پاتې وي. د بې شمېره ستونزو له امله نشه يي توکي کاروي او په ورو ورو يې د ذهني ناروغتيا له خطر سره مخامخ کوي.»

روغتيايي کارکوونکي وايي په کندهار کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته د ديارلسو کلونو په اوږدو کې د سختو جگړو د موجوديت له امله رواني ستونزې ډېرې شوي دي.

د مدني ټولنې يو فعال، صلاح الدين د يوې ١٢٠ کسيزې ډلې غړی دی، چې د نوموړي ولايت لرې پرتو امنو سيمو ته تگ راتگ کوي. نوموړی اټکل کوي چې د سپين بولدک د ٣٥٠٠٠٠ اوسيدونکو لږ و ډېر «نيمايي برخه» له ذهني ناروغۍ کړيږي.

د سپين بولدک د روغتون رئيس، دکتور محب الله وويل: «مو ږ ته هره مياشت د رواني درملنې لپاره له سلو تنو څخه زيات ناروغان مراجعه کوي. له دې څخه څرگنديږي چې زيات شمېر خلک له ذهني ناروغيو څخه کړيږي.»

د روانې روغتون ډاکټر، ايمل ساپي د تیلفیون پر لیکه آی ډبلیو پې آر ته وویل، د افغانستان تر نوي سلنه پورې خلک په روانی ستونزو اخته دي. جګړه، بېوزلي، بیکاري او قتلونه د هغې عمده لاملونه دي.

هغه خلک چې په مستقيم ډول د جگړو تر اغېز لاندې دي، د بېلگې په توگه، د جگړو تر سختو بريدونو لاندې راغلي وي، له رواني ناروغۍ سره مخامخ کيږي. له دې امله پر سخت خپگان اخته کيږي. نوموړي اټکل وکړ چې له 25 نه تر 30 سلنه   افغانان له دې ناروغۍ څخه کړيږي.

دکتور ساپي وويل: «له روحي پرېشانۍ وروسته ژورخپگان رامنځته کيږي. ناروغ خپل ځواک له لاسه ورکوي؛ خوب یی خرابیږي؛ ټولنیز فعالیتونه نشي اجرا کولای او یوازیتوب ته مخه کوي. که چېرته د ناروغ درملنه ونشي، ځان وژني؛ ځکه په دغه وخت کې د ځان وژنې تمایلات ورسره ډیریږي.»

 

Frontline Updates
Support local journalists