کابليان د طالبانوبريدونو ګيچ او بېحسه کړل

له هغه وروسته چې ياغيانو پر دريوځايونو هم مهالي بريدونه وکړل، چارواکي د هغوى د پياوړې کېدا خبردارى ورکوي.

کابليان د طالبانوبريدونو ګيچ او بېحسه کړل

له هغه وروسته چې ياغيانو پر دريوځايونو هم مهالي بريدونه وکړل، چارواکي د هغوى د پياوړې کېدا خبردارى ورکوي.

. په دې ورځ کې ١٢ تنه ووژل شول او ٥٧ نور ټپيان شول. سړکونه تړل شوي، هټې ويجاړې او ډاريدلي خلک داسې انګيري، چې ګوندې بيا دا حالت رانشي.



نژدې ٢٢ تنه شکمن کسان له پېښې سره په تړاو کې بنديان شوي، چې د چارواکو په وينا د بغاوت يونوى او ستونزمن پړاو په ګوته کوي.



د(سهار) له لسو بجو څخه لږ دمخه ځانمرګو بريد کوونکو دعدليې وزارت، د محبسونو رياست اود پوهنې وزارت تر بريدونو لاندې ونيو.



څلور بريد کوونکي وتوانيدل چې د عدليې وزارت ته ننوزي. د عدلې وزارت د کابل په زړه کې موقعيت لري او د ولسمشر له دفتر څخه ورته تيږه رارسيږي.



دوه تنه (ځانمرګي) سمدلاسه ووژل شول، خو درې تنه نور يې د وزارت له دفاعي دروازو ورتېر شول او په عمومي وژنه يې لاس پورې کړ. ډاريدلي مامورين د ميزونو تر شا او تشنابونو کې پټ شوي وو او خوشې کېدو ته يې شېبې شمارلې.

د هغه وزارت يوې کارکوونکې،چې ونه يې غوښتل ونومول شي، وويل: "موږ نه پوهېدو، چې ژوندې به ووتلاى شو او که نه. ترهګر په دهليزونو کې وو او پرله پسې ډزې مو غوږونو ته راتلې. په پاى کې پوليس راورسېدل او موږ يې وژغورولو."



د عدليې وزير سرور دانش له يو ساعت زياته موده په خپل دفتر کې پټ شوى و. هغه وکړاى شول، وروسته صحيح او سلامت ووځي.



په داسې حال کې چې افغانانو د هېواد لروبر د ملي تلويزيون له لارې پېښه څارله امينيتي ځواکونو (د عدليې وزارت) ودانۍ ته زينې کيښودې، اتوماتيکې وسلې يې په لاس وې او د کړکيو له لارې وختل. څوساعته وروسته پوليسانو مخکې لدې چې ترهگر خپل ځانمرگي واسکټونه والوزوى دهغوي په وژلو بريالي شول

په کابل کې د روغتيايي چارواکو د وينا له مخې لږترلږ په بريد کې ١٣ تنه ووژل شول او له ٤٠ څخه زيات ټپيان شول.



په همدې توګه دوو تنو ځان وژونکو د محابسو رياست ته ځانونه ورسول.



د محابسو رئيس،جنرال عارف وويل: "يو ځانمرګي د ودانې مخې ته ځان والوزولو. دويم تن يې وکړاى شول له چاودنې دمخه ځان دويم پوړ ته وروسوي."



چاودنې د ودانۍ د مخې زياتره برخه ويجاړه کړه، ښيښې يې ماتې کړې او د ٥٠٠ مترو شاوخوا وينې او د بدڼ ټوټې پرتې وې.



د عنايت الله په نامه يو تن چې په صحنه کې حاضر و، وويل: "ما فکر کاوه د قيامت ورځ ده... زه په لاره تېرېدم... چې ناڅاپه چاودنه وشوه اوتوره تياره خپره شوه. هرې خوا ته مې مړي وليدل

په رسمي شمېرنو کې د مړو شمېره اووه او د ژوبلو هغه ١٥ ښودل شوې وه، خوجنرال عارف وويل، چې کيداى شي د زيان شمېره تر دې زياته وي.

دريم ځانمرګى بريد کوونکى د پوهنې وزارت ته څېرمه وپېژندل شو او وويشتل شو. هغه وتوانيد ځان وچوي،خو چاته يې کوم زيان ونه رسېد.



تر غرمې مهال پورې د امبولانسونو اوازونه په ټول ښار کې غوږونو ته رارسېدل.



د ويرژلوخپلوانو ليکې په کابل کې د روغتونونو، په تېره بيا د ايټالويانو تر څارنې لاندې د جراحۍ بيړني روغتون، مخې ته جوړې شوې وې.



د ماسپښين په يوه بجه حالات ترکابو لاندې راغلل.



چارواکي وايي د چهارشنبې د ورځې پېښه له ياغيانو سره د جګړې ناوړه کېدونکې بڼه څرګندوي.



د کورنيو چارو وزير،حنيف اتمر د چهارشنبې په ماسپښين له خبريالانو سره په يوې خبرې غوڼدې کې وويل: "[بريدونه] دا په ګوته کوي، چې دښمنان په پلازمينې کې وسلې او چاودېدونکې توکي تر لاسه کولاى شي. موږ بايد په ګډه ټينګ کار وکړو."



د استخباراتو د ملي رياست مشر، امرالله صالح وويل، د عدلي طب رپوټونو په ګوټه کړې، چې د ټولو بريد کوونکو عمرونه د ٢٠-٢٥ کلونو ترمنځ و.



هغه اخباروالاوو ته وويل: "موږ ددې بريد تر شا د شبکې د پېژندلو لپاره کلک کار کوو. له دې پېښې سره په تړاو کې مو تر اوسه ٢١ تنه شکمن کسان بنديان کړي دي."



طالبانو د بريد مسؤوليت په غاوه واخيست. (د طالبانو) وياند ذبيح الله مجاهد آى ډبليو پي آر ته وويل، هغوى دا بريد په حکومتې زندانونو کې له طالب بنديانو سره د ناوړه چلن له امله تنظيم کړى و.



هغه په يوې تليفوني مرکې کې وويل: "موږ غوښتل هغوى ته يو درس ورکړ. هغوى بايد زموږ له بنديانو سره ښه چلن وکړي."

دا بريد اووه کاله دمخه دطالبانو تر سقوط وروسته په پلازمېنې کې تر ټولو ستر تنظيم شوى بريد و. د تېر کال په اوړي کې د هندسفارت مخې ته د ځانمګرى بريد په پېښو کې ډېرو خلکوخپل ژوند له لاسه ورکړى و ،خو هيڅ يو بريد د چهارشنبې د بريد په څېر دقيق او منظم او هم مهاله نه و.



د کابل يو اوسيدونکي وويل: "خلک د ورځې له خوا ډېر ډاريږي. کله چې چارواکي خوندي نه وي، موږ به څنګه د خونديتوب احساس وکړاى شو؟"
Frontline Updates
Support local journalists