په دوه ګونو تابعيتونو خبرې اترې
په کابل کې دآى ډبليو پى آر راپورټره ليلما سديد
په دوه ګونو تابعيتونو خبرې اترې
په کابل کې دآى ډبليو پى آر راپورټره ليلما سديد
له غونډې څخه دمخه د اساسي قانون د جوړې شوې مسودې له مخې ولسمشر نه شي کولاى دوه ګونى تابعيت ولري.
د جمعيت اسلامي تنظيم د فرهنګي برخې مرستيال حامد طه وايي، د هغوى د تنظيم دريځ دادى، چې نور لوړرتبه چارواکي هم بايد يو تابعيت ولري. هغه وايي: "هغه اشخاص چې دوه ګونې تابعيت لري، بايد دکابيني په غړيتوب ونه منل شي. د دوه ګونى تابعيت لرونکي حکومتي مشر، وزيران او سلاکاران د (افغانستان) په هکله د ورته مسووليت احساس نه شي کولى.
د شمالي ټلوالي د وژل شوي مشر احمدشاه مسعود ورور، ولي مسعودپه دې وروستيو وختونو کې ليکلي، چې د لوړپوړو چارواکو دوه ګونى تابعيت لرل (ډېر زيانمنوونکى) دى. هغه ليکي: "اساسي قانون بايد په دې ټکي محدوديت ولګوي، چې ولسمشر، وزيران، لوى ځارنوال، قاضيان او د وسله وال ځواک لوړ رتبه افسران دوه ګونى تابعيت ونه لري." هغه زياتوي، چې په دې وروستيو وختونو کې په زرګونو افغانانو د پاکستان تابعيت تر لاسه کړى، چې "د افغانستان لپاره يي امنيتي ستونزې رامنځته کړي دي."
انورالحق علومي، د پخواني کمونيست رژيم وتلي سياستوال، چې اوس د "ملي متحد" ګوند مشري کوي، دا يوه ستونزه نه بلي، وايي: "دوه ګونى تابعيت ولس ته کومه ستونزه نه پېښوي او نه د فساد سبب کيږي. تابعيت يوازې د کاغذ يوه ټوټه ده."
په ځانګړې توګه مجاهدين دهغه چا په وړاندې کرکه څرګندوي، چې د جګړې په مهال په بهرينو هېوادونو کې اوسېدلي او اوس هېواد ته راستانه شوي دي، چې په لوړو دولتي څوکيو کې کار وکړي.
په سياسي لحاظ دا موضوع د منځمهالې ادارې د لوېديځ پلوو غړيو په هکله پوښتنه رامنځته کوي، چې کولاى شي هر مهال ي يي زړه وغواړي، بېرته بهر ته ستانه شي.
دا يوه پېچلې موضوع ده، چې سړى څرګند کړي په بهر کې استوګن افغانان رښتيا هم دوه ګونى تابعيت لري او که نه.
د کابېنې له غړيو څخه چې ښايسته زياته موده په بهر کې اوسېدلي، د ماليي وزير اشرف غني احمدزى، د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي، د لوړو زده کړو وزير محمد شريف فايض، د بيا جوړونې وزير محمدامين فرهنګ او داطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين دي.
د منځمهالې ادارې مشر حامد کرزي د جګړې په مهال يوه زياته موده د قوماندان په حيث په پاکستان کې تېره کړې، خو څو کاله يي په امريکې کې هم ژوند کړى دى.
آىډبليوپي آر د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له معين عبدالحميد مبارز څخه پوښتنه وکړه، چې آيا هغه (مبارز) بل پاسپورت لري او که نه، وي ويل: هغه دولس کاله په فرانسه کې تېر کړي، خو تابعيت يي تر لاسه کړى نه دى.
هغه په دې ټکي ټينګا روکړ، هغه چا چې په بهر کې استوګنه کړې، له نويوزده کړو سره هېواد ته راستانه شوي او کولاى شي، افغانستان ته د ښه خدمت مصدر شي.
د اساسي قانون د کميسون مرستيال عبدالسلام عظيمي وايي، چې د قانون دمسودې د جوړولو پر مهال په دې موضوع زياتې خبرې اترې شوي دي. هغه وايي: "ستونزه داده، ښايي نړيواله ټولنه په دې فکر شي ، چې افغانستان د هغو افغانانو په وړاندې ستونزې پيداکوي،چې په بهرنيو هېوادونو کي يي د تجربو او زده کړو له لارې مهارتونه تر لاسه کړي او اوس غواړي د خدمت لپاره خپل هېوادته ستانه شي."
هغه دې ټکې ته ګوته ونيو چې نورو هېوادونو خپلو لوړ پوړو چارواکو ته دااجازه ورکړې، چې دوه ګونې تابعيتونه ولري او زياته يي کړه چې دا د يوشخص حق دى.: "په افغانستان کې د تېرو دريو لسيزو تجربو وښوده، چې دوه ګونى تابيعت هېڅکله د خدمت او د شخص د کرکتر ټاکونکى نه و." د عظيمي د اټکل له مخې د کابينې پنځه يا شپږ تنه دوه ګونې تابعيت لري.
د اساسي قانون د کميسون غړې فاطمه ګيلاني، دوه کاله مخکې له دې چې افغانستان ته راستنه شي، شل کاله په لندن او څلور کاله په امريکا کې اوسېدلې ده. هغې آى ډبليو پي آر ته وويل، له هغې سره يو د سعودې عربستان او يو افغاني پاسپورت و، خو هغه وايي فکر نه کوي، چې په عمومي توګه به زيات شمېر خلک له دوه ګوني تابعيت سره مخالفت ولري، ځکه هغه ډېر عموميت نه لري. هغه وايي ولسمشر او يا صدراعظم يوه استثنا ده. هغه وايي، افغانان په دې باوردي، چې دولتي مشر بايد دوه ګونى تابعيت ونه لري، ځکه ښايي هغه دواړو لوريوته وفاداري وښيي او د ناتار او يا جګړې پر مهال ښايي هېواد پرېږدي.
د کابل په ښار او کوڅو کې خلکو ددې خبرې په اړه د ګډوډ نظر څرګندونه کوله. د يوې لېسې ښوونکي خالد وويل: "ماهرين او کارپوهان بايد د خلکو د ستونزو په وړاندې مسوول واوسي او په پوره رښتينولى خلکو ته خدمت وکړي. دا دومره مهمه نه ده چې که هغوى يو تابعيت ولري او يا دوه ګونى."
د کابل پوهنتون د طب د پوهنځي استاد غونچه ګل حبيب صافىوايي، هغه له بهر څخه د افغانانو په بېرته راجلبولو کې ګټه ويني. هغوى په راتلونکي کې اختيار لري، چې پاتې کيږي او که بېرته ځي. هغه وايي : "خلک اړايستل شوي وو، چې افغانستان پرېږدي. ښه به دا وي، چې اوس هغوى بېرته راشي او خپله پوهه د هېواد په ګټه وکاروي. خبره دلته ده چې بهرنيان بل شان فرهنګ لري او هغو افغانانو چې د عمر زياته برخه يي په بهرنيو ملکونو کې تېره کړې او دندې ورته وسپارل شي، ښايي د بهرني فرهنګ د دودولو هڅه وکړي. "
د اساسي قانون د مسودې د څلورمې مادې له مخې دا موضوع لاتراوسه تته پاتې ده، چې څوک د افغانستان تبعه دى. په هغې کې کښل شوي: "د افغانستان ولس له ټولو هغو افرادو څخه عبارت دى، چې د افغانستان تابعيت لري." او "د افغان کلمه د افغانستان په ټولو اتباعو دلالت کوي."